د ټیګونو ارشیف : ډېورنډ

پکتیکا: له انګورې اډې وروسته، پاکستاني ځواکونو دوه نورې سیمې نیولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): د پکتیکا قومي مخور وايي چې پاکستاني ځواکونه له انګور اډې وروسته په دوو نورو سیمو کې هم وړاندې راغلي دي. د پکتیکا د برمل قومي مشران وايي چې پاکستاني ځواکونه وروسته له هغه، چې په انګور اډه کې يې پراخه سیمه ونیوله او خپله دروازه يې پکې جوړه کړه اوس د ...

نور ولوله »

پاکستان شل کيلومتره په افغان خاوره کې دننه تاسیسات جوړوي

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۳مه، ۱۳۹۴ل): وروسته له هغه چې د ګډ حکومت له لوري له پاکستاني استخباراتو سره تفاهم لیک لاسلیک شوی دی، د ډېورنډ پر کرښه د عملياتو او وړاندې راتګ پېښې ډېرې شوې دي. د پکتيکا ولایت قومي مخور وايي چې په دې ولایت کې پاکستاني پوځيان د افغان سرحدي ځواکونو پر وړاندې په افغان خاوره ...

نور ولوله »

ظاهر قدير: له آی ايس آی سره تړون، د ډېورنډ منل دي

نن ټکی اسيا (يکشنبه، غبرګولي ۳مه، ۱۳۹۴ل): د ولسي جرګې مرستیال ظاهر قدير وايي چې د پاکستان له څارګرې ادارې سره د همکارۍ په نوم توافق لیک لاسلیکول د ډېورنډ کرښه د «پولې» د منلو په مانا دی. ظاهر قدير د ولسي جرګې په پرونۍ عمومي غونډه کې پر دې ټینګار وکړ، چې د ګډ حکومت مشران باید د دې ...

نور ولوله »

د پاکستان د لومړي وزیر په مشرۍ پلاوی کابل ته راځي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۲۱مه، ۱۳۹۴ل): د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف د یو پلاوي په ملتیا سبا کابل ته راځي. د پاکستاني رسنیو له قوله نواز شریف او ورسره پلاوی د ګډ حکومت د مشر اشرف غني په بلنه کابل ته سفر کوي. د سرچينې په قول د پاکستان له لومړي وزیر سره د هغه امنیتي سلاکار سرتاج ...

نور ولوله »

د تورخم لاره له څو ساعته بندښت وروسته، بېرته خلاصه شوه

  نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۱، ۱۳۹۳ل): نن سهار مهال د جلال اباد ـ تورخم لویه لاره وروسته له هغه د ترافیکو پرمخ وتړل شوه، چې د پولې په دواړو غاړو د افغان ملي اردو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ جنجال راپورته شو. نن سهار د پاکستان تلویزوني چینل ای آر وای (ARY) په یوه بیړني خبر کې وویل چې ...

نور ولوله »