د ټیګونو ارشیف : چاودنه

د ترکیې په پلازمینه انقره کې چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۲۸مه، ۱۳۹۴ ل): د ترکیې په پلازمینه انقره ښار کې د نظامي ادارو پر یوه موټر چاودنه وشوه، چې له امله یې پنځه تنه مړه او لس تنه نور ټپیان شوي دي. تر اوسه د مړو او ټپیانو کره او وروستی شمېره نه ده اعلان شوې، خو لږ مخکې د پلازمیني ښاروال یاده لومړنۍ شمیره ...

نور ولوله »

فاریاب: میمنه کې چاودنه وشوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): څو شېبې وړاندې د فارياب په مرکز کې د درنې چاودنې غږ واورېدل شو. لومړني معلومات ښيي چې چاودنه د عزيزي بانک مخې ته په یوه بایسکل کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو په وسیله ترسره شوې ده. عیني شاهدان وايي چې تر اوسه يې درې تنه ټپیان لیدلي دي، خو ...

نور ولوله »

کندهار: طالبان وايي ميوند کې يې لسګونو ګډو عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): طالبان وايي د کندهار په میوند ولسوالۍ کې يې په زوروره چاودنه کې لسګونو بهرنیو او کورنیو ته مرګ ـ ژوبله اړولې ده. طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې د میوند ولسوالۍ په برنګ کاریز سیمه کې په «تکتیکي» چاودنه کې ۳۰ کورني او بهرني عسکر وژلي او ګڼ نور يې ...

نور ولوله »

پکتيکا: یحی خېل کې چاودنې مرګ ـ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): د پکتیکا ولایت امنیتي مسوولین وايي چې د دې ولایت په یحی خېل ولسوالۍ کې چاودنې پنځه تنه وژلي او پنځه نور يې ټپیان کړي دي. د یحی خېل ولسوالۍ ولسوال موسی خان خروټی وایي چې چاودنه د یو تن بريدګر له لوري وشوه او په وينا يې وژل شوي او ټپیان ټول ...

نور ولوله »

په کوټه ښار کې د چاودني وروسته انځورونه او ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۷مه، ۱۳۹۴ ل): نن د بلوچستان ایالت په کوټه ښار کې محکمې ته نیژدې د ایف سي ځواکونو موټر ته نیژدې زوروره چاودنه وشوه، چې له امله یې د دوه ایف سي عسکرو په شمول نهه تنه ولسي وګړي هم ووژل. په دغه چاودنه کې ۳۶ نور کسان هم ټپیان شوي دي. د پيښي سمدستي ...

نور ولوله »

جلال اباد: دويمه ناحيه کې چاودنې ۱۶ تنه ټپيان کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): د ننګرهار په جلال اباد ښار کې د چاودنې له امله ۱۶تنه ټپیان شوي دي. د ننګرهار د والي وياند وايي چې چاودنه نن غرمه مهال د دویمي ناحيې اړوند د علي بابا خصوصي شرکت په موټر کې وشوه. عطاالله خوږياڼي وايي چې د دې شرکت په موټر کې یو لاسي بم موندل ...

نور ولوله »

کندهار: د ریګستان امنیه قومندانۍ کې ۱۸ پولیس مسموم شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۴مه، ۱۳۹۴ل): د کندهار د ریګستان ولسوالۍ په امنیه قومندانۍ کې ۱۸ پولیس مسموم شوي دي. لومړني معلومات وايي چې په د ریګستان په امنیه قومندانۍ کې مسموم شوي پولیس د خپلو ملګرو له لوري د زهرجنو خوړو په وسیله مسموم شوي دي. د ریګستان ځايي چارواکي وايي چې مسموم شوي پولیس يې روغتيايي مرکز ...

نور ولوله »

هلمند: امنیه قومندانۍ کې چاودنې مرګ ـ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۳مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند په امنیه قومندانۍ کې د ننه چاودنې ۱۳ تنو ته مرګ ـ ژوبله اړولې ده. د هلمند امنيتي مسوولینو د پېښې پخلی کړی او ويلي يې دي چې چاودنه د نشه يي توکيو پرضد مديريت کې شوې ده. د هلمند امنیه قومندان عبدالرحمن سرجنګ وايي چې تېر ماښام مهال په یاد ...

نور ولوله »

کابل: ننني بريد کې د «موبي ګروپ» ۳۲ تنو کارکوونکو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): نن ماښام شاوخوا پنځه بجې د کابل ښار په دارالامان سیمه کې د موبي ګروپ د کارکوونکو پرموټر سرتېری بريد وشو. د کابل امنیه قومندان وايي چې په دې بريد کې د موبي ګروپ ۷ تنه کارکوونکي وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي. سیمې ته څېرمه عیني شاهدان وايي چې په بريد کې ...

نور ولوله »

کابل: د روسیې سفارت ته نیژدې زوروره چاودنه وشوه

نن ټکی آسیا – عاجل: په پلازمینه کابل کې د دار الامان پر سړک باندي زوروه چاودنه وشوه. تر اوسه په دقیقه د چاودني نوعیت نه دی څرګند شوی، او نه هم د چاودني هدف مالوم دیو خو د سیمي څخه خبریالان وايي چې چاودنه د روسیې سفارت او پخواني پارلمان ته نیژدې شوې. ځیني عیني شاهدانو د مرګ ژوبلي ...

نور ولوله »