د ټیګونو ارشیف : پاکستان

پاکستان: حکومت لال جومات ته د مولانا عبدالعزیز پر ننوتلو بندیز ولګولو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵ چنګاښ ۱۳۹۸ل): د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد ادارې د مشهور لال جومات اوسنی خطیب عامرصدیقي لرې او هم يې په پخواني خطیب مولانا عبدالعزیز جومات ته پر ننوتلو درې میاشتې بندیز ولګولو.د غه پریکړه د اسلام اباد د پلازمېنې مرستیال کمیشنر حمزه شفقات او د علماو تر منځ تر اوږدې ناستې وروسته شوې وې. ...

نور ولوله »

«پاکستان تر هند زیاتې اتومي وسلې لري»

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۱،  ۱۳۹۸ل): د د سويډن هیواد د سولې نړیوال انستیتوت په یوه تازه څېړنه کې موندلي چې پاکستان تر هند، اسرایلو او شمالي کوریا څخه زیات اتومي وسلې یا اتومي سروکي لري. د خپاره شوي ریپورت له مخې پاکستان له ۱۵۰ تر ۱۶۰ او هند له ۱۳۰ تر ۱۴۰ پورې اتومي وسلې لري. راپور زیاتوي ...

نور ولوله »

پاکستان د هوايي حریم پرانیستو لپاره مشروطه ژمنه کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): پاکستان د خپل هوايي حریم پوره پرانیستل د هند له خوا د بالاکوټ د پېښې په نه تکرارولو مشروط کړي دي. ټایمز آف اینډیا ورځپاڼې د ځینو باخبره سرچېنو له قوله لیکلي چې پاکستان که څه هم د جون تر ۲۸مې پورې خپل هوايي حریم د هند ختيځ لوري پروازونو پر مخ تړلی ...

نور ولوله »

هند په نړیوال جام کې پاکستان ته ماتې ورکړه – ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): هند کرېکټ لوبډلې په نړیوال جام کې پاکستان لوبډلې ته یو وار بیا ماتې ورکړه او د پاکستان پر وړاندې یې په نړیوال جام کې د بریاو تسلسل جاري وساته. د پاکستان او هند کرېکټ لوبډلو ترمنځ نن د انګلستان په مانچسټر اولډ ټرافورډ لوبغالي کې سیالۍ ترسره شوه چې هند په (۸۹) ...

نور ولوله »

د نړیوال جام تر ټولو ستر ټکر؛ هند د پاکستان پر وړاندې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د کرېکټ نړیوال جام په ترڅ کې نن د یکشنبې په ورځ تر ټولو ستر ټکر دی چې هند د خپلې سرسختې سیال لوبډلې پاکستان پر وړاندې مخ کیږي. د هند او پاکستان لوبډلو ترمنځ دغه سیالۍ نن د مانچسټر په اولډ ټرافورډ لوبغالي کې په ۲:۰۰ بجې پېل کیږي، چې پاکستان پچه ...

نور ولوله »

نړيوال جام: استراليا له سختې لوبې وروسته پاکستان ته ماتې ورکړه – ویډیو

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۲ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د کرېکټ نړيوال جام په ترڅ کې نن د چهارشنبې په ورځ په ۱۷مه سيالۍ کې د پاکستان او استراليا لوبډلې مخامخ شوې چې په کې استراليا له سختې لوبې وروسته پاکستان ته د «۴۱» منډو په توپير ماتې ورکړه. په ياده لوبه کې د پاکستان لوبډلمشر سرفراز احمد پچه وګټله خو لومړی ...

نور ولوله »

غني او عمران خان سعودي کې سره لیدلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت یو مشر محمد اشرف غني د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره په سعودي عربستان کې لیدلي دي. د عمران خان له دفتره خپره شوې خبرپاڼه لیکي، نوموړي په افغانستان کې د سولې له هڅو ملاتړ کړی او ژمنه يې کړې چې خپلې هڅې به ونه سپموي. سرچینه زیاتوي دواړه ...

نور ولوله »

نړيوال جام: ويسټ انډيز په ۱۴م اور کې پاکستان ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسيا (جمعه، ۱۰ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د پاکستان او ويسټ انډيز لوبډلو ترمنځ د نړيوال جام په دويمه سيالۍ کې ويسټ انډيز د پاکستان پر وړاندې په ۱۴م اور کې بريا خپله کړه. د پاکستان لوبډلې توپوهونکي له سختې ناکامۍ سره مخ شول او له ۲۲ منډو څخه يې کوم لوبغاړي زياتې منډې جوړې نشوې کړای. د پاکستان لخوا ...

نور ولوله »

نړيوال جام: د پاکستان لوبډله په «۱۰۵» منډو وسوځېدله

نن ټکی اسيا (جمعه، ۱۰ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د پاکستان او ويسټ انډيز لوبډلو ترمنځ سيالۍ کې پاکستان لوبډلې د «۱۰۵» منډو په جوړولو په ۲۲م اور کې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل. د نړيوال جام په دويمه سيالۍ کې د پاکستان لوبډلې توپوهونکي له سختې ناکامۍ سره مخ شول او له ۲۲ منډو څخه يې کوم لوبغاړي زياتې منډې جوړې ...

نور ولوله »

د «۲۰۲۰م» کال اسیا جام سیالیو کوربه توب پاکستان ته ورکړل شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د کرېکټ نړیوالې شورا (ICC) د راتلونکي ۲۰۲۰م کال اسیایي جام سیالیو کوربه توب پاکستان کرېکټ بورډ ته ورکړ. نن د سه شنبې په ورځ په سنګاپور هېواد کې د کرېکټ نړیوالې شورا ناسته ترسره شوه چې په کې د پاکستان، افغانستان، هندوستان، سریلانکا او بنګلدیش کرېکټ بورډ چارواکو ګډون کړی و. ...

نور ولوله »