د ټیګونو ارشیف : ځنډ

سرور دانش: ټاکنیزو کمیسیونونو ته مو صبر پای ته رسېدلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳مرغومي، ۱۳۹۷ل): د محمد اشرف غني دویم مرستیال چې په ټاکنیزه پروسه کې پرې د ډېر دخالت تورونه هم لګیدلي، ټاکنیزو کمیسیونونو ته ګواښ کړی دی. دانش نن په یوه غونډه کې وویل، د ټاکنیزو کمیسیونونو کمزورۍ نورې د منلو نه دي او په وینا يې «د صبر کاسه په ډکېدو ده.» هغه وویل، تر ټاکنو ...

نور ولوله »

یوناما: ولسمشریزو ټاکنو کې ناسم مدیریت د منلو نه دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰مرغومي، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې د ټاکنو کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډ خبر ورکړ، یوناما يې د هر کلي تر څنګ ګواښ هم خپور کړی دی. د یوناما له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشریزو ټاکنو کې ورته مدیریتي ستونزې د منلو نه دي او باید تکرار نه شي. د سرچینې په حواله ...

نور ولوله »

حقوقپوهان: د ټاکو په ځنډ سره د حکومت نامشروعیت دوام پیدا کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰مرغومي، ۱۳۹۷ل): ګډ حکومت په ۱۳۹۴ل کال کې کې د امریکا د وخت د بهرنیو چارو وزیر جان کېري په امر د امریکا په سفارت کې د عبدالله عبدالله او اشرف غني تر منځ د دوو کلونو لپاره د یو قرارداد پر اساس رامنځته شو. ټاکل شوې وه، چې دې ګډ جوړښت کې به په دوه ...

نور ولوله »

کندهار کې سبانۍ ټاکنې یوه اوونۍ وځنډول شوې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷تلې، ۱۳۹۷ل): ارګ وايي د ملي امنیت شورا په بېړنۍ غونډه کې پرېکړه وشوه، چې کندهار کې ټاکنې یوه اوونۍ وځنډول شي. د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند یو مرستیال شاه حسین مرتضوي پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، د کندهار د خلکو په غوښتنه او د ټاکنو کمیسیون په وړاندیز د امنیت شورا په ناسته کې د ټاکنو ...

نور ولوله »

«کندهار او بلخ کې د ټاکنو ځنډ امکان لري»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶وږي، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وايي که د «لوی ملي ائتلاف» له لوري د ټاکنیزې پروسې پر وړاندې خنډونه دوام ولري، نو کندهار او بلخ کې به ټاکنې وځنډوي. بې بې سې د دې سرچینې په حواله ویلي، چې که يې په یادو ولایتونو کې ټاکنیز دفترونه نه پرانیستل شي، ټاکنې به وځنډوي. د سیاسي ...

نور ولوله »

امریکا پر پاکستان مالي مرسته ځنډولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱وږي، ۱۳۹۷ل): د امریکا دفاع وزارت وايي دوی پر پاکستان هغه ۳۰۰ میلیونه ډالر مرسته ځنډولې چې دې هېواد ته يې ورکوله. د پنټاګون ویاند کن فالکنر ويلي، دوی به دا مرسته هلته ولګوي، چې «اړتیا يې لیدل کېږي.» امریکايي چارواکو پر پاکستان د مرستې د ځنډ علت، له «وسله‌والو» ډلو د دې هېواد ملاتړ یاد ...

نور ولوله »

د راتلونکو ټاکنو لپاره د نوماندانو ارزونه روانه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون وايي د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره د احتمالي نوماندانو ابتدايي لیست به د روانې میاشتې په اوومه خپور کړي. د دې کمیسیون په وینا دوی به د چنګاښ تر شپږمې د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو لپاره د نوماند شویو کسانو اسناد و ارزوي. د ټاکنو کمیسیون یو ویاند ...

نور ولوله »

ولسي جرګې د ټاکنو د ممکنه ځنډ مخالفت وکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ځينو هغو راپورونو له خپرېدو وروسته چې ګواکې حکومت د ټاکنو د ځنډولو هوډ لري، ولسي جرګې توند مخالفت ښکاره کړ. د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د جرګې غړو د حکومت له لوري د ټاکنو ځنډول ناانصافي وبلله او کلک مخالفت يې وښود. د وکیلانو په وینا دوی ته هم اوازې ...

نور ولوله »

د را روانو ټاکنو وروستۍ پایلې به دوه میاشتې وروسته اعلانېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲غويي، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي د ټاکنو له ترسره کېدو دوه میاشتې وروسته به د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړي. د دې کمیسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن په کابل کې خبريالانو ته وویل، د ولسوالیو د شوراګانو او د پارلماني ټاکنو لپاره به د نوماندانو نومونه د جوزا له پنځمې تر ۲۲مې ثبت ...

نور ولوله »

د برېښنايي تذکرو وېش، بیا ځنډول شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۹کب، ۱۳۹۶ل): د برېښنايي تذکرو د وېش اداره وايي، د دې تذکرو وېش یو ځل بیا ځنډول شوی دی. د دې ادارې ویاند روح الله احمدزی وايي، تر څو چې ولسمشر پخپله تذکره نه وي اخیستې، دوی يې بل چاته نه شي ورکولی. هغه وايي په ارګ کې يې د ننه د بایومیټریک پروسه هم ځنډولی ...

نور ولوله »