د ټیګونو ارشیف : چورلکه

بغلان کې طالبانو پوځي چورلکه رانسکوره کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ تله، ۱۳۹۸ل): طالبانو د بغلان ولايت مرکز کې پوځي چورلکه ويشتلې او رانسکوره کړې ده. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تيره ورځ يې د بغلان ولايت مرکز اړوند میاګانو سيمه کې يوه دولتي چورلکه ويشتلې او رانسکوره کړې ده. مجاهد ويلي چې چورلکه ډنډ شهاب الدين ته د عملياتو لپاره ورغلې وه ...

نور ولوله »

کندهار کې د اردو چورلکه او هلمند کې د امریکا بې پیلوټه الوتکه غورځېدلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱وری، ۱۳۹۸ل): د کندهار چارواکي وايي، د ملي اردو یوه چورلکه نن سهار مهال هوايي ډګر کې د ننه غورځېدلې ده. د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي وايي، چې پېښه کې دوه پیلوټان ټپیان شوي او په وینا يې چورلکه د تمریناتي الوتنې پر مهال د تخنیکي ستونزو له امله غورځېدلې. دفاع وزارت د ...

نور ولوله »

امریکا کې يوه چورلکه نسکوره شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰سلواغې، ۱۳۹۷ل): د امريکا په اوهايو ايالت کې يوه امبولانس چورلکه د ناروغانو د انتقال پر مهال رانسکوره شوې ده چې له امله يې درې تنه وژل شوي دي. د امريکا رسنۍ د اوهايو ايالت د چارواکو له قوله وايي چې دا امبولانس چورلکه د اوهايو ايالت د کولومبوس ښار په سل کېلو مترۍ کې په ...

نور ولوله »

کندهار مرکز کې پوځي چورلکه نسکوره شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د کندهار په مرکز کې هوايي ډګر ته څېرمه چورلکه نسکوره شوې ده، چې ځاني تلفات يې هم اړولي دي. د راپورونو له مخې دغه چورلکه تېره شپه هواي ډګر ته څېرمه را نسکوره شوه، خو په اړه يې نور جزییات په لاس کې نشته. ځينو سرچینو ویلي چې د چورلکې د عملې له ...

نور ولوله »

کابل؛ طالبانو سروبي کې چورلکه غورځولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰لېندۍ، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي د کابل په سروبي ولسوالۍ کې يې د ملي اردو یوه چورلکه را غورځولې ده. پېښه تېره ورځ نږدې غرمه مهال د سروبي په انارګي سیمه کې وشوه، چېرته چې د طالب سرتېرو حضور پراخ یادېږي. طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، چې لا يې هم د ځاني تلفاتو په اړه ...

نور ولوله »

کندهار؛ معروف کې پوځي چورلکه رانسکوره شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳لېندۍ، ۱۳۹۷ل): طالب سرتېرو د کندهار په معروف ولسوالۍ کې یوه پوځي چورلکه را نسکوره کړې او پکې عمله ټوله وژل شوې ده. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په دې چورلکه کې يې تر شلو ډېر عسکر وژلي دي. هغه لیکلي: «د کندهار په معروف ولسوالۍ کې مجاهدینو د مزدور دښمن ...

نور ولوله »

هغه حکومت چې د خپلو مړیو د را ټولولو وس نه لري

احمد مختار د تیر اکتوبر په ۳۰ نیټه له فراه څخه هرات ته تلونکې یوه پوځي څرخکه د اناردرې او شینډنډ ولسوالیو ترمنځ ساحه کې را نسکوره کړای شوه . یاده څرخکه د ملي دفاع وزارت مربوط او مجموعا ورکې ۲۵ تنه سورلۍ یې لرلې چې ټول ورکي ووژل شول. نن د یادې څرخکې له نسکوریدو څخه خواوشا ۱۷ ورځې ...

نور ولوله »

طالبان: د چورلکې د مړو په جسدونو پیسې نه دي اخيستل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴لړم، ۱۳۹۷ل): تيره ورځ په رسنيو کې داسې راپورونه خپاره شول چې د فراه د چورلکې په پيښه کې د وژل شويو کسانو د جسدونو د سپارلو په بدل کې طالبانو پیسې اخيستې دي، خو طالبانو دا ادعا رد او له حقيقته لرې بللې ده. تيره اوونۍ د فراه ولايت په انار درې ولسوالۍ کې د ...

نور ولوله »

فراه چارواکي: د چورلکې له نسکورېدو وروسته جسدونه له طالبانو سره پاتې دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳لړم، ۱۳۹۷ل): له شاوخوا یوه اوونۍ ځنډ وروسته د فراه چارواکو غیر مستقیم ومنله، چې چورلکه طالبانو ویشتلې او ان د وژل شویو جسدونه له دوی سره پاتې دي. تېره اوونۍ د فراه او هرات تر منځ چورلکه د طالبانو په برید کې را نسکوره شوه، چې د ولایتي شورا د رییس، غړې او د ۲۰۷ظفر ...

نور ولوله »

ټاکنو کمیسیون: فراه کې نسکوره شوې چورلکه کې ټاکنیزې پروسې ته هم زیان رسېدلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲لړم، ۱۳۹۷ل): تېره اوونۍ په فراه کې د چورلکې نسکورېدو کې د فراه د ولایتي شورا د مشر، یوې غړې او د ۲۰۷ ظفر قول اردو د مرستیال په ګډون ټول ۲۷ تنه ووژل شول. تازه په دې ولایت کې د ټاکنو کمیسیون وايي په دې چورلکه کې د رایو شپږ صندوقونه هم له منځه تللي ...

نور ولوله »