د ټیګونو ارشیف : ښوونځي

د پوهنې ریاست: د ننګرهار پنځوس سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ لړم، ۱۳۹۸ل): د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست وایي، د ننګرهار ولایت پنځوس سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي یې په پرانستې فضاء کې زده کړې کوي. د ننګرهار ولایت د پوهنې رییس «حسیب الله شینواری» په همدې تړاو طلوع نیوز ته ویلي، په ننګرهار کې ټولټال ۹۵۰ ښوونځي شتون لري، چې له ...

نور ولوله »

طالبانو په روزګان ولایت کې د شپږو مدرسو پرانستنه کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ لړم، ۱۳۹۸ل): د طالبانو د تعلیم او تربیې کمېسیون مسئولینو په روزګان ولایت کې د شپږو مدرسو پرانستنه کړې. د طالبانو له رسمي ادرس څخه په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کاږي، چې یادې مدرسې د روزګان ولایت د خاص ارزګان ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې پرانستل شوې، چې له منځه یې د «نورانیه» په ...

نور ولوله »

پوهنې وزارت د ۱۵ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹وری، ۱۳۹۸ل): د پوهنې وزارت چارواکي وايي چې له بېلابېلو مؤسسو سره يې اوولس هوکړه لیکونه چې ټول ټال د ۱۵ میلیونه ډالرو پر ارزښت کېږي، لاسلیک کړي دي. د دې وزارت سرپرست میرویس بلخي نن یوې خبري غونډې ته وویل، چې دا هوکړه لیکونه يې د پوهنیز بهیر د لا ښه کېدو په خاطر کړي ...

نور ولوله »

پوهنې وزارت: نور به ښوونځي د پوستو په ډول نه کارېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶وری، ۱۳۹۸ل): د پوهنې وزارت چارواکي وايي، روان کال کې يې د جګړې له ټولو اړخونو سره خبرې کړې، چې نور باید له ښوونځيو د سنګرونو په توګه کار وا نه خلي. د دې وزارت ویاندې نوريې نزهت رسنیو ته ویلي، له ښوونځیو د پوستو په ډول ګټه اخیستل، هغه څه و چې د زده کوونکو ...

نور ولوله »

طالبانو «د ښوونځیو بیا رغونه» په نوم د فعالیتونو ویډیو خپره کړه – ويډيو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵وری، ۱۳۹۸ل): د طالبانو فرهنګي کمیسیون «د ښوونځیو بیا رغونه» تر سرلیک لاندې په ښوونیز ډګر کې د طالبانو د فعالیت، بیارغونې او پر ښوونیز بهیر د څار په اړه د ترسره کړیو چارو لنډ ویډيويي راپور خپور کړی دی. دا ویډیو چې ټوله نږدې اوه دقیقې کېږي، د طالبانو په رسمي پاڼه خپره شوې او ...

نور ولوله »

زده کوونکو ته د طالبانو د ټاکلي یونیفارم هرکلی شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳ وری، ۱۳۹۸ل): په غزني ولايت کې طالبانو د دوو ولسواليو زده کوونکو او ښوونکو ته د ځانګړي يونيفارم د اغوستلو امر کړی دی چې د خلکو له خوا يې هر کلی شوی دی او د طالبانو دا ګام ستايلی دی. د غزني د ولايتي شورا غړي وايي چې طالبانو په دې ولايت او په ...

نور ولوله »

پوهنې وزارت غزني کې د زده کوونکو تلفات غندلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱وری، ۱۳۹۸ل): د پوهنې وزارت چارواکي وايي د جګړې ټول اړخونه باید ملکي تلفاتو او په تېره بیا ښوونیزو بنسټونو ته جدي پام وکړي. د دې وزارت ویاندې نوریې نزهت په غزني کې د وړمې ورځې خونړۍ پېښې په تړاو چې پکې ۲۱ زده کوونکو ته مرګ‌ژوبله واوښته خواشيني ښکاره کړې ده. تېره ورځ د غزني ...

نور ولوله »

اشرف غني یو ځل بیا د سلګونو ښوونځيو جوړولو ژمنه وکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵ وری، ۱۳۹۸ل): محمد اشرف غني نن یو ځل بیا د تعلیمي کال د پرانیستې په مناسبت خبرو کې وویل، چې سلګونه ښوونځي به روان کال کې جوړ کړي. هغه نن اماني لېسه کې د پوهنې زنګ وواهه او د تعلیمي کال پیل يې وکړ، خو تر څنګ يې د تېر کال ژمنه یاده نه کړه. ...

نور ولوله »

طالبان: د ښوونځیو پر عمر برابر ټول ماشومان ښوونځيو کې شامل کړئ!

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵وری، ۱۳۹۸ل): د نوي تعلیمي کال د را رسېدو په مناسبت د طالبانو د تعلیم او تربيې کمیسیون د پوهنې په برخه کې پر بوختو فعالانو غږ کړی چې خپلو دندو ته ژمن او وفادار پاتې شي او پر ولس يې غږ کړی چې خپل ټول هغه ماشومان چې د ښوونځيو د شمولیت عمر يې پوره ...

نور ولوله »

تعليمي کال واوښت، خو د اشرف غني د زرګونو ښوونځيو ژمنه لادرکه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴وری، ۱۳۹۸ل): محمد اشرف غني د تېر تعلیمي کال په پیل کې وویل چې نیمايي ښوونځي ودانۍ نه لري او دی به یوه کال کې شپږ زره ښوونځي جوړ کړي. هغه ټينګار وکړ چې د دې ښوونځيو لپاره د ښار جوړونې او کلیو او پراختیا وزارتونو او د سیمه‌ییزو ارګانونو ادارې لویه پروژه په پام کې ...

نور ولوله »