د ټیګونو ارشیف : پولیس

غزنی: طالبانو د پوستې قومندان ژوندی نیولی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۱۶مه، ۱۳۹۳ل): د غزني ولایت مرکز ته څېرمه تېره شپه د طالبانو او دولتي نظامي مسوولینو تر منځ په نښته کې دواړو خواو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده. د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د دوی ملګرو تېره شپه نږدې درې بجې د غزني ښار ته څېرمه په اوګره سیمه ...

نور ولوله »

روزګان: پولیسو خپل قومندان او ملګري وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): د روزګان ولایت مسوولین وايي چې د دې ولایت په چارچینو ولسوالي کې څلورو پولیسو په نیمه شپه کې پر خپل قومندان او دوو نورو ملګرو د ټوپک شپېلۍ ور اوړولې دي. د چارچینو ولسوال محمد اسماعیل وايي چې دغه پېښه پرون شپه د دې ولسوالي په سنګر سیمه کې رامنځ ته شوه، ...

نور ولوله »

د کابل پولیسو په پغمان کې پر څلورو ښځو جنسي تیري کوونکي نیولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۹مه،۱۳۹۳ل): د کابل پولیسو هغه ۳تنه پولیس نیولي چې وړمه ورځ يې د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې پر ښځو جنسي تیری وکړ او هم یې ګاڼې او پیسې ځېنې واخېستلې.. د کابل امنیه قومندان جنرال ظاهر ظاهر نن کابل کې خبریالانو ته وویل چې دغه ۳ کسان په غلاوو او هم پر هغو ...

نور ولوله »

طالبان: د قومندان په ګډون پنځلس عسکر تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، وږی ۶مه ۱۳۹۳ل): په داسې حال کې چې تېره ورځ طالبانو په غور ولایت کې ۳۰ عسکر او اربکیان ونیول، دوی یو ځل بیا ادعا کوي چې د جوزجان په دوو ولسوالیو کې ۱۵ پولیس او عسکر ورسره یوځای شوي او په زرمت کې يې د ۴۰ عسکرو قومندان له دوه نورو عسکرو سره نيولی دی. ...

نور ولوله »

پوليس دټولنې خدمتګار که فساد خپرونکي!!

ليکوال : احمد زبير پکتياوال کله هم چې موږ د افغانستان د عامو خلکو په حق کې د پوليسو سرغړونې او د هغوى پر حقه حقوقو د تېرې هره برخه راوسپړو،نو داسې حقايق به مو مخې ته راشي، چې انسان يې په اوريدلو د شرم احساس کوي، او تر سره کوونکى يې له لويه سره انسان نه بلل کيږي. نن ...

نور ولوله »

غور: طالبانو دېرش تنه عسکر ژوندي نیولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۵مه، ۱۳۹۳ل): طالبانو د غور ولایت په پسابند ولسوالي کې دېرش تنه پولیس او اربکیان ژوندي نیولي او لس نور يې وژلي دي. د غور ولایت په پسابند ولسوالي کې تېره ورځ د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ درنه جګړه شوې ده، چې په پایله کې يې طالبانو دېر تنه پولیس او اربکیان ژوندي ...

نور ولوله »

غور: پولیسو ملکي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۳۱مه ۱۳۹۳ل): د غور ولایت په مرکز کې د نشه یي توکو سره د مبارزې د پولیسو لخوا په ډزو کې ۳ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې. پېښه د فیروز کوه اړوند د الندر کلي کې رامنځته شوې. د غور ولایت امنیه قومندان احمدفهیم قایم ویلي چې دغه درې کسانو غوښتل چې واده ته ...

نور ولوله »

هلمند کې یو عسکر خپل ۷ نور عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۳۱مه ۱۳۹۳ل): د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې یو عسکر خپل ۷ نور ملګري عسکر وژلي. پېښه بېګا شپه د کندهار او هلمند په لویه لاره د پولیسو په یوې پوسته کې رامنځته شوې. ویل کیږي چې دغه ۷ عسکر د طالبانو د یو نفوذي عسکر له لورې چې د پولیسو په لیکه کې ...

نور ولوله »

برتانيا: په کانټینر کې ۳۵ افغانان وموندل شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۲۷مه ۱۳۹۳ل): د برتانیا د اسکس ولایت پولیس وايي چې په دغه ولایت کې په یوه سمندري بندرګاه کې په یوه کانټینر کې ۳۵ افغانان وموندل شول، چې یو یې مړ او نور یې په سخته ناروغه حالت کې وه. پولیسو ویلي چې دوی ټول هغه ۳۵ کسان چې په کانټینر کې را ټول کړای ...

نور ولوله »

پکتیکا: مرکز ته څېرمه د پوستې قومندان ځانوژنه کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۲۶مه، ۱۳۹۳ل): د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې ته څېرمه د يوې پوستې قومندان ځانوژنه کړې ده. ویل کېږي د پولیسو د پوستې دې قومندان محمدخېل کلي ته څېرمه په یوه پوسته کې دنده درلوده او تېره ورځ يې په پوسته کې خپل ځان وژلی دی. د پکتیکا سیمه ایز چارواکي له یادې پېښې ناخبري ښيي، ...

نور ولوله »