د ټیګونو ارشیف : پایلوبه

پي ایس ایل: د کوټې او پيښور لوبډلو پایلوې ته لار موندلې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ کب، ۱۳۹۷ل): د پاکستان غوره لیګ کې د پلی آف او ایلیمنیټر سیالیو وروسته د کوټې او پيښور لوبډلو پایلوبې ته لار موندلې ده. د کوټې ګلډيټرز لوبډلې د پيښور زلمي لوبډلې ته په کوالیفایر سیالۍ کې ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار وموندله، خو پيښور چې د ایلیمنټز ګټونکې اسلام اباد یونیټډ لوبډلې ...

نور ولوله »

د محمد نبي لوبډلې د بیګ باش لیګ اتلولي وګټله/ ويډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د استرالیا غوره لیګ (BBL) سیالیو پایلوبه نن د یکشنبې په ورځ د میلبورن رینیګیډز او میلبورن سټارز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې رینیګیډز سټارز ته په ماتې ورکولو د یاد جام اتلولي خپله کړه. د محمد نبي لوبډله وتوانېدله چې سټارز لوبډلې ته د ۱۳ منډو په توپیر له زړه بوږنونکې سیالۍ ...

نور ولوله »

فوټبال: قطر د اسیا جام اتلولي وګټله/ ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د عربي اماراتو په پلازمینه ابوظبۍ کې د جمعې په ورځ د قطر او جاپان فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ پایلوبه ترسره شوه چې په کې قطر جاپان ته په ۳-۱ ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه. د اسیا جام فوټبال سیالیو کې چې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ په ۵ جنوري پېل شوې ...

نور ولوله »

د افغانستان فوټبال غوره لیګ سیالیو اتلولي «طوفان هریرود» لوبډلې وګټله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ لړۍ، ۱۳۹۷ل): د افغانستان فوټبال غوره لیګ سیالۍ پایلوبه چې د شاهین اسمایي او طوفانی هریرود لوبډلو ترمنځ په زړه پورې لوبه ترسره شوه، طوفاني هریرود لوبډلې شاهین اسمایي ته په یو صفر ماتې ورکړه. دغه سیالۍ چې تر ۱۲۰ دقیقو وغځېده، طوفان هریرود لوبډله وتوانېده په ۱۰۹مه دقیقه کې ګول ووهي، او تر پایه ...

نور ولوله »

بلخ لیجنډز لوبډلې د افغانستان غوره لیګ اتلولي وګټله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰ تلې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان غوره لیګ لومړي پړاو اتلولي چې د عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره شوه د «بلخ لیجنډز» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېده. پایلوبه د بلخ لیجنډز او کابل ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره ترسره شوه چې په کې کابل لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلي شل اورونو کې يې ...

نور ولوله »

د ملي لوبډلې دوه ستر آلراونډران نن د یوه بل ماتولو په کوښښ کې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹ تلې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان پریمیئر لیګ لومړۍ پړاو نن د یوې سترې سیالۍ په درشل کې پای ته رسیږي، چې د نړۍ دوه ستر آلراونډران د ای پي ایل په پایلوبه کې د یوه بل د ماتولو کوښښ کوي. نن د اکتوبر ۲۱مه د یکشنبې په ورځ د ګلبهار افغانستان غوره لیګ پایلوبه کې د ...

نور ولوله »

بنګلدیش؛ پاکستان ته په ماتې ورکولو د اسیا جام پایلوبې ته ووت

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵ تله، ۱۳۹۷ل): د ۲۰۱۸م اسیا جام سوپر فور پړاو وروستۍ لوبه کې بنګلدیش لوبډلې پاکستان لوبډلې ته د ۳۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د اسیا جام پایلوبې ته یې لار وموندله. پاکستان لوبډلې چې له دې وړاندې هم له هند لوبډلې څخه ماتې خوړلې وه، تېره شپه د بنګلدیش لوبډلې په ۲۴۰ منډو ...

نور ولوله »

بوست لوبډلې د غازي امان الله خان سیالیو اتلولي وګټله

نن ټکی اسیا (جمعه، ۵ زمری، ۱۳۹۷ل): د افغانستان په کورنۍ سیالیو کې د بوست لوبډلې سپين غر لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو اتلولي یې خپله کړه. په غازي امان الله خان لیست A سیالیو کې نن د جمعې په ورځ د بست او سپین غر لوبډلو ترمنځ پایلوبه ترسره شوه چې په کې د نجیب ځدراڼ او ...

نور ولوله »

د سپین غر او بست لوبډلو ترمنځ پایلوبه نن د جمعې په ورځ ترسره کیږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۵ زمری، ۱۳۹۷ل): د افغانستان په کورنۍ سیالیو کې د سپين غر او بست لوبډلې پایلوبې ته لار موندلې ده چې سبا د جمعې په ورځ یې په کابل لوبغالي کې پایلوبه ترسره کیږي. د غازي امان الله خان سیالۍ چې د شپږ لوبډلو (سپين غر، بست، بند امیر، امو، میس عینک او کابل) ترمنځ ترسره ...

نور ولوله »

فرانسې د فوټبال نړیوال جام اتلولي وګټله

نن ټکي اسیا (یکشنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): فرانسې لوبډلې پایلوبه کې خپلې سیال لوبډلې کرویشیا ته ماتې ورکړه او د فوټبال نړیوال جام اتلولي یې وګټله. د فوټبال نړیوال جام پایلوبه کې فرانسې لوبډلې خپلې سیال لوبډلې ته په څلور – دوه ماتې ورکړه او د فوټبال نړیوال جام یې د دویم ځل لپاره وګاټه. په روسیې هېواد کې د ...

نور ولوله »