د ټیګونو ارشیف : پکتیا

پکتیا کې د هاوان مرمۍ لګېدو له کبله دوه لوبغاړي وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ چنګاښ، ۱۳۹۸): د پکتیا ولایت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د کرېکټ پر لوبغالي د لوبې پرمهال د هاوان هوایي مرمۍ لګیدلي چې له کبله یې دوه لوبغاړي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. د پکتیا والي ویاند عبدالله حسرت نن د سه شنبې په ورځ رسنیو ته ویلي چې پېښه غرمه شاوخوا ۱۲ ...

نور ولوله »

پکتیا: زرمت کې ډرون برید شپږ تنه ولسي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د پکتیا ولایت له زرمت ولسوالۍ څخه خبر وایي چې همدا نن د دې ولسوالۍ د مقرب خیلو په کلي کې امریکایي ډرون الوتکې د ولسي وګړو د سپارلۍ موټر په نښه کړی او شپږ تنه سپاره کسان یې وژلي دي. خبر زیاتوي چې دغه برید نن غرمه لس بجې شوی، چې وژل شوي ...

نور ولوله »

د برایي شپې چاپو او بمبارونو کې ګډو ځواکونو (۳۳) تنه عام خلک وژلي دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ غبرګولي، ۱۳۹۸ل): له پکتیا، پکتیکا، هلمند، میدان وردګ او نورو ولایاتو څخه را رسیدلي خبرونه وایي چې له تیر ماښام راهیسې په یادو ولایتونو کې په بیلابیلو بمبارونو، چاپو او ډزو کې  امریکایي او حکومتي ځواکونو ۳۳ تنه عام وګړي وژلي او ګڼ نور یي ټپیان کړي دي. تېر ماښام د پکتیکا د برمل ...

نور ولوله »

د پکتیا ولایت د ولسي جرګې ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹غويی، ۱۳۹۸ل): سره له دې چې د پارلمان اوولسمه دوره پرانیستل شوه، خو د ټاکنو کمیسیون نن د یو اعلان په ترڅ کې د پکتیا ولایت د ولسي جرګې ټاکنو کې بریالي کسان اعلان کړل. د ټاکنو کمیسیون د اعلان پر بنسټ محمد ابراهیم غښتلی، ډاکټر یاربازخان حمیدي، نصیب مقبل، سید حسن ګردېزی او راضیه سعادت ...

نور ولوله »

پارلمان افتتاح شو، خو د کابل او پکتیا استازیو درک نشته

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷غويی، ۱۳۹۸ل): تېره ورځ محمد اشرف غني له څلور کلن ځنډ وروسته د پارلمان اوولسمه دوره نیمګړې پرانیسته. سره له دې چې د ولسي جرګې ټاکنو کې د کابل او پکتیا ولایتونو وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوې، خو اشرف غني یوازې د کابل استازیو نیستي یاده کړه او په وینا يې پړه يې هم د ...

نور ولوله »

ولسمشر اشرف غني ته د زرمت د محصلینو لیک

د ملي وحدت دحکومت مشر جناب ډاکټر اشرف غني صاحب سلامونه او نیکې هیلې مو ومنئ! هیله ده چې روغ او جوړ به یاست، شپه به مو ښه په ارامه تېره کړې وي. نه به مو چا دروازه در ماته کړې وي او نه به یې په نیمه شپه ماشومان درچغولي او زلمي زامن له بسترو ولاړ کړي او په ...

نور ولوله »

پکتیا او غزني: شپنیو عملیاتو کې ګڼ کورونه او یوه د شیعه ګانو امام بارګاه نړول شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ کب، ۱۳۹۷ل) بیګا شپه د تل په څیر امریکایي او داخلي ځانګړو ځواکونو یو ځل بیا د پکتیا او غزني ولایتونو په بیلابیلو سیمو چاپې وهلې او ولسي خلکو ته یې ځاني او مالي زیانونه پيښ کړي دي. د خبر له مخې بیګا شپه یوولس بجې د غزني ولایت د مرکز مربوط د قره باغي ...

نور ولوله »

پکتیا؛ اربکیانو د یوې کورنۍ اوو تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د پکتیا ولایت مرکز ته څېرمه اربکیانو د یوې کورنۍ پر غړو ډزې کړې د يوې مېرمنې په ګډون يې درې ماشومان وژلي او څلور نور ټپیان کړي دي. پکتیا مېشتی فعال او استاد نور احمد عایل له ځايي چارواکو ګیله کړې، چې پر خپله ولس يې سړي خواره مقرر کړي دي. یاده پېښه ...

نور ولوله »

غزني ته غځېدلې لارې د طالبانو لاس کې دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د غزني ولایت امنیتي چارواکي مني چې د ښار مرکز د محاصرې شکل خپل کړی او سره له دې چې په څنډو کې يې طالبان تګ راتګ کوي، ولایت ته ورغلې لويې لارې هم د طالبانو په لاس کې دي. د کابل – کندهار لویه لار له نږدې دریو میاشتو راهیسې د غزني ...

نور ولوله »

ټاکنې؛ پکتیا کې د څلورو نوماندانو په ګډون نهه تنه څارنوالۍ ته معرفي شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰لړم، ۱۳۹۷ل): پکتیا کې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وايي چې د څلورو نوماندانو په ګډون يې نهه تنه لوړ پوړي ځايي چارواکي څارنوالۍ ته معرفي کړي. د دې کمیسیون مشر هدایت الله عصمتي وویل، د درغلۍ، ناقونونۍ او سرغړونو له امله يې څلور نوماندان، درې ولسوالان او دریو ولسوالیو امنیه قومندانان څارنوالۍ ته معرفي کړي دي. ...

نور ولوله »