fbpx

د ټیګونو ارشیف : څرخي پله زندان

څرخي پله زندان کې یوه نوې ودانۍ او روغتون جوړېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱وږي، ۱۳۹۷ل): ارګ وايي محمد اشرف غني په څرخي پله زندان کې د زندانیانو د یوې ودانۍ او یو روغتون ډبره کېښوده. څو اوونۍ وړاندې د څرخي پله زرګونو زندانیانو، د ناسم چلند، بد روغتيايي وضعیت، د دوسیو نه څېړلو او ګڼو نورو ستونزو له امله اعتصاب وکړ، چې تر اونۍ يې هم ډېر وخت دوام ...

نور ولوله »

د څرخي پله زندانیانو ژوند باید وژغورل شي!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: له تیرو اتو ورځو راهیسې د څرخي پله محبس په لسګونو زره زندانیانو د هغوی د غوښتنو په وړاندې د دولتي چارواکو د بي غوري له وجې د نه خوړلو اعتصاب کړی دی. اعتصاب کوونکي چې ډیری يې سیاسي بندیان دي له حکومته غواړي چې د دوي مشروعې غوښتنې دي منظورې او د افغانستان د ...

نور ولوله »

څرخي پله زندان: شپږمه ورځ لا هم د زندانیانو خولې ګنډلې دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰زمري، ۱۳۹۷ل): په څرخي پله کې زرګونو زندانیانو د نه خوړو اعتصاب کړی او له شپږو ورځو راهیسې يې خولې ګنډلې دي. دغه زندانیان چې حکومت په بې غورۍ، بې عدالتۍ او د حق په نه ورکولو تورنوي ټينګار کوي چې که يې غږ وانه ورېدل شي خپل اعتصاب ته به دوام ورکړي. د څرخي پله ...

نور ولوله »

څرخي پله زندان؛ اعتصاب، ځورونې او غوښتنې!

اسیر همت روحاني د پلچرخي زندان د دریم بلاک زندانیانو ټولو د نه خوړو په اعتصاب لاس پوري کړ، دوى ګڼې ستونزي لري؛ چې په لاندې پریکړه لیک کې درج دي: پریکړه لیک ‏زموږ ستونزې په دريو کټه ګوریو ویشل شوې دي په اوله کټه ګورۍ کې پنځه ستونزې درج دي: اول: هغو بندیانو ته چې تقویتي فرمان اوتخفیف لګیدلی ...

نور ولوله »

د څرخي پله زندانیانو اعتصاب څلورمې ورځې ته وغځید

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸غويي، ۱۳۹۷ل): د څرخي پله په درېیم بلاک کې زندانیان د ناسم له چلند له امله له څو ورځو راهیسې اعتصاب کړی دی. د دې بلاک زندانیان وايي چې د ځانګړو ورځو په پلمه د ولسمشر فرمان هم توپیري وي او کله کله دا فرمان یوازې رسنیو کې خپور شي خو عملي کېږ نه. د ...

نور ولوله »

طالبانو د ناروغۍ له امله د زندانیانو پر وفات خواشيني ښوودلې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴غويي، ۱۳۹۷ل): د طالبانو د زندانیانو کمیسیون په خپره کړې اعلامیه کې په زندانونو کې له ناروغانو سره ناسم چلند باندې خواشیني ښوودلې. د دې اعلاميې له مخې په بګرام او څرخي پله زندان کې درې تنه زندانیان له سختو ناروغیو وروسته وفات شوي دي. طالبانو په زندانونو کې ناسم وضعیت غندلی او د بشري ...

نور ولوله »

څرخي پله زندان کې ۲۱ تنو حافظانو د فضلیت پګړۍ وتړلې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د څرخي پله زندان په څلورم بلاک کې ۲۱ تنو ته د قران کریم د حفظ د فضلیت پگړۍ وتړل شوې. د څرخي پله یو زنداني اسیر همت روحاني پر خپل فېسبوک لیکلي، چې دغو ۲۱ تنو ته پرون د فضلیت پګړۍ ور پر سر شوې. اوس مهال د څرخي پله په زندان ...

نور ولوله »

د اباسین درې قاتلین نن اعدام شول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): نن سهار د څرخي پله زندان کې هغه درې تنه اعدام شول، چې دوه کاله مخکې یې ۱۳ کلن اباسین لومړی تښتولی و او وروسته یې وواژه. د کورنیو چارو وزارت د زندانونو عمومي ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، درې تنه یې نن سهار د ولسمشر غني په ...

نور ولوله »

مشرانو جرګه: څرخي پله زندان کې تر ۲۰۰۰ ډېر زندانيان بې برخلیکه پراته دي

Zindanyan-puli-charkhi

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۲۲مه، ۱۳۹۵ل): د مشرانو جرګې غړي وايي چې د څرخي پله زندان کې تر ۲۰۰۰ تنو ډېر زندانیان له کلونو راهیسې بې برخلیکه پراته دي. د مشرانو جرګې غړي زلمي زابلي د دې جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې شاوخوا ۲۲۰۰ تنه زندانیانو له کلونو – کلونو راهیسې دوسیې نه دي څېړل شوې. د ...

نور ولوله »

د څرخي پله ګڼ زندانيان له ټاکلې مودې وروسته هم زندان کې پراته دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۸مه، ۱۳۹۵ل): د څرخي پله زندانيان وايي چې په دې زندان کې ګڼ زندانيان د ندان د مودې له پوره کېدو وروسته لا هم په زندان کې پراته دي. د دوی په خبره د دولت له خوا ورکړل شوې موده يې پوره ده، خو بيا يې هم د خوشي کولو په اړه هیڅ اقدام نه ...

نور ولوله »