د ټیګونو ارشیف : چور

بغلان: اربکیانو د خلکو د کورونو لوټ ته مټې را بډ وهلې

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۸مه، ۱۳۹۴ل): د بغلان تر جګړې لاندې اوسېدونکي وايي چې پولیسو او د سیمې اربکيانو د خلکو د کورونو لوټ ته مټې را بډ وهلې دي. د دوی په خبره اربکیانو د ډنډ شهاب الدين په میاخېل او لوګریانو کلیو کې د خلکو کورونه لوټ کړي او هغوی له خپلو کورونو وتلو ته اړ کړي ...

نور ولوله »

کابل بانک له چانه او څرنګه خپل پورونه راټولوي؟

شیرزاد په زړو مکروریانو کی مونږ یو پنځه خونیز اپارتمان لرو. پلار می د ظاهر شاه د واکمنی په وخت کی اخستی و او د خدای بخښلی داود خان په دوره کی یې قسط خلاص ، او شرعی قواله یی تر لاسه کړه چی همداوس قواله زمونږ په اختیار کی ده. کله چی ښاغلی اشرف غنی د هیواد ولسمشر وټاکل ...

نور ولوله »

اندړ، اربکیان او غلاوې

Arbak01010

محمد انور افغان شاوخوا درې کاله د مخه د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د طالبانو پر وړاندې سیمه ییز پاڅون وشو، دغه لړۍ له دې سیمې پیل بیا د هیواد تر نورو سیمو پورې ورسېده، سیمه ییز پاڅون د اربکیانو د رامنځ ته کېدو لپاره خورا ښه چانس وه، له دې جریانه وروسته په دې ولسوالۍ کې اربکیان ...

نور ولوله »

بهرنيانو له وارد شویو تېلو نه یوازې لس سلنه مصرف کړي

نن ټکی اسییا (چهارشنبه، مرغومي ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): په افغانستان کې د ناټو تر چتر لاندې عسکرو له وارد شویو تېلو نه یوازې لس سلنه مصرف کړي او ۹۰ سلنه يې په ازاد بازار کې پلورل شوي دي. دا څرګندونې د ولسي جرګې د نشه یي توکو سره د مبارزې کمیسیون مشر حمیدزي لالي وکړلې. لالي وویل چې د وارد شویو ...

نور ولوله »

ولسي جرګه: فيروزي د اوه میلیونه ډالره رشوت په بدل کې خوشي شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۱مه، ۱۳۹۴ل): د ولسي جرګې غړي وايي چې د کابل بانک په لوټ کې ښکېل او په لس کاله بند محکوم کس خلیل الله فیروزي د خوشي کېدلو لپاره اوه میلیونه ډالره روشوت ورکړل شوی دی. د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د دې جرګې د شکایتونو د اورېدو کمیسیون مشر عبیدالله بارکزي وويل ...

نور ولوله »

دوستم په فارياب کې څه کوي؟

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۳۱مه، ۱۳۹۴ل): د روان کال د چنګاښ په لومړۍ نېټه په ارګ کې د جمهوري رياست مرستیال او پخواني ټوپکوال جنرال دوستم د بلخ له زورواکي والي عطامحمد نور سره د ګډې ملېشې د رامنځته کولو ژمنه وکړه او نږدې میاشت وروسته يې د همدې ملېشې پر مټ عمليات پیل کړل. دوستم د چنګاښ د ...

نور ولوله »

وحشتناکه سېمه!

صیام الدین پسرلی د جغرافیوي موقعیت له مخې دا سیمه ډېره حساسه او د اهمیت څخه ډکه ده. د یوې خوا ستراتیژیک موقعیت یې او له بلې خوا ددې سیمې منابع او زیرمي هغه څه دي، چې له ډېر وخت را په دې خوا دلته جنګ، ویر او وحشت جوړ کړي. د دې سېمې خلک ډېر غریب، بې سواده او ...

نور ولوله »

افغان ملي اردو تر مشهورې اندازې ډېره کمه ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): د ناټو او امريکايي پلټونکو په وینا د افغان ملي اردو شمېر تر مشهور شوي یا هم اوسنۍ اندازې ډېر کم دی. د دوی په خبره د ملي ادرو شمېر هغومره نه دی لکه څومره چې اوس مشهور شوی دی. د دې پلټونکو څخه جان سيپکو وايي چې افغان حکومت وايي چې دوی ...

نور ولوله »

میدان وردګ: د ځمکو غصب زور اخیستی

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۶مه، ۱۳۹۴ل): د ميدان ودرګو ولایت اوسېدونکي وايي چې د دې ولایت په سید اباد ولسوالي کې د ځمکو غصب زور اخیستی دی. د دوی په خبره د نوي والي له راتګ سره د کابل ـ کندهار لویې لارې ته څېرمه په ټوپ دښته کې سلګونه جریبه ځمکه غصب شوې ده او لا يې هم ...

نور ولوله »

کندوز: زور واکي د دولت له ملاتړه په ګټې ولس لوټي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۴مه، ۱۳۹۴ل): د کندوز ولایت اوسېدونکي وايي چې د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې غیر مسوول وسله وال او زور واکي د دولت له ملاتړه په ګټې د خلکو کورونه، جېبونه او ان عزتونه لوټي. د کندوز ولایت اوسېدونکي وايي چې د کندوز سیمه ییز چارواکي له وېرې له ځان سره لسګونه ساتونکي ګرځوي ...

نور ولوله »