د ټیګونو ارشیف : چین

د سولې چارو وزارت: راتلونکو څو ورځو کې د چین بین الافغاني ناسته کېږي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۸ل): د سولې په چارو کې د ګډ حکومت وزارت وايي، په راتلونکو څو ورځو کې د چین په پلازمېنه «بیجینګ» کې بین الافغاني ناسته رابلل کېږي. دغه څرګندونې د سولې په چارو کې د دولت وزیر «سلام رحیمي» د چین جمهوریت له شارژدافیر «وانګ داکشو» سره په لیدنه کې کړې. د یادې ...

نور ولوله »

اشرف غني د چین د بهرنیو چارو له وزیر سره په افغان سوله غږېدلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ لړم، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» تېره ورځ د تلیفوني تماس له لارې د چین هیواد د بهرنیو  چارو له وزیر «وانګ وایي» سره په افغان سوله غږېدلی. له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کاږي «په دغه ټلیفوني مکالمه کې دواړو لوریو د جمهوري ریاست ټاکنو د بریالي ترسره ...

نور ولوله »

ارګ: د چین په بین الافغاني ناسته کې ګډون کوو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ لړم، ۱۳۹۸ل): ارګ وایي، د چین په بین الافغاني ناسته کې ګډون کوي او له مختلفو قشرونو خپل استازي دې ناستې ته لېږي. د ارګ ویاند «صدیق صدیقي» په همدې تړاو په کابل کې یوې خبرې ناستې ته وویل، چې دوی په دې ناسته کې ګډون کوي او د ګډون کوونکو لست یې تیار کړی. ...

نور ولوله »

شاهین: چین ته د ملابرادر اخند او پلاوي سفر په اړه خبرونه حقیقت نه لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ لړم، ۱۳۹۸ل): د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد سهیل شاهین د نن ټکی اسیا د پوښتنې په جواب کې هغه راپورونه رد کړه چې ګواکي د طالبانو سیاسي معاون او د سیاسي دفتر مشر ملا برادر اخند او ورسره پلاوی دي چین هیواد ته تللی وي. نوموړي وویل چې په دې اړه نشر شوي ...

نور ولوله »

د چین او امریکا سوداګریز کړکیچ؛ ایپل خپل نوي ايفون مبایلونه د چین پرځای هند کې چمتو کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ لړم، ۱۳۹۸ل): د امریکا مشهور شرکت ایپل اعلان کړی چې له دې وروسته به خپل نوي ايفون مبایلونه چې تر دې دمه یې په چین هېواد کې چمتو کول له دې وروسته په هند کې چمتو کوي. ایپل شرکت په هندوستان کې په لومړي وار د ایفون ایکس آر چمتو کېدل پېل کړل او ددې ...

نور ولوله »

د سولې چارو وزارت: که د بجینګ ناسته کې زموږ معیارونه مراعات شوي وي؛ ګډون پکې کوو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱ لړم، ۱۳۹۸ل): د سولې په چارو کې د ګډ حکومت وزارت وایي، د افغان سولې په برخه کې د جوړېدونکي هر ډيالوګ هرکلی کوي او که د بجینګ په ناسته کې هم ددوی د منلو وړ معیارونه په پام کې نیول شوي وو ؛ په یاده ناسته کې ګډون کوي. د سولې چارو وزارت ...

نور ولوله »

چین طالبانو ته په بین الافغاني غونډه کې د ګډون رسمي بلنه ورکړې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱ لړم، ۱۳۹۸ل): د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین نن په خپل ټویټر کې لیکلي چې ددوی مشر ملا برادر اخند د افغانستان لپاره د چین خاص استازي او په قطر کې د چین د سفیر سره ملاقات کړی دی او د چین له لوري ورته په بین الافغاني ناسته کې د ګډون رسمي ...

نور ولوله »

د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ دوستانه کرېکټ سیالۍ ترسره کیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷ تله، ۱۳۹۸ل): ټاکل شوې ده چې د افغانستان، پاکستان او چین کرېکټ ټيټو لوبډلو ترمنځ په چین هېواد کې دوستانه کرېکټ سیالۍ ترسره شي. د پاکستانۍ ورځپاڼې «ایکسپریس نیوز» د راپور سره سم دغه سیالۍ د درې هېوادونو د ښې اړیکو درلودلو زیاتوالي په پار د چین په بیجنګ کې ترسره کیږي. راپور زیاتوي چې ...

نور ولوله »

ملا برادر اخند: موږ اوس هم د افغانستان کشالې سوله ييز حل ته ژمن يو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ تله، ۱۳۹۸ل): د طالبانو سياسي مرستيال او د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر ويلي، دوی اوس هم د افغانستان کشالې سياسي حل ته ژمن دي او د سولې په اړه يې په دريځ کې بدلون نه دی راغلی. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد نن ټکی اسيا په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې ...

نور ولوله »

سهیل شاهین: روسیې، ایران او چین زمونږ د موقف ملاتړ وکړ / ویډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۱ وږی، ۱۳۹۸ل): د طالبانو سیاسي دفتر ویاند محمد سهیل شاهین په یوه تازه مرکه کې ویلي چې دوی د چین هیواد په رسمي بلنه هلته سفر وکړ او د افغان سولې په اړه یې هغوی ته خپل موقف روښانه کړ. نوموړي وویل چې د مذاکراتو ځنډېدلو وروسته روسیې، ایران او چین هیواد دوی ته بلنه ...

نور ولوله »