د ټیګونو ارشیف : ډېورنډ

خوست؛ د پاکستان بمبار نهو تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲غويی، ۱۳۹۸ل): د خوست سپېره ولسوالۍ کې پاکستاني ځواکونو هوايي برید کړی چې له امله يې نهو تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. کابل‌نیوز د ځايي سرچینو په حواله وايي چې پاکستاني الوتکو د دې ولسوالۍ په سورکوټ، پڅه مېله، افغان دوبۍ او خړه وړه سیمه کې پر ملکي کورونو بمبار کړی دی. د سرچینې په وینا ...

نور ولوله »

خوست؛ پر ډېورنډ اغزن سیم د کورنۍ غړي سره بېل کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰وری، ۱۳۹۸ل): د خوست اوسېدونکي وايي پر ډېورنډ فرضي کرښه د اغزني سیم تېرول تر دې ولایته رسېدلي او په ځينو سیمو کې يې ان د يوې کورنۍ غړي سره جلا کړي دي. طلوع‌نیوز د ځايي همکار له خولې وايي، د خوست له مرکز یوازې دېرش کیلومتره لرې، ګربزو ولسوالۍ په بادشاه خان کلی نیم پاکستان ...

نور ولوله »

پر ډېورنډ کرښه اغزن تار زر کیلومترو ته په رسېدو دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸سلواغې، ۱۳۹۷ل): د پاکستان د پوځ وايي، پر ډېورنډ فرضي کرښه يې د اغزن تار کار نږدې زرو کیلومترو ته رسولی دی. د دې پوځ ویاند اصف غفور په وزیرستان کې رسنیو ته ويلي چې تر اوسه يې د دې تار غځونې پر وړاندې د پام وړ خنډ نه دی لیدلی. غفور وویل، پر ټوله شاوخوا ...

نور ولوله »

پر ډېورنډ فرضي کرښه تر دوه سوه ډېرې پوستې جوړې شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵لېندۍ، ۱۳۹۷ل): پاکستاني چارواکي وايي د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې يې د پوستو جوړولو او اغزن تار غځولو لړۍ دوام لري. د پاکستان د پوځ ویاند جنراف اصف غفور وايي تر اوسه پورې ټولې ۲۳۳ پوستې جوړې شوې دي چې لا يې هم کار روان دی. د پاکستان پوځ اعلامیې هم لیکلي، پر دې ...

نور ولوله »

هلمند؛ طالبانو د پاکستاني ځواکونو له لوري د اغزن تار غځولو مخه نیولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱تلې، ۱۳۹۷ل): د هېواد په جنوب کې خبري سرچینې وايي د هلمند په بهرامچه ولسوالۍ کې طالب سرتېرو د پاکستاني پوځیانو له لوري پر ډېورنډ فرضي کرښه د اغزن تار غځولو مخه نیولې ده. په یاده سیمه کې خپلواک خبریال صدیق الله افغان پخپله فیسبوک پانه لیکلي، بهرامچه کې لسګونه طالب سرتېري په همدې مناسبت را ...

نور ولوله »

ولایتي شورا: پاکستاني ځواکونو د کونړ خاوره کې پوستې جوړې کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲وږي، ۱۳۹۷ل): د کونړ ولایتي شورا او ځايي اوسېدونکي وايي پاکستاني ځواکونو د سرکاڼو ولسوالۍ په مربوطاتو کې پوستې جوړې کړې دي. د دوی په وینا پاکستاني ځواکونو د دې ولسوالۍ په کریړ سیمه کې ودانۍ جوړې کړې او د اغزن تار لګولو کار يې هم پیل کړی دی. د کونړ د ولایتي شورا پخواني رییس ...

نور ولوله »

پر ډېورنډ کرښه ۶۰ زره پاکستاني پوځيان او د دفاع وزارت څرګندونې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸زمري، ۱۳۹۷ل): څو ورځې وړاندې د بلومبرګ په نوم امریکايي خبري اژانس د پاکستاني پوځي مسؤلینو په حواله راپور ورکړ، چې پر ډېورنډ کرښه يې ۶۰ زره پوځيان ځای پر ځای کړي دي. هغه وخت افغان پوځي مسؤلینو څه ونه ویل، خو تازه د دې وزارت مطبوعاتي سرپرست محمد رادمنش ازادي راډيو ته د دې راپور ...

نور ولوله »

ویسا: افغان چارواکي د امریکا په موجودیت کې پاکستان ته باج ورکوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲چنګاښ، ۱۳۹۷ل): ویسا ورځپاڼه پر ډېورنډ د معاملې اړوند په خپره کړې سرمقاله کې افغان چارواکي پاکستان ته په باج ورکولو تورن کړي دي. د سرمقالې د لیکوال په وینا سره له دې چې له بهرنیانو سره امنیتي تړون لاسلیک شوی او پوځي اډې ورکړل شوې دي، خو لا هم حکومتي چارواکي پاکستان یو دروند باج ...

نور ولوله »

افغانستان او پاکستان ګډ استخباراتي مرکزونه جوړوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱غبرګولي، ۱۳۹۷ل): په کابل، اسلام اباد او د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان او افغانستان تر منځ ګډ استخباراتي مرکزونه جوړېږي. طلوع نیوز د ځينو سرچینو په حواله وايي چې د نظامي عملیاتو د افغان او پاکستاني پلاوو تر منځ په راولپنډۍ ښار کې پر دې هوکړه شوې، چې دواړه هېوادونه د معلوماتو ...

نور ولوله »

حنیف اتمر پاکستان ته رسېدلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د یو پلاوي په مشرۍ پاکستان ته رسېدلی. د ملي امنیت شورا ویاند قادرشا وايي له نوموړي سره په دې پلاوي کې د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي، د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزی شامل دي. ارګ پرون په ...

نور ولوله »