د ټیګونو ارشیف : پولیس

هرات: سلګونو عسکرو د معاشونو لپاره لاریون وکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۱۸مه، ۱۳۹۳ل): په هرات ولایت کې  سلګونو پولیسو د هغوی د معاش د نه ورکړې له امله لاریون کړی دی. د غه پولیس چې شمېر يې تر دریو سوو اوښت د اعتراض په ډول د خپل کنډک په دروازه کې راټول شوي وو او له دولته يې غوښتل چې د دوی د معاش غم ...

نور ولوله »

هلمند: د طالبانو په بريد کې شپږ پولیس وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۱۶مه، ۱۳۹۳ل): د هلمند په مارجه ولسوالي کې د طالبانو له لوري د پولیسو په پوسته کې د برید په مهال شپږ پولیس وژل شوي دي. د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي د دوی ملګرو د خیبر عملیاتو په لړ کې د مارجې په تریخ ناور سیمه کې د سیمټي بلاک سیمې ته څېرمه ...

نور ولوله »

طالبانو له ځانه سره بندي پولیس خپل هیواد وال بللي او خوشي کړي دي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، لیندۍ ۱۶مه ۱۳۹۳ل):  طالبانو په بدخشان ولایت کې هغه ۱۹ تنه عسکر خوشي کړي، چې څه موده مخکې یې د یوې وسلوالي نښتې په ترڅ کې نیولي وه. د بدخشان ولایت د وردوج ولسوالۍ څخه دولتي چارواکو رسنیو ته ویلي چې تیره ورځ هغه پاته پولیس چې د طالبانو سره بندیان وه، خوشي شول. هغوی د ...

نور ولوله »

پر لویو لارو پلټونکي پولیس خپله دنده د خلکو ځورونه بولي

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۱۵مه، ۱۳۹۳ل): په کابل او ولایاتو کې د طالبانو د بریدونو له زور سره جوخت د کورنیو چارو وزارت مسوولینو د هېواد په پلازمېنې سربېره په لویو لارو هم د مسافرو پلټنې ډېرې کړې دي. د کابل ـ کندهار په لویه لاره د میدان ښار په وروستۍ برخه کې د پلټنې مسوول پولیس وايي چې ...

نور ولوله »

کابل: خلک د پولیسو له سختې پلټنې ځورېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): په کابل ښار کې له وروستیو پرلپسې پراخو بریدونو سره جوخت په ښار کې د پولیسو پلټنې ډېرې شوې دي، چې عام وګړي او دولتي مامورین ترې شکایت کوي. د ښار په نږدې هره څلورلارې کې د پلټنې په موخه پولیس ولاړ دي چې د موټر، کالیو او واسکټ پر پلټنې سربېره، کمپیوټر ...

نور ولوله »

هرات: د سپي غوښه پلورونکي نیول شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): د هرات پولیس وايي چې د دې ولایت په نو اباد سیمه کې يې داسې قصابان نیولي چې د سپي غوښه يې پلورله. د هرات د امنیه قومنداني د امنیت امر وايي چې دوی دوه تنه قصابان په داسې حال کې چې له ځانوسره د سپو غوښه او پوستکي لېږدول نیولي دي. د ...

نور ولوله »

څېړنه: اویا سلنه افغان مېرمنې په پولیسو باور نه لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵مه لېندۍ ۱۳۹۳ل): په افغانستان کې نوې ترسره شوې سروې ښيي چې د دې هېواد اویا سلنه مېرمنې په پولیسو او قضايي نظام هیڅ باور نه لري. د اکشن ایډ په نامه یوې برتانوۍ ادارې پخپله څېړنه کې ښوودلې ده چې په سلو کې اویا افغان مېرمنې د حکومت په قضايي نظام او پولیسو بې باوره دي. ...

نور ولوله »

داودزی: موږ لاهم په نظامي برخه کې کمزوري يوو

  نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۲۸مه، ۱۳۹۳ل): د کورنیو چارو سرپرست وزیر عمر داودزي په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو له سفیر سره په خبرو کې وویل چې موږ لا هم په نظامي برخه کې پیاوړتیا ته اړتیا لرو. نوموړي وویل چې که څه هم د افغان عسکرو په روزلو او هغوی ته په روحیه ورکولو کې له ...

نور ولوله »

د کورنیو چارو وزارت: دولتي وسایل دې شخصي نه استعمالېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۲۶مه، ۱۳۹۳ل): د هېواد پر ولایتونو سربېره په مرکز کابل کې هم ګڼ دولتي وسایل د شخصي کارونو لپاره کارېږي. په ښار کې په یوه ورځ کې له ګڼو داسې پېښو سره مخ کېدای شئ، چې د ملي اردو په رینجر موټر کې به د کوم واده لپاره لوښي بار شوي وي او په یوه ...

نور ولوله »

کونړ: طالبانو پر ګڼو پوستو ډله ییز بریدونه کړي

  نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۲۴مه، ۱۳۹۳ل): طالبان وايي چې د خیبر عملیاتو په لړ کې يې تېره شپه د سهار تر اوو بجو پورې د کونړ په ناړۍ ولسوالي کې په ګڼو امنیتي پوستو بریدونه کړي دي. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې په دې بریدونو کې يې درې پوستې له ...

نور ولوله »