د ټیګونو ارشیف : پاکستان

پاکستان افغانستان ته د نظامي افسرانو د روزنې لپاره وړاندیز وکړ

نن ټکی اسیا(پنجشنبه، د لړم۱۵مه، ۱۳۹۳ل): د پاکستان لوی درستیز او د پوځ مشر جنرال راحل شریف نن سهار په ارګ کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره تر کتنې وروسته له خپل افغان سیال، د ملي امنیت د شورا رئيس او د دفاع سرپرست وزیر سره جلا جلا کتنې وکړې. د دفاع وزارت له لورې په خپره شوې خبرپاڼه ...

نور ولوله »

د پاکستان د پوځ لوی درستیز سبا کابل ته راځي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۱۴مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف د ګډ حکومت د چارواکو سره د کتنې په موخه کابل ته راځي. د پاکستان پوځ عامه اړیکو دفتر ویلي چې راحیل شریف به د ګډ حکومت د ولسمشر محمد اشرف غني سره وګوري. د پاکستان د پوځ ویاند تورنجنرال عاصم باجوه ویلي چې ...

نور ولوله »

کرکټ: پاکستان ټېسټ لوبه کې ۲-۰ استرالیا ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۱۲مه، ۱۳۹۳ل): پاکستان یو ورځنیو سیالیو کې تر سختې ماتې وروسته د ټیسټ دواړه سیالیو کې استرالیا ته ماتې ورکړه. استرالیا او پاکستان تر منځ د ټیسټ دوهمه لوبه د اکتوبر میاشت له ۳۰ مې څخه پیل شوی وه او نن پای ته ورسیده. دغه لوبې په لومړي پړاو کې لومړی توپ وهنه پاکستان وکړه ...

نور ولوله »

اشرف غني د پاکستان په پنجاب کې چاودنه وغندله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۱۲مه، ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت ولس مشر اشرف غني د پاکستان د پنجاب ایالت په واګه سیمه کې پرونۍ چاودنه وغندله. له ارګه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې اشرف غني د قربانیانو له کورنیو سره غم کې ځان شریک بولي او ورته د صبر غوښتونکی دی. یادې خبرپاڼې د اشرف غني له خولې لیکلي: «زه ...

نور ولوله »

اشرف غنې د سولې د خبرو په تمه، پاکستان ته سفر کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني د چین له څلو ورځني سفر وروسته هېواد ته راستون شو او پرون يې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې پاکستان ته د سفر نیت لري. نوموړي وویل چې پاکستان ته د سولې د همکاري په تمه ورځي او د سولې په برخه کې نه یواځې ...

نور ولوله »

افغانستان یو ځل بیا پاکستان ته سخته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۹مه، ۱۳۹۳ل): نن د افغانستان او پاکستان ۱۹ کلنو لوبډلو تر منځ د درې یو ورځنی سیالیو دریمه لوبه وه. سیالیو دغې لړۍ لومړی لوبه افغانستان او دوهمه لوبه پاکستان گټلې ده. په لومړی او دوهمه لوبه کې لومړی توپ اچونکی لوبډلې لوبه وگټله نو په همدې اساس پاکستاني لوبډل مشر د لوبې پچې له ...

نور ولوله »

«بلوچستان په نا امنۍ کې هند او افغانستان لاس لري»

نن ټکی اسیا: (جمعه، لړم ۸مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان د بلوچستان ایالت کورنیو چارو وزیر میرسرفراز بګټي د هند او افغانستان پر څارګرو ادارو تور لګولی چې د بلوچستان په نا امنۍ کې لاس لري. بګټي پرون پنجشنبه ددغه ایالت په مرکز کوټه ښار کې یوې خبري ناستې ته دا خبرې وکړې. نوموړي همدا راز یو شمېر وسلې رسنیو ته ...

نور ولوله »

پاکستان: افغان حکومت راسره د طالبانو په ځپلو کې مرسته نه ده کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۷مه ۱۳۹۳ل): پاکستان وايي قبایلي سیمو کې په روانو پوځي عملیاتو کې افغانستان له دوی سره هيڅ همکاري نه ده کړې. د پاکستان د پوځ ویاند تورن جنرال عاصم باجوه پرون په پېښور کې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې ویلي چې په شمالي وزیرستان کې د پوځ عملیاتو تر پیلولو وړاندې یې افغان ...

نور ولوله »

خیبر ایجنسي: ۸ پاکستاني پوځيان وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۸مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان امنیتي چارواکي وايي چې په قبایلي سیمه خیبرایجنسۍ کې د مخالفینو سره په نښته کې ۸ پوځيان او ۲۱ مخالفین وژل شوي. د پاکستان د پوځ عامه اړیکو څانګې (آی ایس پي آر) بېګا شپه د یوې خبرپاڼې په ترڅ کې ویلي چې پرون د پوځ د مخالفینو سره په یوې ...

نور ولوله »

افغانستان ۱۹ کلنو لوبډله له بریا وروسته، نننۍ لوبه کې ماته شوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۷مه، ۱۳۹۳ل): نن د افغانستان او پاکستان ۱۹ کلنو لوبډلو تر منځ د یوې ورځنۍ سیالۍ دوهمه لوبه وه. د لوبې پچه پاکستاني لوبډل مشر وگټله او توپ اچونې پریکړه يې وکړه. افغانستان توپ وهونکي نن د تیرې لوبې په څیر لوبه ونکړه او ټول لوبغاړي په ټاکل شوي ۵۰ اورونو څخه یوازې ۴۵ اورونو ...

نور ولوله »