د ټیګونو ارشیف : چين

چين: بریدګره امریکا؛ د بشري حقونو په اړه د نظر حق نه لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴غويي، ۱۳۹۷ل): چین د امریکا له لوري د بشري حقونو د کلني راپور په غبرګون کې ويلي، هغه هېواد چې پر نورو هېوادونو بریدونه کوي، د بشري حقونو د نقض په اړه باید خوله پټه ونیسي. چيني چارواکو ویلي، امریکا د نورو هېوادونو په کورنیو مسائلو کې لاسوهنه کوي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ...

نور ولوله »

حنیف اتمر: له چين سره څېرمه باید نظامي لوا جوړه شي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱غويي، ۱۳۹۷ل): چين ته د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر ويلي، له چين سره څېرمه باید نظامي لوا جوړه شي. د امنیت شورا له دفتره نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې هغه له چيني چارواکو سره دې توافق ته رسېدلی چې د دواړو هېوادونو په پوله کې د «تروریستانو» د مخنيوي په ...

نور ولوله »

امریکا د تېر کال «بدو بشري سرغړونو» کې روسیه هم یاده کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱غويي، ۱۳۹۷ل): امریکا د بشري حقونو په کلني راپور کې روسیه، چين، ایران او سوريه هغه هېوادونه ياد کړي، چې په بد ډول پکې بشري حقونه نقض شوي دي. امریکا چې په عراق، سوریه او افغانستان کې هم مهاله جګړه پر مخ وړي، په دې لیست کې خپل نوم نه دی ځای کړی، خو پورته هېوادونه ...

نور ولوله »

چين وايي امریکا د نړۍ امن ګواښي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): چين وايي، امریکا د نوې اټومي تګلارې په اعلانولو سره د نړۍ امن ته نور هم ګواښ متوجه کړ. د چين د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګینګ شوانګ پرون په پیکینګ کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، امریکا د دې تګلارې په اعلان سره وښوده چې دوی د هستوي وسلو ...

نور ولوله »

هند د سرحدي ځواکونو لپاره د ۵۵۳ ميليونه ډالرو وسلې اخلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د هند دفاع وزارت د خپلو سرحدي عسکرو لپاره ۵۵۳ ميليونه ډالرو وسلو اخيستو پرېکړه کړې ده. فرانس پريس خبري اژانس ليکلي، چې د هند دفاع وزير نرميلا سيتارام په مشرۍ د دفاعي چارو کميسيون پرېکړه کړې، چې د خپلو سرحدي ځواکونو لپاره د ۵۵۳ ميليونه ډالرو په ارزښت نوې پرمختللې وسلې واخلي. ...

نور ولوله »

مسیر: پر پاکستان فشار د افغان سولې لپاره نه دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د امریکا او پاکستان تر منځ ناندرۍ وروسته له هغه اوږدې شوې، چې امریکا د خپلو په مرسته بدل کې پاکستان یوازې په دروغ ویلو تورن کړ. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت يې په غبرګون کې وویل، دوی خیرات نه دی اخیستی، امریکا هم خپلې ګټې تر لاسه کړي دي. تېره ورځ ...

نور ولوله »

چين د یغوري مسلمانانو په کورونو کې قرانونه پلټي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د چین حکومت په سینګیانګ ایالت کې د مېشتو یغوري مسلمانانو په کورونو کې د قران پلټنې لپاره هڅې روانې کړې دي. چین د «خپلوانو اوونۍ» تر سرلیک لادې په یغور قوم کې حکومتي کسان ګمارلي چې له دوی سره په کورونو کې یوه اوونۍ تېره کړي، خواړه يې وخوري او ژوند يې ...

نور ولوله »

د چينايي، افغان او پاکستاني چارواکو تر منځ درې اړخیزه غونډه کېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د چين په پلازمېنه پیکنګ کې د افغانستان، چين او پاکستان د بهرنیو چارو ‏وزیرانو تر منځ درې اړخیزه ناسته کېږي‎. ‎ د بهرنیو چارو وزارت وايي غونډې ته تېره ورځ تیاری نیول شوی دی او نن به رسماً پیل شي، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ‏صلاح الدین رباني په همدې موخه ...

نور ولوله »

د برېکس سازمان اعلامیه او پر سیمه یې اغېزې

د ستراتيژيکو او سيمه ييزو مطالعاتو مرکز مقدمه د نړۍ د پنځو پرمختيايي هېوادونو سازمان (برېکس) وروستۍ اعلاميې د سيمې د هېوادونو غبرګونونه له ځان سره لرل. د دغه سازمان وروستۍ اعلاميې، د عراق او سوريې، شمالي کوريا او ځينو نورو مهمو نړيوالو قضيو ترڅنګ، په سيمه کې هم وسله والې ډلې وغندلې او پاکستان ته يې پکې د ملامتۍ ...

نور ولوله »

د هند او چين لانجه

 اسد سباوون له څو مودې راهیسې رسنيو کې د هند او چين تر منځ د يوې شخړې راپورونه ورکول کېږي. دواړه لوري يوه بل ته سخت ګواښونه کوي. په ځانګړي ډول چيناني حکومت او رسنۍ د هند په تړاو توندې څرګندوې کوي. لانجه هغه مهال پېل شوه، کله چې د چين حکومت د هند پولې ته نږدې، د بوټان هېواد ...

نور ولوله »