د ټیګونو ارشیف : څېړنه

سروې: اسلامي ثقافت افراطیت نه؛ د اسلام اصیل فهم وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸وری، ۱۳۹۸ل): تېره اوونۍ د افغانستان د ستراتېژيکو مطالعاتو مرکز؛ په یوه څېړنه کې دعوه وکړه چې پوهنتونونو کې د اسلامي ثقافت مضمونونه افراطیت خپروي او زیانموونکي دي. دا څېړنه چې رامین کمانګر کړې، پکې راغلي چې د ځینو پوهنتونونو له ۳۷۳ تنو سره يې مرکې کړې او دا برداشت يې ترې اخیستی دی. پژواک خبري ...

نور ولوله »

څېړنه: په نظامي لیکو کې اتیا سلنه مېرمنې له جنسي ځور سره مخ دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱کب، ۱۳۹۷ل): د پیک ریپورټز، په نوم رسنۍ د حکومت په نظامي لیکو کې له څېړنې وروسته ویلي، چې دې لیکو کې خورا لوړه کچه جنسي ځورونې موجودې دي. د سرچینې په وینا په نظامي لیکو کې بوختې مېرمنې يې په بدخشان، هرات، کابل او کندوز کې پوښتلې، چې د اردو، پولیسو او بېلابېلو برخو ...

نور ولوله »

څېړنه: ۸۰ سلنه امریکايي نظامیان روانه جګړه «ستړې کوونکې» بولي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵مرغومي، ۱۳۹۷ل): د برېټ بارټ امریکايي رسنۍ د راپور له مخې هغه نظامي امریکايان چې په عراق او افغانستان کې يې دندې اجرا کړي، پوره ۸۰ سلنه يې پر دې باور دي، چې دا جګړې ناکامه، ستړې کوونکې او خورا اوږدې شوې دي. د سرچینې په وینا دغه څېړنه د نظر پوښتنې په ډول د «سټار ...

نور ولوله »

څېړنه: تر ۶۰ سلنې ډېر نارینه سوله ممکنه بولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳لېندۍ، ۱۳۹۷ل) د اسیا په نوم یو بنسټ د تازه څېړنې پر اساس وايي چې د خوښۍ، نا امیدۍ او راتلونکې ته د هیلو په پار يې له ګڼو کسانو پوښتنې کړې، چې ۶۰ سلنه نارینه او ۴۶،۵ سلنه مېرمنې پر دې باور دي چې سوله ممکنه ده. دوی وايي له همدې امله په روان ...

نور ولوله »

څېړنه: کابل کې ۶۰ سلنه خلک پر ټاکنو باور نه لري، ۴۰ سلنه نور شکمن دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷تلې، ۱۳۹۷ل): کابل کې د راتلونکو ټاکنو په اړه تازه څېړنه ښيي، ۶۰ سلنه خلک پر ټاکنو هیڅ باور نه لري او ۴۰ سلنه نور هم د رایو د ضایعه کېدو اندېښنې اخیستي دي. په کابل کې د دادرس په نوم مدني ټولنې له خبریالانو سره د خپلې سروې د شریکولو پر وخت وویل، د ...

نور ولوله »

څېړنه: ۵۵ سلنه خلک پر ټاکنیزه پروسه باور نه لري

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴وږي، ۱۳۹۷ل): د ستراتېژيکو مطالعاتو مرکز وايي، پر ټاکنیزه پروسه او د ټاکنو پر کمیسیون ۵۵ سلنه خلک باور نه لري. د دې بنسټ د څېړنې له مخې په ۱۳ ولایتونو کې ۳۰۵زره تنه پوښتل شوي، چې یوازې ۴۵ سلنه خلکو ورته د خوښي رایه ورکړې. د دې بنسټ غړي سیف الله طه، وویل، ۵۳ سلنه ...

نور ولوله »

کندوز: د چهاردرې خونړۍ پېښه امریکایان هم څېړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴زمري، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د مېشتو امریکایي پوځيانو ویاند وايي دوی هم په چهاردره کې د شوې بمبارۍ اړوند څېړنه کوي. وړمه اوونۍ د کندوز په چهاردره ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په بمبار کې ۲۸ ملکي وګړي ووژل شول، چې ۱۴ تنه يې د يوې کورنۍ و او ملي دفاع وزارت د همدې ۱۴ ...

نور ولوله »

څېړنه: امریکا کې هر کال تر زرو ډېر کسان ځان وژنه کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ سلواغې، ۱۳۹۶ل): په امریکا کې د یو علمي بنسټ تازه څېړنه وايي، چې په تېرو اتلسو کلونو کې هر کال شاوخوا ۱۰۴۰ تنو ځانونه وژلي دي. د امریکا د کلمبیا پوهنتون د روغتيايي مرکز څېړونکو په یوه طبي ژورنال کې ويلي چې له تېرو دریو – څلورو کلونو راهیسې د ځانوژنې سلنه نوره هم لوړه ...

نور ولوله »

څېړنه: ډېری ځوانان پر راتلونکو ټاکنو باور نه لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د افغانستان د ځوانان ملي او ټولنیزې مؤسسې پخپله تازه څېړنه کې ويلي، ډېری ځوانان پر راتلونکو ټاکنو باور نه لري. د دې مؤسسې سرپرست محمد فهیم بارکزي په کابل کې یوې خبري غونډې ته وويل، دوی په دې څېړنه باندې یو نیم کال کار کړی او له لسګونو ځوانانو سره يې خبرې ...

نور ولوله »

دولت وزیري: د بې بې سې څېړنه کېدای شي ناسمه وي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د بې بې سې د ترسره شوې څېړنې په غبرګون کې ويلي، «کېدای شي له واقعیته لرې وي.» وزيري په خپره کړې خبرپاڼه کې په ګڼو سیمو کې د طالبانو د حرکاتو پخلی وکړ، خو د خاورې له تسلطه يې چورلټ انکار وکړ. بې بې سې ...

نور ولوله »