د ټیګونو ارشیف : ډاکټر عبدالله

ډاکټر عبدالله: د ګډحکومت تجربه به بیا تکراره نشي

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۶): اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله چې امریکا ته په رسمي سفر تللی دی، هلته یې د افغانانو سره په یوې غونډې کې ویلي چې په کال ۲۰۱۴ کې د ملي وحدت په نامه «ګډحکومت» جوړول یوه مجبوري وه چې په راتلونکي کې به تکرار نه شي. نوموړي وویل پارلماني او ولسمشریزي ټاکنې به پر ...

نور ولوله »

ډاکټر عبدالله په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو په شتون اعتراف وکړ

نن ټکی اسيا (جمعه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۶): اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله چې امریکا ته په سفر تللی دی، هلته یې په افغانستان کې دننه د پاکستاني طالبانو پر شتون اعتراف وکړ. نوموړي د امریکا په پلازمینه واشنګټن کې د امریکا غږ راډیو د کارکوونکو سره د لیدنې پر مهال وویل په افغانستان کې موجود پاکستاني طالبان د هغو سیمو څخه ...

نور ولوله »

اجرائیه رئیس په امریکا کې لومړۍ وینا د پاکستان پر ضد وکړه

نن ټکی اسيا (چهار شنبه، ۲۴ لړم ۱۳۹۶): اجرائیه رئیس چې دا وخت په امریکا کې دی، په خپله لومړۍ وینا کې يې پر پاکستان تور پوري کړ چې د طالبانو ملاتړ کوي او هغوی ته یې خوندي ځایونه ورکړي دي. نوموړي د امریکا په پلازمینه واشنګټن کې د یوې فکرې ادارې په بحث فورم کې وینا کوله. عبدالله وویل ...

نور ولوله »

پکتيا: عيني شاهد د امنيه قومندان د وژلو کيسه داسي کوي / ويډيو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۶ تله، ۱۳۹۶): تېره ورځ د پکتيا په مرکز ګردېز کې پر امنيه قومندانۍ او د پوليسو پر کنډک د طالبانو له لوري ډله ييز بريدونه وشول. د بريدونو په پایله کې د امنيه قومندان (مل پاسوال توريالي عبدياني) په شمول شاوخوا ۵۲ تنه عسکر مړه او ۲۲۵ نور ټپيان شول. له بریدونو سره سم ...

نور ولوله »

ډاکټر عبدالله: ځیني وزارتونه مي امرونه نه مني

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۲۲مه ۱۳۹۵ل): په ګډحکومت کې نیم په نیمی شریک اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله نن د وزیرانو په شورا کې شکایت کړی چې ځیني وزارتونه دده خبره نه مني او ځان یوازي ولسمشر اشرف غني ته جواب ورکوونکي بولي. نوموړي وویل چې د ګډحکومت د توافق پر اساس ټول وزیران او ادارې په یوه وخت کې ...

نور ولوله »

ډاکټر عبدالله وايي د اچین خلکو هم د «مور بم» هر کلی کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ وري، ۱۳۹۶): د ګډحکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله نن د وزیرانو په شورا کې یو ځل بیا پر ننګرهار باندي د امریکا د ستر بم «مور بم» ازموینه وستایله او وې ویل چې دا د امریکا یو پر ځای اقدام وو. نوموړي وویل چې حتی د اچین خلکو د امریکا ددغه بمي ازموینې څخه هر ...

نور ولوله »

عبدالله عبدالله: ډېورنډ کرښه د دوو هیوادونو ترمنځ رسمي کرښه ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰ وری، ۱۳۹۶ل): د ګډ حکومت شریک او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د پاکستان له رسمي استازو سره په لیدنه کې منلې، چې ډیورنډ یوه منل شوې نړیواله رسمي کرښه ده او دی به تل په دې برخه کې د پاکستان ملاتړ کوي. د پاکستان د پارلمان غړی شاه جي ګل افریدی وايي، څو ورځې وړاندې ...

نور ولوله »

عطا نور له ډاکټر عبدالله سره لارې جلا کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۲۳، ۱۳۹۵ل): د بلخ والي او د جمعیت اسلامي ګوند مشر عطا محمد نور د ګډ حکومت اجرائیه رئيس عبدالله سره د سیاسي پرېکون اعلان وکړ. عطا نور له خپلو پلویانو څخه بښنه او معذرت غوښتی چې له ډاکټر عبدالله څخه د ملاتړ په موده کې يې د هغوی حقوق نه دي ادا کړي. نوموړي ...

نور ولوله »

ډاکټر عبدالله د خپلو فیسبوکي خوښوونکو څخه مننه وکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۱۲، ۱۳۹۵ل): د ګډحکومت اجرائیه ډاکټر عبدالله د خپلې فیسبوک پاڼې له لاري د هغو 2,6 میلیونه فیسبوکیانو څخه مننه وکړه چې د ده پاڼه یې خوښه کړې. نوموړي په دې اړه په یوه پوسټ کې لیکلي: «د خوښي ځای دی چې د هرې ورځيې په تېرېدو سره زما د صفحې کتونکي زیاتیږي». ډاکټر عبدالله ...

نور ولوله »

ټرمپ په افغانستان کې د خپلو ځواکونو سره وغږېد، اجرائیه رئیس ترې مننه وکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغه ۲، ۱۳۹۵ل): تېره ورځ د امریکا د ولسمشرۍ د لوړې مراسمو وروسته د امریکا نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو سره د سټلایټ په ذریعه خبرې وکړې. په افغانستان کې میشتو امریکايي پوځیانو نوموړي ته د ولسمشرۍ مبارکي وویله او نوموړي له ټولو امریکايي پوځیانو څخه مننه وکړه. د امریکا ...

نور ولوله »