د ټیګونو ارشیف : پولیس

روزګان: پولیس د لوږې او تندې له لاسه پوستو پرېښودو ته اړ شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د روزګان ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې ملي پولیسو ته له تېرې یوې میاشتې راهیسې خواړه او اوبه نه دي رسېدلي او په لوږه وخت تېروي. د چنارتو ولسوالۍ پولیس وايي، په ورځو ـ ورځو اوبه او خواړه نه ورسېږي او په لوږه او تنده د طالبانو پر ضد جګړه کوي. د کریم ...

نور ولوله »

روزګان: پولیس د تالاشۍ په پلمه خلک لوټي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د روزګان اوسېدونکي وايي، پولیس له دولتي يونیفورم او موټرو په ګټې په رڼا ورځ خلک لوټي. د روزګان مرکز ترینکوټ اوسېدونکو له رسنیو سره په خبرو کې وويل، پولیس د یونیفورم په زور د تالاشۍ په پلمه د خلکو جېبونه لوټي او له دولتي امکاناتو په ګټې يې د خلکو پانګې چور ...

نور ولوله »

کابل: پر وسلو سمبال غلو یو ځوان وژلی

نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۲۸ لړم، ۱۳۹۶): د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند بصیر مجاهد وايي، نن په پنځلسمه امنیتي حوزه کې وسله والو غلو یو ځوان وژلی دی. دی وايي، نن سهار اووه بجې د پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند په پنځه سوه فامیلۍ سیمه کې وسله والو غلو یو ځوان د پیسو لپاره وژلی دی او غله له سیمې ...

نور ولوله »

غزني: د ولایت مقام دوه ساتونکي په خپلمنځي نښته کې وژل شوي

نن ټکی اسيا (چهار شنبه، ۲۴ لړم ۱۳۹۶): د غزني امنیه قومندان مل پاسوال محمد‌‌ زمان وايي، تېره شپه د ولایت مقام دوه ساتونکو خپلو کې له لفظي شخړې وروسته پر یوه بل ډزې کړي او دواړه وژل شوي دي. د قومندان په خبره، دواړو یوه خونه کې اوسېدل، کله یې چې ډزې واورېدې او پولیسو دروازه ماته کړه؛ نو ...

نور ولوله »

دولتي ځواکونه ولي ګدايي ته مجبوریږي؟

سرمقاله ــ د شاه ولي په نوم ملي پولیسو اړوند یو سرتیری وايي چې د کورنیوچارو وزارت په رسمي تشکیلاتو کې تر ۱۵ کلن خدمت او د خدمت په مهال تر زخمي کیدو وروسته اوس په داسې وضعیت کې قرار لري چې نه د اوسیدو لپاره کور او نه هم د ژوندي پاتي کیدو لپاره خواړه لري، له همدې امله ...

نور ولوله »

تخار: د امنیې قومندانۍ د تحویلدار په کور کې د وسلو زېرمه کشف شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ لړم ، ۱۳۹۶):د تخار امنیتي چارواکي وايي، د امنیې قومندانۍ د تحویلدار په کور کې یې د وسلو سلاکوټ کشف کړی، چې بېلابېلې وسلې ترې لاسته راغلي دي. د تخار د امنیې قومندانۍ ویاند خلیل اسیر وايي، تېره ورځ د امنیې قومندانۍ د تحلویدار «بریالي» په کور کې خپل یو همکار وژلی و، چې وروسته ...

نور ولوله »

د ارگ ویاند:د عسکرو له کونډو د جنسي رشوت غوښتلو خبره واقعیت لري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ تله، ۱۳۹۶) د ارګ د دویاندۍ د دفتر مشر شا حسین مرتضوي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې هغه خبره تائید کړه چې وایي د افغانستان د امنیتي ځواکونو د وژل شویو سرتیرو له میرمنو څخه د خپلو وژل شویو میړونو د معاش او نورو مالي امتیازاتو د اخیستلو په ...

نور ولوله »

د زرمت خلک: د اربکیانو له ظلمه تر پوزې رسیدلي یو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ وږي، ۱۳۹۶) نن سه شنبه د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ زرګونه تنه ولسي خلک د دې ولسوالۍ په مرکز تعمیر بازار کې د احتجاج په ډول راغونډ شوي وو او په سیمه کې یې د محلي پولیسو( اربکیانو) له وحشت او ظالمانه کړنو څخه سر ټکاوه. دې ولسي خلکو چې ډیر شمیر یې ...

نور ولوله »

کابل: یو مزدورکار د پولیسو تر وهلو لاندې ساه ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي ۲۶مه ۱۳۹۶ل): د هیواد په پلازمینې کابل ښار کې ملي پولیسو یو تن مزدورکار په وهلو-وهلو وژلی دی. پېښه نن د روژې مبارکې میاشتې په یوویشتمه ورځ د کابل ښار په پل سوخته سیمه کې رامینځته شوې. د راپورونو پر اساس مقتول یو لاسي ګاډی (کراچۍ) درلود او خوراکي توکي یې په کې خرڅول چې ...

نور ولوله »

زابل کې نفوذي پولیس خپل ۶ ملګري وژلي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷ غبرګولی، ۱۳۹۶): د زابل ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې د طالبانو نفوذي عامل خپل ۶ پولیس همکاران وژلي او د سیمي څخه په تېښته بریالی سوی دی. پېښه تېره ورځ (شنبه ۶ غبرګولی) مازدیګر مهال د شینکۍ ولسوالۍ په سوري سیمه کې رامنځته سوي، نفوذي پولیس د ځان سره وسلې او مهمات هم طالبانو ته ...

نور ولوله »