د ټیګونو ارشیف : پوستې

حکومت له اطرافه د امنیتي پوستو د راټولولو امر کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۸مه، ۱۳۹۵ل): له مرکزي ولایتونو پرته د ځينو ولایتونو والیانو ته امر شوی چې له اطرافه د طالبانو له جګړې امنیتي ځواکونه را ټول او مرکزونو کې خوندي ځايونه جوړ کړي. د پکتیا، پکتیکا او غزني ولایتونو چارواکي وايي چې د امنیتي پرسونلو د کمښت له امله مرکزي حکومت ورته امر کړی چې له ولسوالیو ...

نور ولوله »

هلمند: سنګين کې د امنیتي ځواکونو دوه پوستې د طالبانو ګوتو ته ورغلې

Posta-kharaba-shawi

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۹مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د تازه نښتو له امله د امنیتي ځواکونو دوه پوستې د طالبانو لاس ته ورغلې دي. د سنګین په کنګیانو ماندده کې دغه دوه پوستې د امنیتي ځواکونو له ګوتو وتې او د طالبانو له قوله ۱۱ تنه عسکر يې وژلي دي. طالبانو رسنیو ته په لېږلې ...

نور ولوله »

روزګان: دهراود کې امنیتي ځواکونه له څلورو پوستو تښتېدلي

mili-ordo

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): د روزګان په دهرواد ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونه له څلورو پوستو تښتېدلي او خپلې امنیتي پوستې يې طالبانو ته پرېيښې دي. دغه امنیتي پوستې چې د چهارچينو او مرکز ترینکوټ پر عمومي لاره يې د طالبانو مخه نیوله، تېره شپه يې ځواکونه په تېښته بريالي شوي دي. د روزګان امنیتي مسوولینو تر اوسه ...

نور ولوله »

ولايتي شورا: د ميدان وردګ مرکز له سقوط سره مخ دی

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): د ميدان ورګ ولايتي شورا وکيلان وايي، چې طالبانو د جلرېز ولسوالۍ ګڼې امنيتي پوستې نيولي او اوس د ولايت مرکز په څو کيلو ميټرۍ کې دي او کولای شي، چې په لنډه موده کې د ولايت مرکز ونيسي. د ولايتي شورا غړو تېره ورځ ميدان ښار کې د يوې خبري غونډې په ...

نور ولوله »

کندوز: چهار دره کې عسکر له دريو پوستو په تېښته بريالي شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۲۵مه، ۱۳۹۴ل): د کندوز په چهار دره ولسوالي کې طالبانو د عسکرو په پوستو بريدونه کړي، چې له دریو پوستو نه عسکرو پښې سپکې کړې دي. د سیمې د اوسېدونکو له قوله طالبانو نن سهار وختي د عسکرو په پنځو پوستو بریدونه پیل کړل چې لا هم ادامه لري. طالبانو هم د جګړې پخلی کړی ...

نور ولوله »

هلمند: طالبان وايي ۲۷ عسکر يې وژلي، خو چارواکي ۲۶ مني

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۵مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند په نوزاد ولسوالي کې د اردو په پوستو د طالبانو په بريدونو کې ګڼو عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده. طالبان وايي چې د دوی ملګرو د دې ولسوالۍ بازار ته څېرمه د اردو په پوستو بريدونه پیل کړل، چې په خبره يې شپږ پوستې يې تر واک لاندې ...

نور ولوله »

هلمند: سنګين کې پر ګڼو امنيتي پوستو ډله ييز بريدونه روان دي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، غبرګولي ۳مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند ولايت سنګين ولسوالۍ کې طالبانو پر ګڼو امنيتي پوستو ډله ييز بريدونه کړي دي. د هلمند ولايت چارواکي وايي، چې طالبانو تېره شپه ناوخته د سنګين ولسوالۍ پر لسو امنيتي پوستو د سپکو او درنو وسلو ډله ييز بريدونه پيل کړي. اسوشيټيډ پريس د سنګين ولسوالۍ امنيتي چارواکو له قوله ليکلي، ...

نور ولوله »

سرنوشت: طالبانو د هلمند په مارجه او سنګين کې عسکر تېښتې ته اړ کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): له کابله خپرېدونکې خپلواکه ورځپانه سرنوشت وايي چې د هلمند ولایت په مارجه اوسنګين ولسواليو کې د طالبانو په تازه بريدونو کې عسکرو پراخې سیمې ور پرې اېښې دي. سرچينې د هلمند د اوسېدونکو له قوله لیکلي چې د ذوالفقار په علمیاتو کې دولتي ځواکونو د مارجې په سیستاني سیمه کې دوه پوستې ...

نور ولوله »

کندوز مرکز کې طالبانو ۲۱ پوستې له منځه وړې او ۵۵ اربکيان يې ژوندي نيولي

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۵مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو پخپله دوه ورځنۍ جګړه کې د کندوز په مرکز کې ۲۱ پوستې له منځه وړې او ۵۵ اربکيان يې ژوندي نیولي. د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې د کندوز مرکز په ګورتيپه سیمه کې له پرون راهیسې تر نن ماښامه پورې یاد شمېر پوستې ...

نور ولوله »

هلمند ـ د سنګین طالب ولسوال: ۳۲ پوستې او ۲۵ قومندانان مو له منځه وړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): په هلمند کې د طالبانو له لوري د سنګين د ولسوالي ولسوال وايي چې د دولت له لوري د «ذوالفقار» په نامه عملیات يې له ناکامۍ سره مخ کړې او درانه تلفات يې ور اړولي دي. د سنګین ولسوالي طالب ولسوال حاجي ناصر د طالبانو په رسمي برېښنا پاڼه کې په يوه مرکه ...

نور ولوله »