د ټیګونو ارشیف : چارواکي

برېښنا شرکت: زرګونه شرکتونه او اشخاص مو نږدې څلور میلیارده افغانۍ پوروړي دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵مرغومي، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، زرګونه شرکتونه او اشخاص يې له څو کاله راهیسې نږدې څلور میلیارده افغانۍ پوروړي دي او د لګول شوې برېښنا پیسې نه ورکوي. د دې شرکت ویاند وحیدالله توحیدي ازادي راډیو ته ويلي، شاوخوا درې زره کسان او شرکتونه يې پوروړي دي او له پور ورکولو انکار ...

نور ولوله »

د کابل والي: د برېښنا وېش د وکیلانو په خوښه او نا انصافه دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴مرغومي، ۱۳۹۷ل): په کابل کې د برېښنا پرې کېدو خلک اندېښمن کړي او د برېښنا ریاست د چارواکو په وینا په ۲۴ ساعتونو کې یوازې شپږ ساعته برېښنا لري. د کابل والي یعقوب حیدري وايي، د کابل برېښنا د ملي شورا د غړو په خوښه وېشل شوې چې خلکو ته پکې هیڅ پام نه دی شوی، ...

نور ولوله »

غزني؛ چارواکي محلي اردو ته خوښ؛ خو خلک يې د اربکیانو تکرار بولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د غزني چارواکي وايي په دې ولایت کې روان ګډوډ حالت د کنټرول لپاره يې سیمه‌ییزې اردو ته سترګې نیولې دي. د غزني د والي ویاند وحید الله کلیمزي ازادي راډیو ته ویلي، تمه لري چې د دې اردو په جوړېدو سره به له لاسه وتلې سیمې بېرته لاس ته ورشي او هم به ...

نور ولوله »

د سمنګان چارواکي: تښتول شوي موټر چلوونکي خوشي کړل شوي دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د سمنګان چارواکي وايي، په دې ولایت کې تښتل شوي موټر چلوونکي بېرته خوشي کړل شوي دي. د سمنګان د ښکته دره‌صوف ولسوالۍ ولسوال ازادي راډيو ته ويلي، چې شاوخوا ۵۱ تنه موټر چلوونکي وړل شوي و، چې بېرته را خوشي کړل شول. هغه وايي چې دا کسان طالبانو د دې ولسوالۍ په خوش‌دره ...

نور ولوله »

«چارواکي تر ځان دېوالونه تاووي، د ولس کیسه کې نه دي»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱لېندۍ، ۱۳۹۷ل): وړمه شپه، کابل کې اورانوس تالار کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د میلاد په مناسبت غونډه کې چاودنې درانه تلفات واړول. د دې پېښې د قربانیانو خپلوان وايي، حکومت د خلکو امنیت نه شي نیولی او یوازې تر خپلو ځانونو پر دېوالونو را تاوولو بوخت دي. د راز محمد په نوم ...

نور ولوله »

ویسا: ډېری چارواکي د روان حالت لامل دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۰لړم، ۱۳۹۷ل): پلازمېنه کابل کې د تېر ماښام خونړۍ پېښه د بېلابېلو رسنیو سرټکی ګرځېدلی، چې ویسا خپلواکې ورځپاڼې خپله سرمقاله کې دا د چارواکو د غوښتنې دوام بللی دی. ورځپاڼې د نننۍ ګڼې سرمقاله د «ولس د ځواب په انتظار دی!» تر سرلیک لاندې د سولې اړوند چارواکي مخلص نه دي بللي. د سرمقالې د ...

نور ولوله »

د کابل پر لاریون د ارګ او پخوانیو چارواکو رسنیزې ناندرۍ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲لړم، ۱۳۹۷ل): تېره ورځ کابل کې په غزني کې د وروستیو پېښو په غبرګون کې د حکومت پر ضد لاریون وشو. لاریونوال، چې یوازې په دوو مشخصو ولسوالیو کې يې د جګړې له امله د حکومت پر ضد شعارونه ورکول، د ارګ څنګ ته را ټول شوي و. که څه هم دا لاریونونه یوازې د ...

نور ولوله »

امنیتي چارواکو شمال کې د ټاکنو په اړه د جنبش څرګندونې رد کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴وږي، ۱۳۹۷ل): امنیتي چارواکي وايي شمال کې ټاکنې کېدونکې دي او د جنبش ګوند څرګندونې سمې نه دي. د ګډ حکومت د لومړي مرستیال جنرال دوستم ګوند ویلي و، په شمال کې وضعیت ترېنګلی شوی او ټاکنې امکان نه لري. د جنبش یو مخکښ غړي کنشکا ترکستاني رسنیو ته د نمونې په ډول فاریاب یاد کړی، ...

نور ولوله »

فاریاب : چارواکي وايي طالبانو ۵ پوستې نيولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ غويي، ۱۳۹۷ل):د فاریاب ولايت دولتي چارواکي وايي طالبانو په پښتونکوټ او بل څراغ ولسواليو کې پر امنيتي پوستو بريدونه کړي. د دوی په وينا د طالبانو د بريدونو له امله پنځه پوستې سقوط شوي ، ۷ تنه اربکيان او پولیس وژل او ۵ نور ټپيان دي. د پښتونکوټ ولسوال میرویس پارسا وايي : تېره شپه ...

نور ولوله »

چارواکي: له پاکستان سره سوداګریزې ستوزې هوارېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲کب، ۱۳۹۶ل): د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وايي له پاکستان سره د سوداګرۍ پر مخ را منځته شوې ستونزې پر هوارېدو دي. د دې خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي، تېره پنجشنبه يې په اسلام اباد کې د سوداګریزو پلاوو تر منځ خبرې اترې مثبتې تمامې شوې دي. هغه ازادۍ راډیو ته وویل، هلته پرېکړه شوې ...

نور ولوله »