fbpx

د ټیګونو ارشیف : ډزې

امریکا؛ تېرو لسو میاشو کې نږدې ۱۲ زره کسان په ډزو کې وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸لړم، ۱۳۹۷ل): امریکا کې په تېرو لسو میاشتو کې تر ۴۷زره ډېر د ډزو بریدونه شوي او نږدې ۱۲زره تنه پکې وژل شوي دي. وړمه ورځ د امریکا په پیټزبرګ کې یو تن یوولس تنه یهودان ووژل، چې له هغه وروسته د مارکیټ واچ، په نوم يوې ویبپاڼې په دې اړه تفصیلي راپور خپور کړ. ...

نور ولوله »

کندهار: د ولايت مقام کې د ناټو او داخلي چارواکو په غونډه ډزې روانې دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶تلې، ۱۳۹۷ل): د کندهار ولايت په مقام کې دننه د ناټو دقومندان او کورنيو چارواکو ترمنځ په غونډه کې دزې شوي دي چې مرګ ژوبله يې رامنځته کړې ده. د کندهار سيمه ييزې سرچينې وايي چې د کندهار ولايت په مقام کې هغه مهال ناتاره ډزې وشوې چې د ولايت په مقام کې د ناټو د ...

نور ولوله »

لغمان: پولیسو یو لاریونوال وژلی، پنځه يې ټپيان کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸زمري، ۱۳۹۷ل): د لغمان ځايي چارواکي وايي د دې ولایت په مرکز مهتر لام کې د پولیسو له لوري پر لاریونوالو ډزې وشوې، چې شپږو تنو ته يې مرګ ژوبله واړوله. پولیسو وروسته له هغه پر لاریونوالو ډزې پیل کړې، چې هغوی پر دولتي ودانیو د تېږو وارونه شروع کړل. دغه لاریون د ولایتي شورا د ...

نور ولوله »

د دوستم دفتر: پر لاریونوالو ډزې به حکومت له ورته غبرګون سره مخ کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷چنګاښ، ۱۳۹۷ل): ارګ د جنبش د یو ځايي ټوپکوال نظام الدین قیصاري په نیولو سره ځانته هغه لانجه پیدا کړه چې د واشنګټن ټایمز په وینا سرخوږی يې ورته پیدا کړی دی. تازه د جنرال عبدالرشید دوستم دفتر ویلي، که حکومت د دوی د پلویانو په لاریونوالو ډزې وکړې دوی به هم ورته ګام پورته کړي. ...

نور ولوله »

ننګرهار: جلال اباد کې له غبرګو چاودنو وروسته ډزې پیل شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳غويي، ۱۳۹۷ل): جلال اباد ښار کې له غبرګو چاودنو وروسته ډزې پیل شوې دي. عیني شاهدان وايي چې مستوفیت ته څېرمه دوه چاودنې وشوې، وروسته وسله وال د مستوفیت ودانۍ ته ننوتل او جګړه پیل شوې ده. ځايي چارواکو د څلورو تنو د وژل کېدو او تر شلو ډېرو د ټپي کېدو ویلي، خو بشپړ جزییات ...

نور ولوله »

تخار: پولیسو د واده ناوې او لېور وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۰۷کب، ۱۳۹۶ل): د تخار په مرکز تالقانو کې پولیسو د واده پر موټر ډزې کړي، چې د واده ناوې یې وژلې او یو لېور او د زوم مور ټپي شوې ده. د تخار د پولیسو ویاند خلیل اسیر وايي، پېښه د تالقانو ښار په درېیمه امنیتي حوزه کې شوې، چې ناوې او لېور یې وژل شوي ...

نور ولوله »

غور: ولایت مقام ته څېرمه د سولې شورا غړی وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۱۶مه، ۱۳۹۵ل): د غور ولایت مقام ته څېرمه د دې ولایت د سولې شورا غړی وژل شوی دی. د غور ځايي چارواکي وايي چې نصرالله د ولایت مقام په پنځوس مترۍ کې د دوو موټر سایکلو سپرو تر بريد لاندې راغی. د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي چې نصرالله نه یوازې د سولې ...

نور ولوله »

امريکا: دوو محصلینو خپلو پنځو ملګرو ته مرګ ـ ژوبله واړوله

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۱۸مه، ۱۳۹۴ل): د امريکا په ټکساس او اریزونا ایالتونو کې دوو محصلینو خپلو پنځو ملګرو ته مرګ – ژوبله واړوله. په ټکساس او اریزونا کې په جلا جلا ډزو کې درې محصلین وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. لومړۍ پېښه د اریزونا په نورزن پوهنتون کې رامنځته شوه، چې یو محصل د پوهنتون یو ...

نور ولوله »

هلمند: دوو پولیسو خپل قومندان او شپږ ملګري ووژل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند په مرکز لشکرګاه کې دوو پولیسو د خپل قومندان په ګډون اوه ملګري وژلي او په تېښته بريالي شوي دي. د هلمند امنیتي سرچينې وايي چې پېښه د سره ګودرسیمې ته څېرمه په کمپنۍ پوسته کې رامنځته شوې ده، چې بريدګر له ساحې وتلي دي. وسله والو طالبانو بريدګر خپل ملګري ...

نور ولوله »

د واده مراسمو کې د دوو لوريو تر منځ نښته کې شل تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۵مه ۱۳۹۴ل): بغلان ولايت کې د واده مراسمو کې د دوو نا قانونه وسله‌والو تر منځ نښته کې لږ تر لږه شل تنه وژل شوي او لس نور ټپيان دي. د بغلان ولايت چارواکي وايي، چې دا پېښه تېره شپه ده صلاح ولسوالۍ کې د واده په مراسمو کې رامنځته شوې او تر سهار ناوخته ...

نور ولوله »