د ټیګونو ارشیف : پایلې

ټاکنو کمیسیون، د پنځو نورو ولایتونو لومړنۍ پایلې نن اعلانوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): ټاکنو کمیسیون وړمه ورځ د پنځو ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان کړې او نیت لري چې نن د پنځو نورو ولایتونو لومړنۍ پایلې هم اعلان کړي. د ټاکنو کمیسیون یوه کمېشنره وسیمه بادغیسي وايي، نن (یکشنبه، ۴لېندۍ) به د پنځو نورو ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان کړې. بادغیسي وویل، د هغو ولایتونو چې ساحې يې کوچنۍ ...

نور ولوله »

ټاکنو کمیسیون پر جمعه د لسو ولایتونو پایلې اعلانوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، سبا (جمعه، ۲لېندۍ) به د لسو ولایتونو د ولسي جرګې ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي. د دې کمیسیون د ویاند یو مرستیال میرزا محمد حق‌پرست وايي، دوی به همداسې پر مخ ځي او د لسو – لسو یا هم پنځو – پنځو ولایتونو پایلې به اعلانوي. هغه ونه ویل، ...

نور ولوله »

کمیسیون: د ټاکنو پایلې تدریجې اعلانېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۰لړم، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي نه شي کولی د ولسی جرګې ټاکنو پایلې ټولې یو ځای اعلان کړي. د دې کمیسیون ویاند تېره ورځ له رسنیو سره خبرو کې وویل، د ځينو ستونزو او پېچلتیاو له امله ټولې پایلې یو ځای نه اعلانېږي. سید حفیظ الله هاشمي وړاندې ویلي و، د ولسي جرګې ټاکنو ...

نور ولوله »

د ولسې جرګې ټاکنو د ابتدايي پایلو اعلان وځنډول شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳لړم، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون وايي، د ولسي جرګې لومړنۍ پایلې به تر قانوني وخت دوه اوونۍ وروسته اعلان شي. ددې کیمسیون ویاند حفیظ الله هاشمي وايي، تر اوسه یوازې له ۲۳ ولایتونو ټاکنیز مواد مرکز ته رسېدلي دي. وړاندې تر دې د ټاکنو کمیسیون ویلي و، لومړنۍ پایلې به د لړم پر ۱۹مه اعلان شي ...

نور ولوله »

ټاکنو کمیسیون وايي د ټاکنو پایلې به وځنډېږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳لړم، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون له اعلان کړې مودې په شا شوی او وايي د ټاکنو پایلې به وځنډېږي. د دې کمیسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد وړمه ورځ (سه‌شنبه،۱لړم) خبري غونډې ته وویل، چې د ټاکنو لومړۍ پایلې به د روانې میاشتې په ۱۵مه اعلان شي. تازه د ټاکنو خپلوا کمیسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي ...

نور ولوله »

د ايران-لوېديځ اتومي توافق؛ پر افغانستان او سيمه يې اغېزې

د سیمه ییزو او ستراتيژيکو څېړنو مرکز تحلیل له تېرو څو لسیزو راهیسې په منځني ختيځ کې د ايران اتومي پروګرام هغه مهمه قضيه وه، چې له کبله یې د ايران د اسلامي انقلاب اړیکې د سیمې له یو شمېر هېوادونو -په تېره بیا سعودي او اسرائیلو- سره  خړې پړې شوې. دغو هېوادونو نه یوازې دا چې پر اتوم سمبال ...

نور ولوله »

د سږني کانکور پایلې اعلانېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۲۶مه، ۱۳۹۳ل): د هېواد د لوړو زده کړو وزارت مسوولین وايي چې د سږني اخیستل شوي کانکور پایلې به ډېر ژر د دې وزارت په رسمي برېښنا پاڼه پر لیکه شي. د لوړو زده کړو وزارت تدریسي مرستیال محمد عثمان بابري رسنیو ته ویلي چې دوی سږ کال په ټولیز ډول د لوړو زده ...

نور ولوله »

مشرانو جرګه: په درغلیو بریالي شوي وکیلان سنا ته نشي راتلای

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۵مه، ۱۳۹۳ل): د مشرانو جرګو ګڼو غړو د شکایاتو اورېدو کمیسیون چاروړاکي په فساد تورن کړل او ويې ویل چې د ولایتي شوراګانو د رایو په پایلو کې يې شفافیت نه دی ساتلی. د مشرانو جرګې ځينو غړو خورا په ټینګار ویلي چې دوی به خپلې څوکۍ چاته پرې نه ږدي چې په درغلیو بریالي ...

نور ولوله »

ښايي سبا ۶ نیمې میاشتې وروسته د ولایتي شوراګانو پایلې اعلان شي

saboory elections photo

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۲مه ۱۳۹۳ل): د ټاکنو خپلواک کمېسیون یوه غړې وايي چې د ولایتي شوراګانو د ټاکنو اړوند کارونه یې بشپړ کړي او وروستۍ پایلې به سبا له غرمې وروسته اعلان شي. ولایتي شوراګانو او ولسمشرۍ ټاکنې د وري په ۱۶مه ترسره شوې خو د شپږ نیمو میاشتو د تېریدو وروسته د ولایتي شوراګانو پایلې لا نه ...

نور ولوله »

ټاکنو کمېسیون ټینګار کوي چې پایلې نن اعلانوي

takani doham paraw

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۳۰مه ۱۳۹۳ل): د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، چې نن به د ولسمشریزو ټاکنو د دوهم پړاو وروستۍ پایلې اعلان کړي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون  ویاند پژواک  خبري اژانس ته ویلي چې د ټاکنو د پایلو اعلان په اړه ټول چمتووالی نیول شوی. ښاغلي نور  نن سهار شاوخوا ۹:۱۵ بجې  وویل، چې اوس مهال د ټاکنو ...

نور ولوله »