fbpx

د ټیګونو ارشیف : چورلکه غورځېدل

بیړنی خبر: «کشر طالب» په هلمند کې چورلکه را نسکوره کړه / ویډیو

نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۲۳ غویی ۱۳۹۷): طالبانو د هلمند ولایت د ګریشک ولسوالۍ په نهرسراج سیمه کې د چاپې پر مهال د کمانډو ځواکونو یوه چورلکه ویشتلې ده او په وینا یې په کښي سپاره عسکر هم وژل شوي دي. د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي نن ټکی اسیا ته په رالیږلي لنډ پيغام کې ویلي چې د الوتکې ...

نور ولوله »

د الوتکې د غورځېدو په پېښه کې څلور امریکايي عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶وری، ۱۳۹۷ل): د امریکا د کالیفورنیا ایالت په جنوبي برخه کې د مکسیکو پر سرحد د امریکايي سمندري ځواکونو «مارینز» یوه چورلکه غورځېدلې چې له امله یې د پوځي چارواکو په وینا ۴ مارینز عسکر وژل شوي دي. تر اوسه د چورلکې د غورځېد اصل علت نه دی په ډاګه شوی خو د امریکايي رسنیو د ...

نور ولوله »

د امریکايي ځواکونه چورلکه غورځېدلې، دوه عسکر وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د امریکايي ځواکونو ویاند ویلي چې یوه اپاچي چورلکه تېره ورځ شنبه سهار وختي د کالیفورنیا په ایالت کې وغورځېده چې له امله یې دوه تنه پیلوټان هم ووژل شول. لیفټنټ کولونیل جاسون براون رویټرز خبري اژانس ته په استولي پيغام کې ویلي چې د چورلکې د غورځېدو پر پيښې دوی تحقیقات پیل ...

نور ولوله »

نورستان:  برګمټال کې چورلکه ویشتل شوې

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۳ لړم، ۱۳۹۶): د نورستان د برګمټال ولسوالۍ مرکز ته څېرمه د دولتي ځواکونو چورلکه ویشتل شوې. چورلکه د طالبانو له لوري هغه مهال په نښه شوې چې غوښتل یې د ولسوالۍ مرکزي ودانۍ ته څېرمه ناسته وکړي. پېښه تېره ورځ مازدیګر مهال شاوخوا څلور بجې رامنځته شوې. د نورستان دولتي چارواکو ویلي چې طالبانو یوه ...

نور ولوله »

يمن: د چورلکې په نسکورېدو کې د سعودي ۱۲ تنه عسکر وژل شوي

Getty 041912 BlackHawkHelicopter

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ وري، ۱۳۹۶): په یمن کې د سعودي ځواکونو یوه چورلکه را نسکوره شوې چې له امله یې ۱۲ تنه عسکر وژل شوي دي. د راپورونو سره سم د سعودي ځواکونو چورلکه د یمن په مآرب ښار کې د حوثي ملیشو له لوري په نښه شوې، چې له امله یې څلور تنه پوځي افسرانو په ...

نور ولوله »

تخار: طالبانو د دولتي ځواکونو یوه چورلکه نسکوره کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۵، ۱۳۹۵ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې ددوی جنګیالیو د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دولتي ځواکونو یوه هلیکوپتر الوتکه په نښه کړې چې وروسته په دشت ارچي سیمه کې را نسکوره شوه. نوموړي وویل چې د دولتي ځواکونو دوه هلیکوپتر الوتکې سیمي ته راغلې وي تر څو ...

نور ولوله »

په هرات کښي یوه چورلکه نسکوره شوې ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومی ۷، ۱۳۹۵ل): د هیواد په لویدیځ د هرات ولایت د شینډنډ په لویه فوځي اډه کښي د ملي اردو یوه نظامي چورلکه را نسکوره شوې ده. د چورلکې پیلوټ چې د الوتکي له غورځېدو وروسته ژوندی پاته شوی، رسنیو ته ویلی چي چورلکه د مقناطیسی بم د چاودنی له امله نسکوره شوه. خو د ...

نور ولوله »

اشرف غني د جنرال غوري د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ – انځورونه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۱۱مه، ۱۳۹۵ل): دوه ورځي وړاندي (سه شنبه، لېندۍ ۹مه، ۱۳۹۵ل) دفاع وزارت اعلان وکړ چې بالامرغاب ولسوالۍ په موري چاق سیمه کې ددوی یوه چورلکه وغورځېده چې امله یې د ۲۰۷ ظفر قولي اردو قومندان جنرال محي الدین غوري ووژل شو او یو شمېر نور لوړ پوړي چارواکي ټپيان شول. ولسمشر اشرف غني تېره ورځ ...

نور ولوله »

د چورلکي غورځېدو په پيښه کې د قول اردو قومندان وژل شوی او جګپوړي چارواکي ټپيان دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۹مه، ۱۳۹۵ل): د دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ددوی یوه چورلکه د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ په موري چاق سیمه کې غورځېدلې چې له امله یې د ۲۰۷ ظفر قول اردو قومندان وژل شوی دی. د دفاع وزارت د ویاند مرستیال احمد رادمنش رسنیو ته ویلي چې ...

نور ولوله »

په لوګر کې د ملي اردو یوه چورلکه غورځېدلې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، لړم ۲۶مه، ۱۳۹۵ل): د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالي کې د ملي اردو یوه چورلکه غورځېدلي چې له امله یې د مرګ ژوبلي په اړه یې ضد او نقیض څرګندوني شوي. د ملي اردو سرچیني وايي چې تېره شپه ددوی اړوند یوې چورلکي د تخنیکي عوارضو له امله بیړنۍ ناسته وکړه چې له امله ...

نور ولوله »