د ټیګونو ارشیف : چورلکې

محقق جوزجان کې د داعش ژغورنه د حکومت همکاري بللې ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰زمري، ۱۳۹۷ل): د اجراییه ریاست دویم مرستیال او د وحدت ګوند مشر محمد محقق په تازه څرګندونو کې په جوزجان کې له داعشیانو سره د حکومت مرسته غندلې ده. نږدې دوه اوونۍ وړاندې په جوزجان کې د طالبانو تر بریدونو لاندې داعشیان د حکومتي چورلکو په مټ د جګړې له ډګره خوندي شبرغان ته ورسول شول. ...

نور ولوله »

جوزجان ولایتي شورا: داعش وسله‌وال د جګړې له ډګره چورلکو کې ایستل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰زمري، ۱۳۹۷ل): طالبانو نن په جوزجان کې د داعش وسله‌والو د بشپړ ختمېدلو خبر ورکړ، خو یاده کړې یې ده چې له دوی تښتېدلي داعش جنګیالي د کابل ادارې په چورلکو کې خوندي ځایونو ته ورسول. د جوزجان ولایتي شورا غړي هم مني چې د جګړې له ډګره داعش وسله‌وال د چورلکو په وسیله ایستل شوي ...

نور ولوله »

ناټو: د بلاک هاک چورلکو نوې جوپه افغان هوايي ځواک ته سپارل کیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): په افغانستان کې د ناټو رسنیز دفتر ویلي چې د افغانستان هوايي ځواکونو ته به د بلاک هاک امریکايی چورلکو نوې جوپه د راتلونکې کال ۲۰۱۸ په جنوري میاشت کې وسپارل شي. امریکا غواړي چې د افغان هوايي ځواکونو الوتکې نوي او د روسي پر ځای امریکايي چورلکې ورکړي چې ټاکل شوې په ...

نور ولوله »

طالبان: دولتي چورلکې به د رینجرو په شان زمونږ مټ قوي کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶ تله، ۱۳۹۶): تېره ورځ امریکایانو په کندهار کې دولتي عسکرو ته دوه (بلک هاک) ډوله چورلکې ورکړې او په تعقیب یې امریکايي قومندان جنرال نیکولسن او د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني طالبانو ته ګواښونه وکړل چې وسلې په ځمکه کښیږدي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یې په غبرګون کې ویلي چې دغه الوتکې ...

نور ولوله »

طالبان: هند دې افغانستان ته د وژلو او ورانولو اسباب نه رالېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۱۵مه ۱۳۹۵ل): طالبانو د هند په هیواد غږ کړی چې له کابل حکومت سره د پوځي تجهیزاتو له مرستو ډډه وکړي، ځکه چې په خبره یې، هغوی پرې بیرته ملت وژني او عام المنفعه تاسیسات پرې ویجاړوي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې اعلامیې په ترڅ کې ویلي چې افغانان د نورو هیوادونو ...

نور ولوله »

هند افغانستان ته درې چورلکې ورکوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): د ملي دفاع وزارت وايي چې هندوستان افغان هوايي ځواکونو ته درې مي ـ ۲۵ ډوله چورلکې ورکوي. د ملي دفاع وزارت وايي چې د دې چورلکو د مرستې ژمنه هند ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه د ملي امنيت سلاکار حنیف اتمر د سفر پ رمهال شوې وه. ...

نور ولوله »

پکتیکا وال: په خوشامند ولسوالۍ کې ناپېژاندو چورلکو الوتنې پیل کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): د پکتیکا اوسېدونکي وايي چې له څو ورځو راهیسې د خوشامند ولسوالۍ په مربوطاتو کې ناپېژاندو چورلکو الوتنې پیل کړې دي. د پکتيکا په مرکز کې د دې سیمې اوسېدونکي وايي چې دوی وېره لري، په خوشامند کې هم لکه ننګرهار کې ځينې مخ پټي وسله وال کوز نه کړي. د خوشامند اوسېدونکي ...

نور ولوله »

ننګرهار: تورغر کې امريکايي چورلکو مخ پټي وسله وال کوز کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱، ۱۳۹۴ل): د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې تېر مازیګر د دې ولسوالۍ اړوند په هجرت کلي کې د بهرنیو ځواکونو چورلکو ګڼ مخ پټي وسله وال کوز کړل. د دوی په خبره له بېښې څو ساعته وروسته طالبانو هم د سیمې له اوسېدونکو سره اړیکه ونیوله چې ستاسې سیمې ته ...

نور ولوله »

افغانستان له هنده څلور نظامي چورلکې اخلي

نن ټکی اسيا (شنبه، لړم۱۶مه ۱۳۹۴ ل): افغانستان له هندوستان څلور نظامي چورلکې اخلي څو د وسله‌والو طالبانو پر ضد بریدونو کې يې وکاروي. انډین ایکسپریس ورځپاڼې په کابل او نوې ډيلي کې د سرچېنو له قوله لیکلي دي چې د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر به نوې ډیلي ته د نومبر پر ۷مه ورشي او Mi-25 ډوله روسۍ جنګي ...

نور ولوله »

بدخشان کې د بهرنیانو چورلکه نسکوره شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۹مه ۱۳۹۳ل): طالبانو د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو یوه چورلکه نسکوره کړې ده. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د بهرنیو ځواکونو چورلکه د بدخشان ولایت جرم ولسوالۍ په شخ کر سیمه کې هغه مهال وویشتل شوه چې د بمبار په نیت سیمې ته راغلې وه. مجاهد زیاتوي چې ...

نور ولوله »