د ټیګونو ارشیف : ښاروال

د کابل ښاروال استعفا ورکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۷وږي، ۱۳۹۷ل): د کابل سرپرست ښاروال عبدالله حبیبزي له خپلې دندې استعفا ورکړې او محمد اشرف غني هم منلې ده‎. هغه پخپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي، چې نن يې له خپلې دندې استعفا ورکړله‎. د ارګ یوه ویاند هارون چخانسوري ویلي، د حبیبزي استعفا منل شوې ده او پر ځای به يې وړ کس پر دنده ...

نور ولوله »

د زابل ښاروال درې میلیونه افغانۍ تښتولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د زابل سرپرست ښاروال  له درې میلیونه افغانیو سره یو ځای پاکستان ته تښتېدلی دی. د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال مني، چې ښاروال درې میلیونه افغانۍ تښتولي او لا درکه شوی دی. د سیال په خبره، محمد طیب شپږ میاشتې وړاندې د زابل سرپرست ښاروال ټاکل شوی و، دوه ورځې ...

نور ولوله »

د کابل ښار اوسنی وضعيت؛ د ګډ حکومت د کار انځوروونکی

خوشحال آصفي په کابل ښار کې ورستیو بارانونو که څه هم هوا نسبتآ صافه کړی خو په مقابل کې یې په واټونو او سرکونو کې د اوبو ډنډیدو خلکو ته ډيرې ستونزې پیدا کړې. ښاریان وايي د چاپیریال ککړتیا ورځ تر بلی زیاتیږي خو حکومت یې پر وړاندې هیڅ اقدام نه کوي. مدني فعالان پر حکومت غږ کوي چې د ...

نور ولوله »

ګډ حکومت هلمند لپاره پر يو وخت دوه ښاروالان ټاکلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني او اجراييه رييس ډاکټر عبدالله دواړو د خپلو فرمانونو له مخې پر يو وخت هلمند لپاره دوه ښاروالان ټاکلي دي. له کابله خپرېدونکې سرنوشت ورځپاڼې د خپلو اسنادو له مخې ليکلي، چې ولسمشر غني انجينر مطيع الله بهير او اجراييه رييس عبدالله د حسيب سلطاني په نوم ...

نور ولوله »

د مرکزي بغلان ښاروال د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ ښاروال د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی دی. د بغلان سرپرست والي عبدالقدیم نیازي ویلي چې سیداحمد ساپی د رشوت اخېستلو په تور  نیول شوی او اوس تر تحقیق لاندې دی. نیازي ویلي چې په دې اړه نور جزییات نه لري خو د مرکزي بغلان ...

نور ولوله »

د ننګرهار ښاروال له دندې ګوښه شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۳۰مه ۱۳۹۳ل): د افغانستان ختيځ ولایت ننګرهار ښاروال لال آغا کاکړ له دندې ګوښه شو. د سیمه‌ییزو ارګانو خپلواکې ادارې ویاند تواب غورځنګ ویلي چې د دغې ادارې په پېشنهاد او د جمهوري ریاست د منظورۍ وروسته يې لال آغا کاکړ له دندې لرې کړی دی. هغه زیاته کړې چې ولسمشر د نوموړي ګوښه کول، ...

نور ولوله »

ښاروال په فساد ککړ، لعل اغا کاکړ

لیکوال: قاری عبدالحق که د جلالکوټ ښاریانو ته وویل شي چې ستاسو ښاروال له دندې پیلولو تر دې دمه څه باندې یو ملیارده افغانۍ ستاسو له جیبونو غلا کړي، نو کېدای شي ډېرو ته د تعجب وړ نه وي. اووه کاله کېږي چې جلالت مآب جناب لعل آغا خان کاکړ صېب د جلالکوټ د ښاروال په توګه دنده ترسره کوي. ...

نور ولوله »

د غزني پخوانی ښاروال یو ځل بیا د اداري فساد په تور ونېول شو

نن ټکی اسیا (شنبه، د تلې۲۶مه، ۱۳۹۳ل): د غزني استیناف څارنوالۍ د دغه ولایت د پخواني ښاروال عبدالبصیر نوري د نېولو خبر ورکړ. د غزني ولایت استنیاف څارنوال عبدالرشید عابد د دغه خبر ورکولو پر مهال وویل،چې پخوانی ښاروال عبدالبصیر نوري  چې د اداري فساد په ۱۳ دوسیو کې ښکېل دی، د سترې محکمې د حکم په اساس نېول شوی ...

نور ولوله »