د ټیګونو ارشیف : پولیس

کندهار: دوکانداران د پولیسو له باج اخیستنې شکایت کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د کندهار ښار اوسېدونکي وايي د پولیسو له لوري باج اخیستو يې له دوکاندارۍ زړونه تور کړي دي. سلام وطندار؛ د کندهار ښار د میرویس نیکه مېنې د دوو تنو دوکاندارنو په حواله لیکي، چې پولیسو پخپل سر پر هر دوکان ټاکلې پیسې ايښې او باید هره ورځ د دوی باج ورکړل شي. د ...

نور ولوله »

غور: چهارسده کې د پولیسو او اربکیانو تر منځ جګړه شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د غور په چهارسده کې د وژل شوي ولسوال د ملاتړو پولیسو او اربکیانو تر منځ جګړه کې دوه تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. د غورد والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي پولیس دعوه کوي چې اربکیانو له طالبانو سره د میرزا محمد ابراهیم په وژلو کې مرسته کړې، چې له امله ...

نور ولوله »

بادغیس: پولیسو یوه لسیزه د سپيو غوښې خوړلې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د بادغیس چارواکي وايي امنیه قومندانۍ کې ټیټ پوړو او لوړپوړو امنیتي مسؤلینو له یوې لسیزې راهیسې د سپیو غوښې خوړلې. د بادغیس امنیه قومندان فهیم قایم، چې تازه يې دغه دنده پیل کړې، د خپلو کارکوونکو او عسکرو پر وضعیت خواشيني ښوودلې او تر ځان وړاندې امنیه قومندان يې ملامت بللی. هغه ویلي، ...

نور ولوله »

د کورنیو چارو وزارت مني، چې ځواکونه يې په بد وضعیت کې دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د کورنیو چارو وزیر وايي د پولیسو وضعیت ترینګلی دی، خو دومره هم نه دی؛ لکه د دې وزارت پخوانی ارشد مرستیال چې يې یادونه کوي. د کورنیو چارو وزارت پخواني ارشد مرستیال مراد علي مراد ويلي، د افغانستان پولیس په ناوړه حالت کې دي. هغه چې وړمه ورځ له دندې لرې کړای شو، ...

نور ولوله »

فراه: پولیسو په لس افغانۍ موټر چلوونکی وژلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵غويي، ۱۳۹۷ل): د فراه ولایت په فراه رود سیمه کې د لارې پر سر د پوستو پولیسو د لس افغانیو له ورکړې د انکار له امله یو موټر چلوونکی وژلی. بصیر؛ چې د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې اوسېدونکی و، د تېلو شخصي ټانکر يې پر دې لویه لاره روان کړی و، چې له پولیسو سره ...

نور ولوله »

کندهار – روزګان: د پولیسو پر ضد لاریون پینځمې ورځې ته وغځيد

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱غويي، ۱۳۹۷ل): د کندهار – روزګان لویه لاره د ترافیکو پر مخ نن پینځمه ورځ هم تړلې پاتې شوه. سلګونو لاریون کوونکو له تېرو څو ورځو راهیسې د کندهار – روزګان لویه لاره د ترافیکو پر مخ تړلې او غوښتنه کوي چې د کندهار په مربوطاتو کې د پولیسو پوستو کې دې ملي اردو مېشت ...

نور ولوله »

کابل: دیارلسمه حوزه کې درې پولیس وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵غويي، ۱۳۹۷ل): د کابل ښار امنیتي مسؤلین وايي، تېره شپه دیارلسمه امنیتي حوزه کې د پولیسو په پوسته برید شوی، چې درې تنه پکې ځای پر ځای وژل شوي دي. طلوع نیوز د ځايي اوسېدونکو له قوله وايي چې وسله والو د کمپنۍ پله ته څېرمه د پولیسو پر پوسته سهار وختي برید وکړ، چې درې ...

نور ولوله »

پروان: پولیس «پخپل سر» پر کورونو چاپې اچوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱وری، ۱۳۹۷ل): د پروان ځايي چارواکي وايي پولیس يې پخپل سر د خلکو په کورنو چاپې اچوي. سلام وطندار د پروان د يوې امنیتي سرچينې په حواله چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، ويلي پولیس له همغږۍ پرته عملیات ترسره کوي. دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې تېره ورځ د پروان سلګونو ...

نور ولوله »

پکتيکا: پولیس د جنغوزو شنې وني وهي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱وری، ۱۳۹۷ل):د پکتيکا ولايت د يو شمېر ولسوالیو اوسېدونکي وايي پولیس او نور امنيتي سرتيري په سيمه کې د جنغوزيو شنې وني وهي. د سرچينې په وينا پولیس په زور د جنغوزيو شنې وني وهي او د لرګيو په قیمت يې پر تجارانو پلوري. د زېړوک او ګيان ولسواليو اوسېدونکو رسنيو ته له ځايي پولیسو ياد ...

نور ولوله »

روزګان: اربکیانو او پولیسو خپلمنځي ډزو کې یوه مېرمن وژلې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹کب، ۱۳۹۶ل): د روزګان په چوري ولسوالۍ کې د اربکیانو او پولیسو خپلمنځي ډزو کې يوه مېرمن وژل شوې او درې تنه پولیسو ټپیان دي. د روزګان د ولایتي شورا رییس امیر خان بارکزی وايي، چې پېښه تېره ورځ د یادې ولسوالۍ په مرکز کې رامنځته شوې ده. هغه وايي چې د اربکیانو او پولیسو تر ...

نور ولوله »