د ټیګونو ارشیف : پوستې

د غزني – پکتیکا لاره لا هم تړلې؛ تازه جګړه شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰غويي، ۱۳۹۷ل): طالبانو د غزني – پکتیکا لویه لاره له نږدې شلو ورځو راهیسې تړلې، چې هیڅ ډول حکومتي وسایل پرې تګ راتګ نه شي کولی. د دې دواړو ولایتونو موټر چلوونکي وايي چې دوی خپلې عامې سپرلۍ د غزني په ده یک ولسوالۍ کې د طالبانو تر لاس لاندې ساحو کې پر لارو وړي را ...

نور ولوله »

فاریاب ولایتي شورا: طالبانو بلچراغ کې ۲۱ پوستې نیولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸غويي، ۱۳۹۷ل): د فاریاب ولایتي شورا وايي طالبانو د بلچراغ ولسوالۍ په کولیان سیمه کې د دولتي ځواکونو ۲۱ پوستې نیولې دي. د دې شورا رییس وايي طالبانو د تېرې شپې په جګړه کې ۱۲ کلي نیولي او یو زرهي ټانک، تجهیزات او وسلې يې له هم له ځانو سره وړې دي. د ولي محمد ...

نور ولوله »

کندهار – روزګان: د پولیسو پر ضد لاریون پینځمې ورځې ته وغځيد

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱غويي، ۱۳۹۷ل): د کندهار – روزګان لویه لاره د ترافیکو پر مخ نن پینځمه ورځ هم تړلې پاتې شوه. سلګونو لاریون کوونکو له تېرو څو ورځو راهیسې د کندهار – روزګان لویه لاره د ترافیکو پر مخ تړلې او غوښتنه کوي چې د کندهار په مربوطاتو کې د پولیسو پوستو کې دې ملي اردو مېشت ...

نور ولوله »

امنیتي ځواکونه د غزني ښار څنډو کې له ګڼو پوستو تښتېدلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹غويي، ۱۳۹۷ل): غزني کې ځايي اوسېدونکي وايي، د ښار په څنډو کې ګڼې پوستې تېره شپه خالي پاتې شوې دي. غزني کې مدني فعالان وايي طالبانو په تحویلدار کلا، سنجتک، خاک غریبان او امام حداد صاحب سیمو کې پر پوستو بریدونه کړي او د دولت له واکه يې ویستې دي. د ولی الله وقار په نوم ...

نور ولوله »

فاریاب : چارواکي وايي طالبانو ۵ پوستې نيولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ غويي، ۱۳۹۷ل):د فاریاب ولايت دولتي چارواکي وايي طالبانو په پښتونکوټ او بل څراغ ولسواليو کې پر امنيتي پوستو بريدونه کړي. د دوی په وينا د طالبانو د بريدونو له امله پنځه پوستې سقوط شوي ، ۷ تنه اربکيان او پولیس وژل او ۵ نور ټپيان دي. د پښتونکوټ ولسوال میرویس پارسا وايي : تېره شپه ...

نور ولوله »

بې بې سي: افغان ځواکونو ښوونځيو کې پوستې جوړې کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵وری، ۱۳۹۷ل): د افغان ځواکونو په تړاو تر دې وړاندې هم د عامه ځايونو څخه د سنګر په ډول د ګټه اخیستو له امله نیوکې شوې دي، خو بې بې سې په تازه راپور کې په ښوونځيو کې د پوستو جوړولو خبر ورکوي. بې بې سي د روزګان ولایت مرکز ترینکوټ د پوهنیز وضعیت په تړاو ...

نور ولوله »

پکتیا: پاکستاني ځواکونو پر صفري نقطه د پوستو جوړولو هڅه کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د پکتیا ځايي چارواکي وايي، پرون پاکستاني ځواکونو پر صفري نقطې د پوستو جوړولو هڅه وکړه. د پکتیا د والي وياند عبدالله حسرت دعوه کوي، چې د پاکستاني ځواکونو د دې هڅې پر وړاندې خنډ شوي او بریا ته يې نه ده پرېيښې. هغه له رسنیو سره په خبرو کې وویل، پاکستاني ځواکونو ...

نور ولوله »

هاشم الکوزی: امنیتي ځواکونه له پوستې د باندې د مسوولیت احساس نه لري

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۵مه، ۱۳۹۵ل): د مشرانو جرګې غړی او د دې جرګې د دفاعي کمیسیون رییس محمد هاشم الکوزی وايي چې امنیتي ځواکونه پخپلو پوستو کې محاصره پاتې دي. نوموړي د لویو لارو پرسر د نا امنیو او د وسله والو له لوري د مسافرو د ښکته کولو په تړاو په یوه تلویزوني بحث کې وویل چې ...

نور ولوله »

چارواکي: د روزګان چنارتو ولسوالۍ کې ۱۲ امنیتي پوستې د طالبانو لاس ته لوېدلې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲مه، ۱۳۹۵ل): د روزګان چارواکي وايي چې طالبانو د دې ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې تر لسو ډېرې امنیتي پوستې نیولې دي. د چنارتو ولسوال فیض محمد وايي چې تېره شپه طالبانو د ترینکوټ – چنارتو پر لاره د پولیسو ۱۲ پوستې نیولې دي او د لارې واک يې پخپل لاس کې اخیستی دی. نوموړي ...

نور ولوله »

کندهار: طالبانو د یوې قرارګاه او ۲۴ پوستو د نیول کېدو خبر ورکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۶مه، ۱۳۹۵ل): طالبان وايي چې د کندهار په شاولیکوټ کې يې یوه مهمه قرارګاه او ۲۴ پوستې نیولې دي. د طالبانو د خبرپاڼې له مخې دوی د عمري عملیاتو په لړ کې د یادې ولسوالۍ د البک په سیمه کې ترینکوټ ته پر غځېدلې لار امنیتي پوستې تر برید لاندې ونیولې، چې د يوې قرارګاه ...

نور ولوله »