د ټیګونو ارشیف : پلچرخي

د پلچرخي زندان څخه پنځه ایرانیان خوشې شول

pul-e-charkhi

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۳۰مه ۱۳۹۵ل): د پلچرخي له زندان څخه پنځه ایرانيان چې د نشيي توکو د قاچاق په جرم بندیان وو، نن خوشې شول. د مسکراتو او نشه‌یي توکو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د پنځو تنو ایراني نقدي جریمه چې یې لا هم دولت ته ...

نور ولوله »

محمد خان وايي هغه بندیان دي ازاد شي چې د بند موده یې پوره شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۲۴مه، ۱۳۹۵ل): د اجرائیه رئیس لومړي مرستیال انجینر محمد خان د یوې اعلامیې په خپرولو سره غوښتنه کړې چې هغه بندیان دي ازاد کړل شي چې د بند موده یې پوره شوې. نوموړي همداراز ویلي چې د بندیانو سره دي ښه چلند کیږي، د هغوی ستونزو ته دي رسیدګي کیږي، او له هر ډول ...

نور ولوله »

په پلچرخي زندان کې زندانیانو د نه خوړلو اعتصاب پيل کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۲۵مه، ۱۳۹۴ ل): د پلچرخي زندان په بلاک زون کې هغه زندانیانو د نه خوړلو اعتصاب پيل کړی چې د بند موده یې پوره سوي خو حکومت یې د خوشي کولو څخه ډډه کوي. د پلچرخي زندان د زون بلاک زندانیانو خپلي خولي د اعتراض په توګه ګنډلي او اعتصاب یې کړی دی، زندانیان وایې ...

نور ولوله »

د عصر کربلا

captured by Us-Army

لیکوال: نصیب ځدران دا دنیا د امتحان ځای دی ، د سزا او د جزا ځای نه دی نه یې کامیابي او ناکامي ابدي ده!!!!!! د کربلا په میدان کې کله چې د حضرت حسین (رض) ټول ملګري شهیدان شول ، یواځې پاتې شو ، ټپي هم وو ، نو خپل زوی عبدالله چې د غیږي ماشوم وو او را ...

نور ولوله »

پلچرخي: د ۹۳ کلن زنداني زړه درېدلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۲۷مه، ۱۳۹۳ل): د څرخي پله په زندان کې تر ټولو د ډېر عمره زنداني زړه درېدلی دی. درې نوي کلن زنداني حاجي دینارخېل له دریو کلونو راهیسې په څرخي پله زندان کې بې له کومه جرمه زنداني دی، چې تېره شپه پرې ناڅاپه د زړه حمله راغلې ده او دم ګړۍ په روغتون کې بستر ...

نور ولوله »

مجاهد: بشري ادارې دې له بندیانو سره د چارواکو د وحشي چلند مخنیوی وکړي

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۱مه، ۱۳۹۳ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د افغان دولت هغه اقدام په کلکه غندلی چې د هیواد له مرکزي زندان پلچرخي څخه بندیان په دې نامه باسي چې بل زندان ته یې انتقالوي. د نوموړي په وینا نن سهار د پلچرخي زندان له بلاکونو څخه ګڼ شمیر بندیان ظاهرا په دې دلیل ایستل ...

نور ولوله »

د غزني چارواکو ۷ بنديان د خوشې کولو په پلمه پلچرخي زندان ته انتقال کړي

د پل چرخي زندان

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۸مه ۱۳۹۳ل): د غزني ولایت امنیتي چارواکو ددغه ولایت د مرکزي محبس څخه ۷ تنه بندیان د خوشې کېدو په پلمه د دغه زندان څخه د پلچرخي زندان ته انتقال کړي. د غزني ولايت اوسیدونکو او ددغو بندیانو کورنیو نن ټکي اسيا ته وويل د دوی خپلوان چې د غزني ولایت په مرکزي زندان ...

نور ولوله »

د څرخي پله او نیمروز له زندانونو ۱۲۹ بندیان خوشي شول

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي۲۵مه،۱۳۹۳ل): چارواکي وايي، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مبارکې زوکړې په مناسبت د  ولسمشر اشرف غني د صادر شوي فرمان په اساس یې د څرخي پله او نیمروز له محبس نه ۱۲۹ بندیان خوشي کړي. ټول خوشي شوي بندیان په جنایي جرمونو کې د ښکېلتیا له کبله نیول شوي او د حبس ...

نور ولوله »

څرخي پله کې یو زنداني تر شکنجو لاندې سا ورکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۲۳مه، ۱۳۹۳ل): د څرخي پله په زندان کې د غزني ولایت یو تن زنداني د زندان د مسوولینو تر شکنجو لاندې سا ورکړه. حافظ عبدالروف چې د غزني ولایت د قره باغ ولسوالي اوسېدونکی و، پرون د څرخي پله په زندان کې په شهادت ورسید. نن ټکی اسیا ته رارسيدلي معلومات ښيي چې حافظ ...

نور ولوله »

څرخي پله بندیان: اشرف غني دې زهر وخوري

د پل چرخي زندان

نن ټکی اسیا (یکشنه، مرغومي ۲۱مه ۱۳۹۳ل): تېره ورځ د کورنیو چارو د وزارت د محبوسینو عمومي رییس د څرخي پله په زندان کې د زندان له مسوولینو سره یوځای د بندیانو له استازو سره لیدنه وکړه او د بندیانو شکایتونه یې واوریدل. د څرخي پله دزندان دننه یوې سرچېنې نن ټکی اسیا ته وویل چې د محبوسینو رییس ومنله، ...

نور ولوله »