د ټیګونو ارشیف : پولیس

د ارگ ویاند:د عسکرو له کونډو د جنسي رشوت غوښتلو خبره واقعیت لري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ تله، ۱۳۹۶) د ارګ د دویاندۍ د دفتر مشر شا حسین مرتضوي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې هغه خبره تائید کړه چې وایي د افغانستان د امنیتي ځواکونو د وژل شویو سرتیرو له میرمنو څخه د خپلو وژل شویو میړونو د معاش او نورو مالي امتیازاتو د اخیستلو په ...

نور ولوله »

د زرمت خلک: د اربکیانو له ظلمه تر پوزې رسیدلي یو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ وږي، ۱۳۹۶) نن سه شنبه د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ زرګونه تنه ولسي خلک د دې ولسوالۍ په مرکز تعمیر بازار کې د احتجاج په ډول راغونډ شوي وو او په سیمه کې یې د محلي پولیسو( اربکیانو) له وحشت او ظالمانه کړنو څخه سر ټکاوه. دې ولسي خلکو چې ډیر شمیر یې ...

نور ولوله »

کابل: یو مزدورکار د پولیسو تر وهلو لاندې ساه ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي ۲۶مه ۱۳۹۶ل): د هیواد په پلازمینې کابل ښار کې ملي پولیسو یو تن مزدورکار په وهلو-وهلو وژلی دی. پېښه نن د روژې مبارکې میاشتې په یوویشتمه ورځ د کابل ښار په پل سوخته سیمه کې رامینځته شوې. د راپورونو پر اساس مقتول یو لاسي ګاډی (کراچۍ) درلود او خوراکي توکي یې په کې خرڅول چې ...

نور ولوله »

زابل کې نفوذي پولیس خپل ۶ ملګري وژلي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷ غبرګولی، ۱۳۹۶): د زابل ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې د طالبانو نفوذي عامل خپل ۶ پولیس همکاران وژلي او د سیمي څخه په تېښته بریالی سوی دی. پېښه تېره ورځ (شنبه ۶ غبرګولی) مازدیګر مهال د شینکۍ ولسوالۍ په سوري سیمه کې رامنځته سوي، نفوذي پولیس د ځان سره وسلې او مهمات هم طالبانو ته ...

نور ولوله »

طالبانو د بادغیس پر قادس ولسوالۍ برید کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ غبرګولی، ۱۳۹۶): د بادغیس ولایت ځايي چارواکو د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په قادس ولسوالۍ کې د جګړو خبر ورکړی دی. د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ تېره شپه (۱ غبرګولی) د قادس ولسوالۍ په دره بوم سیمه کې سختي نښتي سوي دي چې له امله یې د امنیتي ځواکونو ځینو پوستو سقوط ...

نور ولوله »

هلمند: سنګین کې قومندان خپل ۸ تنه پولیس وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ غبرګولی، ۱۳۹۶): د سنګین ولسوالۍ امنیتي چارواکي وایي چې د پولیسو یوه قومندان خپل ۸ تنه پولیس سرتیري وژلي او د وسلو سره یوځای تښتیدلی دی. پېښه د کندهار- هلمند پر لویه لار په سنګین ولسوالۍ کې رامنځته سوي، چارواکي وایي د عبدالمالک په نوم د پولیسو قومندان د خپلي پوستې ۸ تنه پولیس وژلي ...

نور ولوله »

په جلال اباد کې د پولیسو پر ضد مظاهره شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷ وری، ۱۳۹۶): په جلال اباد ښار کې نن یو ملکي کس د پولیسو په ډزو کې وژل شوی دی چې له امله یې پاریدلو ولسي خلکو پر ضد لاریون وکړ او رینګ روډ یې د دوه ساعتونو لپاره د ترافیکو پر مخ تړلی وو. لاریوون کوونکو ویل چې پولیس د غاصبینو سره لاس لري، او ...

نور ولوله »

کابل ښار کې دوه پوليس ترور شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۲۴، ۱۳۹۵ل): کابل ښار کې ناڅرګندو وسله‌ والو دوه پوليس په غلچکي بريد کې وژلي دي. د کابل پوليس وايي، چې دغه پېښه تېره شپه د کابل ښار سويلي سيمې اتمې ناحيې بني حصار سيمه کې شوې ده. د کابل پوليسو وياند بصير مجاهد وايي، دواړه پوليس په امنيتي پوسته کې د تالاشۍ پر ...

نور ولوله »

کابل: د هوايي ډګر د لارې پولیس د تالاشۍ په نامه مسافر لوټوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۲۳، ۱۳۹۵ل): د کابل نړیوال هوايي ډګر څخه ښار ته په غځېدلې لار باندې ملي پولیس له هغو مسافرو پیسې لوټوي چې تازه هیواد ته راستنیږي. د جهان تلویزون د راپور پر اساس دغه لوټ په رڼا ورځ ترسره کیږي او په تېرو شلو ورځو کې لږ تر لږه د پنځو کسانو له جیبونو او ...

نور ولوله »

لوګر: له ډوډۍ د انکار په ګناه عسکرو یو زده کوونکی وواژه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۱، ۱۳۹۵ل): په لوګر ولایت کې دولتي عسکرو یو ځوان وروسته له هغه وواژه چې دوی ته یې د ډوډۍ له ورکړې انکار وکړ. پېښه تېره ورځ د یاد ولایت د مرکز اړوند په خدر سیمه کې رامینځته شوې. وژل شوی ځوان «بلال» نومېد او د ښوونځي په دولسم ټولګي کې شاګرد و. له سیمې ...

نور ولوله »