د ټیګونو ارشیف : پنټاګون

د سليماني له وژنې وروسته امريکا منځني ختيځ ته درې زره اضافي عسکر لېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴مرغومي، ۱۳۹۸ل): امريکايي چارواکو ويلي، دفاع وزارت «پنټاګون»  د ايران سپاه پاسداران د القدس ځواکونو د مشر جنرال قاسم سليماني له وژنې وروسته منځني ختيځ ته د درې زره اضافي عسکرو د لېږلو پرېکړه کړې ده. رويټرز خبري اژانس د نوم نه څرګندولو په شرط د پنټاګون د لوړپوړي چارواکي په حواله ليکلي، امريکا منځني ختيځ ...

نور ولوله »

له افغانستانه د بهرنيو پوځيانو د ايستلو په اړه د امريکايي چارواکو ضد او نقیض څرګندونې

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۶ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): له تېرو څو ورځو راهيسې، واشنګټن پوسټ، نيويارک ټايمز او ګڼې نورې امريکايي رسنۍ د افغانستان روانې جګړې کې د امريکايي پوځيانو په ناکامۍ راپورونه خپروي او يو شمېر امريکايي چارواکو او سناتورانو هم له افغانستانه د امريکايي پوځيانو د وتلو په اړه څرګندونې کړي، خو ځينو نورو بیا دا ډول څرګندونې ...

نور ولوله »

د امريکا دفاع وزير: زموږ عسکرو هڅه کوله، ابو بکر بغدادي ژوندی ونیسي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ لړم، ۱۳۹۸ل): د امریکا دفاع وزير مارک ايسپر وايي، وړمه ورځ د امریکا ځانګړو ځواکونو د داعش ډلې د مشر ابو بکر بغدادي پر ضد د عملياتو پر مهال هڅه کوله، چې هغه ژوندی ونيسي، خو په عين حال کې يې د نوموړي د وژلو لپاره هم تیاری نیولی و. مارک ایسپر له «سي ان ...

نور ولوله »

پنټاګون: تېر کال ۵۴۱ امريکايي پوځيانو ځانوژنه کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ تله، ۱۳۹۸ل):د امریکا دفاع وزارت «پنټاګون» په خپل تازه راپور کې ويلي، د خدمت پر مهال په امريکايي پوځيانو کې د ځانوژنې پېښې د پخوا په پرتله څو چنده زياتې شوي دي. پنټاګون دا رپوټ په داسې حال کې خپور کړی، چې تېره اونۍ د بحري ځواک درې عسکرو ځانوژنه کړې وه. د امریکا سمندري ...

نور ولوله »

د تېلو پر چڼځايونو له برید وروسته امریکا سعودي ته نور عسکر لېږي

نن ټکی اسیا (شنبنه، ۳۰ وږی، ۱۳۹۸ل): د امریکا د دفاع وزير ماريک ايسپر ويلي، د حوثيانو له لوري د سعودي «ارامکو» تېلو دولتي شريک پر چڼځايونو له برید وروسته سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو له دوی غوښتي، چې هلته اضافي عسکر ورولېږي. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي و، د سعودي تېلو پر چڼځايونو برید کې د ایران ...

نور ولوله »

طالبانو سره د مذاکراتو په اړه د سپينې ماڼۍ او پنټاګون ضد او نقیض څرګندونې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶ زمری، ۱۳۹۸ل): سپينه ماڼۍ وايي، د افغانستان اتلس کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره له طالبانو سره مذاکراتو کې پرمختګونه شوي او د ولسمشر ټرمپ اداره د زلمي خلیلزاد په مشرۍ له روانو خبرو او ممکنه هوکړې ډاډمنه ده. خو رويټرز خبري اژانس ليکلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرو کې لا هم د ...

نور ولوله »

نيوزويک: پنټاګون د طالبانو پر ضد د عملياتو درولو يا محدودولو پرېکړه کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲ زمری، ۱۳۹۸ل): امریکايي رسنۍ وايي، د دفاع وزارت «پنټاګون» په افغانستان کې خپلو قومندانانو ته امر کړی، چې د طالبانو پر ضد عمليات په بشپړه توګه ودرولي او يا يې هم محدود کړي. نيوزويک مجلې د پنټاګون چارواکو له قوله ليکلي، دفاع وزارت په افغانستان کې امریکايي جنرالانو ته امر کړی، د طالبانو پر ...

نور ولوله »

پنټاګون په کندهار کې د وژل شوو امریکايي سرتیرو هویت څرګند کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹ زمری ۱۳۹۸ل): د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون په کندهار کې د وژل شوو امریکايي سرتیرو هویت څرګند کړ. د امریکا د دفاع وزارت ویلي چې وژل شوي امریکايي سرتیري برینډن جی کریسچر (۲۰ کلن) او مایکل ایسایه نانس (۲۴ کلن) دي او د شیکاګو اوسیدونکي دي. د کندهار پولیسو سي ان ان امریکايي تلویزون ...

نور ولوله »

پنټاګون افغانستان کې د وژل شوي امریکايي جګړن هويت روښانه کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴چنګاښ ۱۳۹۸ل): د امریکا دفاع وزارت «پنټاګون» په افغانستان کې د وژل شوي امریکايي پوځي جګړن د هويت په اړه جزيات خپاره کړي دي. له پنټاګون څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، څلوېښت کلن جيمز راين سارتر د شنبې په ورځ په فاریاب ولايت کې له طالبانو سره د  مخامخ نښتې پر مهال ټپي شوی ...

نور ولوله »

د امریکا دفاع وزارت سرپرست وزیر کابل ته را رسېدلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲سلواغې، ۱۳۹۷ل): په داسې حال کې چې د سولې په برخه کې د زلمي خلیلزاد پنځم سفر پیل شوی، د پنټاګون سرپرست وزیر هم کابل ته را رسېدلی. پټریک ایم شاناهان لکه د نورو امریکايي چارواکو په څېر په ناڅاپي سفر نن کابل ته را رسېدلی او د را رسېدو خبر يې هم ورسره ملګرو خبریالانو ...

نور ولوله »