د ټیګونو ارشیف : ډاکټر غنچه ګل ارمان

د دينپوهانو آفت

ډاکټر غنچه ګل ارمان کله چې دين د تودې او په خوځښت راوستونکې عقيدې پر ځای په حرفې او کسب بدل شي، بيا نو په خولې يو څه او په زړه بل څه وايي. په ښو امر کوي، مګر خپله يې نه کوي. نېکۍ ته بلنه کوي، مګر خپله ترې بې پروا وي. الفاظ له خپله ځايه بې ځايه کوي ...

نور ولوله »

د ژوند رسۍ!

ژباړه: ډاکټر غنچه ګل ارمان وايي چې يو سړی د افريقا په ځنګلونو کې روان وو. د شنو دنګو ونو له ښايست او د مرغيو له چڼهار يې خوند اخيست. د دې خوشالوونکې فضا په مينځ کې يې ناڅاپه د زمري غږ واورېد. هاخوا دېخوا يې وکتل، چې ګوري يو غټ زمری په غړمبېدا دده په لوري منډې راوهي. سړي ...

نور ولوله »

د شلو کالو مسافر

ژباړه: غنچه ګل ارمان يوه بېوزله سړي له يوې پېغلې سره واده وکړ. د سړي لاس ډېر تنګ وو. په کلي کې يې خواري غريبي کوله مګر ګوزاره يې نه پرې کېده. هماغه وو چې د لومړي بچي له زېږېدو وروسته د خوارۍ، مزدورۍ په تکل په اوږدې مسافرۍ ووت. له مېرمنې سره يې په دې هوکړه وکړه چې شل ...

نور ولوله »

أينسټاين او موټروان يې

ژباړه: غنچه ګل ارمان البرټ أينسټاين (۱۸۷۹- ۱۹۵۵م) د شلمې پېړۍ وتلی فزيک-پوه وو چې د نسبيت نظريه يې وړاندې کړه. هغه پورې يوه کيسه تړل شوې، وايي چې کله يې دغه نظريه وړاندې کړه، نو د پوهنتونونو او علمي مرکزونو له خوا ور ته د علمي ويناوو له پاره بې شمېره بلنې راتلې. يوه ورځ له خپل موټروان سره ...

نور ولوله »

له تېروتنو زده کړه

ژباړه: غنچه ګل ارمان توماس اډيسن چې کله برېښنايي څراغ جوړاوو، دوه زره ډوله بېلابېل مواد يې وازمايل، مګر يو ډول موادو هم سم کار نه کاوو. د دغه حالت په ليدو يې د مرستيال زړه را تنګ شو او ويې ويل: زمونږ دا ټول کار هسې بې ځايه دی. مونږ هېڅ هم نه دي زده کړي. فکر نه کوم ...

نور ولوله »

د هيلو دُښمنان

ژباړه: غنچه ګل ارمان زما يو ملګری دی هغه د اسونو پالنځی لري. کله، کله د بنډار له پاره ورځم. يوه ورځ نور ډېر کسان هم ناست وو، خبره تر لوړو اهدافو او د ژوند له ارمانونو پورې را ياده شوه. ملګري مې ويل چې زه به در ته يوه کيسه وکړم. وايي کيسه د يوه ځوان سړي ده چې ...

نور ولوله »

د برما د مسلمانانو نن او پرون ته يوه لنډه کتنه

غنچه ګل ارمان سريزه د اسيا په جنوب/ختيځ کې پرته بودايي برما (اوسنی ميانمر) هغه هيواد دی چې د ميليونونو مسلمانانو تاريخي ټاټوبی اراکان او اوسيدونکې يې له شا او خوا دوه نيمو پېړيو راهيسې يرغمل نيولي. که څه هم اراکان يوازېنۍ اسلامي خاوره نه ده چې د دُښمن له خوا نيول شوې، مګر دغه ظلم او وحشت چې د ...

نور ولوله »

له مور او پلار سره داسې چلن وکړئ!

ژباړه: ډاکټر غنچه ګل ارمان مسلمان وروره او خورې! که غواړې په خپل ژوند کې نيکمرغه او په خپلو کارونو کې بريالی اوسې، په دُنيا او اخرت کې سرخرويه، او د قيامت په ورځ د الله له عذاب څخه وژغورل شې، دا لاندې لارښوونې په پام کې ونيسه: ۱- د ګناه له امر پرته د مور او پلار هره خبره ...

نور ولوله »