fbpx

د ټیګونو ارشیف : پولیس

د کورنیو چارو وزیر: غزني کې ۷۰ تنه یوازې پولیس وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲زمري، ۱۳۹۷ل): د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وايي د غزني په ټوله جګړه کې ۷۰ تنه یوازې پولیس وژل شوي دي او اوس يې د مرستې لباره تازه دمه ځواکونه رسېدلي دي. هغه چې نن له دفاع وزیر سره یو ځای خبري غونډې ته خبرې کولې وویل، د غزني په ټوله جګړه کې يې ...

نور ولوله »

لغمان: پولیسو یو لاریونوال وژلی، پنځه يې ټپيان کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸زمري، ۱۳۹۷ل): د لغمان ځايي چارواکي وايي د دې ولایت په مرکز مهتر لام کې د پولیسو له لوري پر لاریونوالو ډزې وشوې، چې شپږو تنو ته يې مرګ ژوبله واړوله. پولیسو وروسته له هغه پر لاریونوالو ډزې پیل کړې، چې هغوی پر دولتي ودانیو د تېږو وارونه شروع کړل. دغه لاریون د ولایتي شورا د ...

نور ولوله »

لوګر: هوايي برید کې ۱۵ پولیس وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶زمري، ۱۳۹۷ل): د لوګر په ازره کې د بهرنیانو په هوايي برید کې ۱۵ پولیس او پنځه ملکي وګړي وژل شوي دي. د لوګر د ولایتي شورا غړی عبدالولي وکیل وايي تېره شپه طالبانو د ازرې ولسوالۍ پر مرکز او شاوخوا پوستونه بریدونه پيل کړل، چې تر سهاره يې دوام وکړ. هغه وايي بهرنیانو د ...

نور ولوله »

برمک: جنسي ځورونکي پولیس به «صحرايي محاکمه» کړم

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶زمري، ۱۳۹۷ل): د کورنیو چارو وزیر وايي په هوايي ډګر کې د مېرمنو جنسي ځورونکي پولیس به «صحرايي محاکمه» کړي. ویس احمد برمک نن د هوايي ډګر لپاره د ۶۰ تنو افسرانو د معرفۍ په مراسمو کې وویل، چې پولیس باید د پلټڼې په وخت محتاط واوسي، خصوصاً د مېرمنو د پلټنې په وخت کې باید ...

نور ولوله »

کندهار: دوکانداران د پولیسو له باج اخیستنې شکایت کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د کندهار ښار اوسېدونکي وايي د پولیسو له لوري باج اخیستو يې له دوکاندارۍ زړونه تور کړي دي. سلام وطندار؛ د کندهار ښار د میرویس نیکه مېنې د دوو تنو دوکاندارنو په حواله لیکي، چې پولیسو پخپل سر پر هر دوکان ټاکلې پیسې ايښې او باید هره ورځ د دوی باج ورکړل شي. د ...

نور ولوله »

غور: چهارسده کې د پولیسو او اربکیانو تر منځ جګړه شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د غور په چهارسده کې د وژل شوي ولسوال د ملاتړو پولیسو او اربکیانو تر منځ جګړه کې دوه تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. د غورد والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي پولیس دعوه کوي چې اربکیانو له طالبانو سره د میرزا محمد ابراهیم په وژلو کې مرسته کړې، چې له امله ...

نور ولوله »

بادغیس: پولیسو یوه لسیزه د سپيو غوښې خوړلې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د بادغیس چارواکي وايي امنیه قومندانۍ کې ټیټ پوړو او لوړپوړو امنیتي مسؤلینو له یوې لسیزې راهیسې د سپیو غوښې خوړلې. د بادغیس امنیه قومندان فهیم قایم، چې تازه يې دغه دنده پیل کړې، د خپلو کارکوونکو او عسکرو پر وضعیت خواشيني ښوودلې او تر ځان وړاندې امنیه قومندان يې ملامت بللی. هغه ویلي، ...

نور ولوله »

د کورنیو چارو وزارت مني، چې ځواکونه يې په بد وضعیت کې دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د کورنیو چارو وزیر وايي د پولیسو وضعیت ترینګلی دی، خو دومره هم نه دی؛ لکه د دې وزارت پخوانی ارشد مرستیال چې يې یادونه کوي. د کورنیو چارو وزارت پخواني ارشد مرستیال مراد علي مراد ويلي، د افغانستان پولیس په ناوړه حالت کې دي. هغه چې وړمه ورځ له دندې لرې کړای شو، ...

نور ولوله »

فراه: پولیسو په لس افغانۍ موټر چلوونکی وژلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵غويي، ۱۳۹۷ل): د فراه ولایت په فراه رود سیمه کې د لارې پر سر د پوستو پولیسو د لس افغانیو له ورکړې د انکار له امله یو موټر چلوونکی وژلی. بصیر؛ چې د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې اوسېدونکی و، د تېلو شخصي ټانکر يې پر دې لویه لاره روان کړی و، چې له پولیسو سره ...

نور ولوله »

کندهار – روزګان: د پولیسو پر ضد لاریون پینځمې ورځې ته وغځيد

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱غويي، ۱۳۹۷ل): د کندهار – روزګان لویه لاره د ترافیکو پر مخ نن پینځمه ورځ هم تړلې پاتې شوه. سلګونو لاریون کوونکو له تېرو څو ورځو راهیسې د کندهار – روزګان لویه لاره د ترافیکو پر مخ تړلې او غوښتنه کوي چې د کندهار په مربوطاتو کې د پولیسو پوستو کې دې ملي اردو مېشت ...

نور ولوله »