د ټیګونو ارشیف : پژواک

پژواک: غزني کې پولیس خلک لوټي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱وږي، ۱۳۹۷ل): غزني کې له حکومت نه د خلکو شکایتونو وروسته له هغه زور واخیست، چې طالبان پنځه ورځې پر دې ښار حاکم شول. تازه د پژواک خبري اژانس خبریال د ځايي اوسېدونکو له قوله وايي چې پولیس يې د ښار کوڅه په کوڅه تالاشي کوي، پیسې ترې وړي، موبایل يې پلټي او ارام يې نه ...

نور ولوله »

پژواک: ملي اردو میدان وردګو کې د دریو ماشومانو په ګډون څلور تنه وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳وږي، ۱۳۹۷ل): پژواک د ځايي اوسېدونکو له قوله وايي چې ملي اردو د څو ورځو په اوږدو کې مخامخ او د ډيسي توپونو په ډزو کې د دریو ماشومانو په ګډون څلور تنه وژلي. سرچینه د سید اباد ولسوالۍ د بابکرخېلو د کلي اوسېدونکي کریم الله له خولې وايي چې تېره شپه د دوی کلیوال ...

نور ولوله »

پژواک: ګڼ نوماندان په څارنوالۍ کې دوسيې لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰زمري، ۱۳۹۷ل): پژواک خبري اژانس داسې اسناد خپاره کړي چې پارلماني ټاکنو ته لسګونه نوماندان څارنوالۍ کې بېلابېلې دوسیې لري. د سرچينې په وینا د دې کسانو چې ډېری يې برحاله د ولسي جرګې غړي هم دي، په لویه څارنوالۍ کې د غصب، تښتونو، قاچاق او نورو ډول ډول جرمونو دوسيې لري. پژواک د دې کسانو ...

نور ولوله »

کابل: د صفر یو قطعې ځواکونو خبریالان ډبولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴زمري، ۱۳۹۷ل): د کابل په لوېدیځ کې د صفر یو قطعې پر ځواکونو له موټر بم برید وروسته، دې ځواکونو له پېښې عکاسي کوونکي خبریالان ډبولي. طالبانو نن سهار وختي د پنځمې حوزې اړوند کمپنۍ سیمه کې د صفر یو قطعې پر ځواکونو موټر بم برید وکړ، چې د کابل امنیتي مسؤلینو پکې د څلورو تنو ...

نور ولوله »

نېکولسن: موږ د امریکا او متحدینو لپاره دلته مبارزه کوو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰کب، ۱۳۹۶ل): په افغانستان کې د بهرنیانو عمومي قومندان جنرال نېکلوسن وايي دوی دلته پر افغانستان سربېره د امریکا او د هغوی د متحدینو لپاره مبارزه کوي. هغه له پژواک خبري اژانس سره په تازه مرکه کې ویلي، دوی ته د افغان عسکرو په لیکو کې د ځوانانو موجودیت هیله بښونکی دی. نېکولسن ټینګار کړی چې ...

نور ولوله »

پژواک: لوګر کې ملي اردو په جامع جومات کې پوسته جوړه کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲ سلواغې، ۱۳۹۶ل): پژواک په لوګر کې د خپل ځايي خبریال له قوله ليکي، چې د دې ولایت په بره کي برک ولسوالۍ کې د ملي اردو عسکرو په یوه جامع جومات کې پوسته جوړه کړې او خلک لمنځونو ته نه ور پرېږدي. د سرچينې په قول پوسته د یادې ولسوالۍ په راجان سیمه کې یوه ...

نور ولوله »

پژواک: تېر کال ۲۰۵۰ امنیتي پېښو کې نږدې ۱۵زره تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ مرغومي، ۱۳۹۶ل): پژواک خبري اژانس، پخپل څيړنیز راپور کې وايي، په تېر ۲۰۱۷ میلادي کال کې په ۲۰۵۰ امنيتي پېښو کې نږدې ۱۵ زره تنه افغانان وژل شوي دي. دغه سرچينه د کال په اوږدو کې د خپلو امنیتي خبرونو پر بنسټ وايي، چې دوی له ۲۰۵۰ امنیتي پېښو خبرونه درلودل، چې پکې ۱۴۶۰۰تنه وژل ...

نور ولوله »

د پژواک میاشتنی راپور: د نومبر په میاشت کې ۱۴۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۲۸مه، ۱۳۹۵ل): که څه هم د مني او ژمي په موسم کې د نورو میاشتو په پرتله جګړې کمي وي، خو بیا هم په تېره یوه میاشت کې نیژدې ۱۴۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې. د پژواک خبري اژانس یو مفصل راپور خپور کړی چې په وینا یې دغه شمېرې یې د بېلا بېلو سرچینو ...

نور ولوله »

آیا د خپلواکو رسنیو او ازاد ژورنالیزم په نوم کومه پدیده شته؟

media Afghani Aosanai Rasanai

قاري حبیب د کابل رژیم د ملي امنیت پخواني مشر په خپله فیسبوک پاڼه په نشرکړي لنډ مطلب کې دا خبره افشاءکړې چې د افغانستان د ازادو رسنیو یو تر ټولو وتلې او پیژندل شوې خبري منبع ( پژواک خبري آژانس) په اصل کې د حکومت یوه استخباراتي رسنۍ ده چې کلونه کلونه له ( پټې دولتي بودیجې) څخه تمویل ...

نور ولوله »

غور: د یو ځوان د وژنې اړوند طالبانو د پژواک خبر بې اساسه وباله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو له خپل لوري په غور ولایت کې د يو ولسي وګړي وژل کېدل او د هغه د بدن د غړو غوڅول رد کړي او دا پېښه يې وحشت بللې ده. طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، چې د پژواک خبري اژانس له لوري د دې کار دوی ته منسوبولو دوی ردوي ...

نور ولوله »