fbpx

د ټیګونو ارشیف : چين

له څلور اړخیزې غونډي وروسته د طالبانو د ځپلو ګواښ وشو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۲۲مه، ۱۳۹۴ ل): په اسلام اباد کې د سولې په اړه د څلور اړخیزې غونډې وروسته د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزي د سولې پروسې په اړه معلومات په ګواښ پيل کړل. نوموړي چې تازه له اسلام اباد څخه کابل ته راستون شوی، رسنیو ته وویل چې هغه طالبان به ځپل کیږي ...

نور ولوله »

د چين او پاکستان اقتصادي دهليز څوک متنازع کوي؟

سليم ساپی ما څو څو ځل دا خبره کړې، چې د چين او پاکستان اقتصادي دهليز راتلونکي وخت کې د لوبې بدلون لپاره ډېر اړين دی. د پاکستان دفاع او اقتصاد لپاره ډېر ګټور دی، دغه پروسه د بريا درشل ته رسول د پاکستان بريا ده او ناکامي يې د پاکستان ناکامي ده او هر څوک يې، چې د ناکامۍ ...

نور ولوله »

چين له پوهنې وزارت سره د تخنيکي زده کړو انسټيټيوټ دجوړولو تړون لاسليک کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): چين د افغانستان د پوهنې له وزارت سره د يوه تخنيکي او حرفه يي زده کړو د انسټيټيوټ د جوړولو تړون لاسليک کړ. دغه تړون پرون (دوشنبه ليندۍ ۹ مه) په کابل کې د پوهنې له وزرات سره د چينايي انجينرانو د یوه رسمي هئيت له لوري لاسليک شو چې له مخې ...

نور ولوله »

چين له افغانستان سره درې بېلابېل تړونونه لاسليک کړل

نن ټکی اسيا(چهارشنبه،۱۳لړم،۱۳۹۴ ل):  د چين د ولس مشر مرستيال له افغانستان سره د اړيکو د ټينګښت په خاطر افغانستان ته په يوه رسمي سفر راغلی. نوموړي د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني او يو شمير نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو سره وليدل او په ځينو مسايلو يې خبري وکړي. د چين او ...

نور ولوله »

د ښار جوړولو وزير: چين په افغانستان کې لس زره د هستوګنې ودانۍ جوړوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): د چين خلق جمهوري دولت په افغانستان کې د اوسېدلو لس زره ودانۍ جوړوي. د ښار جوړولو وزیر وايي چې د چين دولت له لوري د لس زره هستوګنې ودانيو دا مرسته له افغانستان سره بلاعوضه مرسته ده. نوموړي وویل چې د هستوګنې د ودانیو په برخه کې له روسيې وروسته چين دویم ...

نور ولوله »

حامد کرزي د ريکا کنفرانس په اړه د چين له سفير سره ولیدل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): پخوني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د چين له سفیر سره د ريکا کنفرانس په اړه خبرې وکړي. د حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کاږي، چې پخواني ولسمشر نن مازيګر د چيين له سفير دینګ زیجون سره وکتل. د خبرپاڼې له مخې دواړو لوريو په کابل کې د سیمې ...

نور ولوله »

امريکا راتلونکي لسيزې لپاره د بې پيلوټه پروازونه پنځوس سلنه زياتوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۲۸مه ۱۳۹۴ل): د امريکا دفاع وزارت پينټاګان وايي، چې د مخالفينو د ځپلو او جاسوسي لپاره راتلونکو وختونو کې د بې پيلوټه بريدونه پنځوس سلنه نور هم زياتوي. امريکايي رسنيو د پينټاګان د چارواکو له قوله ليکلي، چې کومو سيمو کې امريکايي عسکر په مستقيمو او غير مستقيمو جګړو کې بوخت دي، نو هغو سيمو ...

نور ولوله »

د چين شمال کې غبرګو چاودنو ۴۴ تنه وژلي او له څلور سوو زيات يې ټپيان کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د چين شمالي ساحلي ايالت تياجن کې دوو درنو چاودنو لږ تر لږه څلورڅلوېښت تنه وژلي او له څلور سوو زيات يې ټپيان کړي دي. د چين رسمي خبري اژانس په خپل راپور کې وايي، چې چاودنه د تياجن ايالت سمندري بندرګاه ته څېرمه په يو ستر زيرمه‌تون کې شوې، چې له امله يې ...

نور ولوله »

چين کې د يو سړي له ګردو ۴۲۰ کاڼي ويستل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): ګردو کې د کاڼو پيدا کېدل يوه عادي ناروغي ده، چې کله د درملو په واسطه ښه کيږي او کله بيا خبره تر عملياتو رسيږي، مګر چين کې د يو سړي په دواړو ګردو کې ۴۲۰ کاڼي پيدا شوي، چې ډاکټران او ټوله نړۍ يې هيښه کړې ده. چينايي رسنۍ وايي، چې ذيجيانګ ...

نور ولوله »

چين کې د بېړۍ ډوبېدو ۴۵۸ تنه وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): د چين لويديځ يانګزي سمندر کې د توپان له امله يوه بېړۍ ډوبه شوې او په کې سپاره ۴۵۸ تنه وژل شوي دي. چينايي رسنۍ وايي، چې د بېړۍ کپتان او مشر انجينير په ګډون يوازې شل تنه ژغورل شوي او نوره ټوله سپارلۍ د توپان له امله مړه شوي دي. مرستندويه ...

نور ولوله »