د ټیګونو ارشیف : ډېورنډ

شمالي وزیرستان کې اوه پاکستاني پوځیان وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴غويي، ۱۳۹۷ل): د شمالی وزیرستان په شوال کې د وسله والو په یوه کمین کې د پاکستاني پوځ اوه عسکر وژل شوي دي. اسوشیټېډ پریس اژانس د پاکستاني امنیتي سرچينو په حواله وايي چې دغه پېښه تېره ورځ په یاده سیمه کې رامنځته شوه. د سرچینې په وینا وسله والو په یاده سیمه کې د پاکستاني ...

نور ولوله »

دفاع وزارت: سرحدي ځواکونو ته د تیارسئ امر کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷وری، ۱۳۹۷ل): دفاع وزارت وايي په خوست کې د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو تر منځ له جګړې وروسته يې د تیارسئ امر کړی دی. محمد رادمنش چې له دولت وزيري وروسته د دفاع وزارت مطبوعاتو سرپرست دی، ازادي راډيو ته ويلي افغان ځواکونو ته يې امر کړی چې «په مېړانه دفاع وکړي.» د خوست په ...

نور ولوله »

خلیل کرزی: له پاکستان سره پر ځينو مسائلو بحث ته چمتو يو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹کب، ۱۳۹۶ل): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزی وايي، له پاکستان سره پر ځينو مسائلو د بحث لپاره چمتو دي. هغه وايي چې پاکستان د افغانستان او هند پر اړیکو خواشینی ښکاری، خو په وينا يې حاضر دي چې د خبرو له لارې د دوی اندېښنې لرې کړي. کرزي له ازادي راډیو ...

نور ولوله »

پاکستاني چارواکي: روان کال کې به پر ډېورنډ کرښه اغزن سیم بشپړ شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۹کب، ۱۳۹۶ل): پاکستاني چارواکي وايي، په روان میلادي کال کې به پر ټوله ډېورنډ کرښه اغزن سیم بشپړ را تاو شي. سپوږمۍ راډيو د پاکستاني رسنیو په حواله وايي، چې د بلوچستان ځايي چارواکو ويلي له دې ولایت سره په اوږدو کې د سیم غځولو کار ۹۰ سلنه بشپړ شوی دی. دوی وايي چې لس سلنه ...

نور ولوله »

پکتیا: پاکستاني ځواکونو پر صفري نقطه د پوستو جوړولو هڅه کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د پکتیا ځايي چارواکي وايي، پرون پاکستاني ځواکونو پر صفري نقطې د پوستو جوړولو هڅه وکړه. د پکتیا د والي وياند عبدالله حسرت دعوه کوي، چې د پاکستاني ځواکونو د دې هڅې پر وړاندې خنډ شوي او بریا ته يې نه ده پرېيښې. هغه له رسنیو سره په خبرو کې وویل، پاکستاني ځواکونو ...

نور ولوله »

اسفنديار ولي خان: د ټرمپ ستراتېژي د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ولسونو ته په زیان ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰ سلواغې، ۱۳۹۶ل): په پاکستان کې د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندریا ولي خان وايي، د ټرمپ جنګي ستراتېژي د ډېورنډ غاړي د دواړو لوریو ولسونو پر زیان ده. نوموړي چې خپلو پلویانو ته خبرې کولې وویل، د امریکا نوې ستراتېژي د پښتنو لپاره بشپړه تاواني ده. هغه وايي د ټرمپ د نوې ستراتېژۍ د ...

نور ولوله »

پاکستان پر افغان خاوره نهو میاشتو کې نږدې نهه زره توغندي توغولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴مرغومي، ۱۳۹۶ل): د کورنیو چارو وزارت وايي، پاکستان پر افغان خاوره په تېرو نهو میاشتو کې نږدې نهه زره توغندي توغولي دي. د کورنیو چارو وزارت وزیر ویس احمد برمک پرون ولسي جرګې ته په استجوابیه غونډه کې وویل، چې د حمل له لومړۍ تر ننه پورې پاکستان پر افغان خاوره ۴۵۹ ځلې توغندي توغولي چې ...

نور ولوله »

افغان چارواکو ملګرو ملتونو ته د ډېورنډ اړوند شکایت کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴مرغومي، ۱۳۹۶ل): د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، پر ډېورنډ کرښه د پاکستاني پوځيانو د مداخلې او ستونزو له امله يې ملګرو ملتونو ته شکایت کړی دی. د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک پرون د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل، امنیت شورا ته يې رسمي اعتراض کړی، چې پاکستان پر افغان خاوره راکټ ...

نور ولوله »

د هوکړې له افشا وروسته؛ پاکستان په شپږو نقطو کې تاسیسات جوړوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۱۰مه، ۱۳۹۵ل): د ایس او پې د تړون له مخې افغان چارواکو له پاکستان سره هوکړه کړې چې پر ډېورنډ کرښه تاسیسات جوړ کړي او د پاکستاني چارواکو په وينا يې دا پخپله خاوره کې خپل تاسیسات دي. وروسته له هغه چې د تړون د هوکړې مادې افشا شوې، پاکستان پر ډېورنډ کرښه په شپږو ...

نور ولوله »

له پاکستان سره پر ډېورنډ کرښه د تاسیسات هوکړه رسوا شوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۸مه، ۱۳۹۵ل): «د ساحوي همغږۍ په محل کې د نویو پوستو جوړول او دفاعی تاسیساتو پراخول د واردمخه اطلاع او دواړو خواوو د همغږۍ پر اساس ترسره کیږي.» دا د پاکستان او افغانستان تر منځ د SOP تړون د شلمې مادې متن دی، چې پر ډېورنډ کرښه د تاسیساتو د هوکړې په اړه د ...

نور ولوله »