د ټیګونو ارشیف : ډونلډ ټرمپ

ټرمپ: سعودي بايد د امريکا د اضافي عسکرو په بدل کې موږ ته ميلياردونه ډالر راکړي «ويډيو»

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، ده د سعودي حکومت خبر کړی، چې د اضافي امريکايي عسکرو د غوښتو په بدل کې به امريکا ته ميلياردونه ډالر ورکوي. ټرمپ له «فاکس نيوز» سره د خبرو پر مهال زياته کړې، چې ده سعودي چارواکو ته ويلي: «تاسې ډېر شتمن هېواد ياست او بايد د ...

نور ولوله »

ټرمپ: که ایران برید وکړ، له سختو ځپونکو ګزارونو سره به مخ شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵مرغومي، ۱۳۹۸ل): د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی، که د قاسم سليماني د وژنې په غبرګون کې يې پر امريکايي هدفونو برید وکړ، له سخت چټک او قوي ځپونکو ګزارونو سره به مخ شي. ټرمپ په خپله ټويټرپاڼه کې يو ځل بيا د ایران سپاه پاسداران د القدس ځواکونو د مشر جنرال قاسم ...

نور ولوله »

ټرمپ ته د ایران ځواب: د هر ګواښ ځواب ته تيار يو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲مرغومي، ۱۳۹۸ل): د ایران مذهبي ليډر اية الله علي خامنه يي د امريکا له لوري په عراق کې پر ايران پلوو شيعه ملېشو شوی برید غندلی او زياته کړې يې ده، چې هېواد يې د هر ډول ګواښ او تېري ځواب ته تيار دی. د ایران مذهبي مشر دا څرګندونې وروسته تر هغه کړي، چې وړمه ...

نور ولوله »

فارن فاليسي: ټرمپ د افغانستان جګړې د پای ته رسولو هڅې کوي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲ مرغومي، ۱۳۹۸ل): فارن پاليسي مجلې د افغانستان جګړې د پای ته رسولو په اړه په يوه مطلب کې ويلي، چې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دې جګړې د پای ته رسولو هڅې کوي. د فارن پالیسي په وينا د افغانستان جګړې او افغانانو د کړاوونو پای ته رسولو لپاره ټرمپ له زړه هڅې کوي ...

نور ولوله »

امريکايي ورځپاڼه: د افغانستان د بحران يوازينی لامل د بهرنيو پوځيانو شتون دی

نن ټکی اسيا (شنبه، ۳۰ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د امريکا «دي هيل» ورځپاڼې په يوه تازه مطلب کې ويلي، د افغانستان بحران اساسي او يوازينی لامل د بهرنيو پوځيانو شتون دی، چې د اتلس کالو جګړو او ملياردونو ډالرو لګولو سربېره تر اوسه د دغې جګړې د پای ته رسولو او بريا څرک نه لګيږي. د مقالې ليکوال او د پوځي ...

نور ولوله »

د امريکا ولسي جرګې د ټرمپ د استيضاح پرېکړه وکړه

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۸ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د امريکا ولسي جرګې د دوو تورونو له امله د ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خلاف د استيضاح پرېکړه د رايو په اکثريت تصويب کړه. پر ولسمشر ټرمپ تور دی، چې د خپلو ګټو لپاره يې له واکه ناسمه ګټه پورته کړې او د هغه پر خلاف کېدونکو څېړنو پر وړاندې يې خنډونه رامنځته ...

نور ولوله »

ان بي سي تلويزون: ټرمپ راتلونکې اونۍ له افغانستانه د ۴۰۰۰ امريکايي عسکرو د ايستلو اعلان کوي

نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۲۴ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د امريکا «ان بي سي» تلويزون ويلي، ولسمشر ډونلډ ټرمپ راتلونکې اونۍ له افغانستانه د څلور زرو امريکايي عسکرو د ايستلو پرېکړه اعلانوي. د رسمي شمېرو له مخې اوس مهال په افغانستان کې  ديارلس زره امريکايي عسکر پراته دي او د څلور زرو پوځيانو په وتلو به يې شمېر اتو زرو ته راښکته ...

نور ولوله »

فاکس نيوز: ټرمپ له طالبانو سره د سولې او اوربند خبرې يوازې د ټاکنيزو تبليغاتو لپاره کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو د تبليغاتي کمپاين په موخه له طالبانو سره د سولې او اوربند خبرې کوي. دا څرګندونې د «فاکس نيوز» تلويزوني شبکې د سياسي چارو کارپوهې او د «منهاتن» څېړنيز مرکز محققې جوديت ميلر کړي او وايي، ټرمپ هڅه کوي د دې تبليغاتي کمپاين ...

نور ولوله »

ټرمپ: افغانستان ته زما سفر له لاسته راوړنو ډک او خوندور و

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، افغانستان ته يې سفر له لاسته راوړنو ډک او خوندور و. ټرمپ تېره ورځ د ناټو په سرمشريزه کې د ګډون لپاره لندن ته له روانېدو مخکې د واشنګټن په هوايي ډګر کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال د افغانستان سفر ګټور او له ...

نور ولوله »

  سپينې ماڼۍ د ټرمپ «خطرناک» سفر څنګه پټ ساتلی و؟

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۰ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ افغانستان ته په نااعلان شوي سفر راغلی و، دلته يې د بګرام امريکايي پوځي اډې کې له خپلو پوځيانو سره وليدل او د سولې په اړه يې هغوی ته وينا وکړه. په ۲۰۱۷ کال کې واک ته له رسېدو وروسته دا دوهم ځل دی، چې ټرمپ جنګ ځپلې ...

نور ولوله »