د ټیګونو ارشیف : ښځې

بشري حقونه: هره ورځ له ښځو سره د تاوتریخوالي تر ۱۲ ډېرې پېښې ثبت شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱وری، ۱۳۹۸ل): د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي په تېر لمریز کال کې له ښځو سره د تاوتریخوالي په برخه کې هره ورځ تر ۱۲ ډېرې پېښې ثبت شوې دي. د دې کمیسیون د ښځو د برخې مشرې لطیفې سلطاني ویلي، په یو کال کې کوم بدولون نه دی راغلی او د تېر کال دا پېښې ...

نور ولوله »

څېړنه: په نظامي لیکو کې اتیا سلنه مېرمنې له جنسي ځور سره مخ دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱کب، ۱۳۹۷ل): د پیک ریپورټز، په نوم رسنۍ د حکومت په نظامي لیکو کې له څېړنې وروسته ویلي، چې دې لیکو کې خورا لوړه کچه جنسي ځورونې موجودې دي. د سرچینې په وینا په نظامي لیکو کې بوختې مېرمنې يې په بدخشان، هرات، کابل او کندوز کې پوښتلې، چې د اردو، پولیسو او بېلابېلو برخو ...

نور ولوله »

کابل؛ یوه مېرمن د خپل خاوند پر قتل نیول شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰کب، ۱۳۹۷ل): د کابل امنیتي چارواکي په دوولسمه ناحیه کې يې یوه مېرمن د خپل خاوند د قتل په تور نیولې ده. د کابل امنیه قومندانۍ وايي مېرمن نازي ګل د شمس الدین په نامه خپل خاوند وړمه شپه د تبر په وسیله وژلی دی. د امنیه قومندانۍ د خبرپاڼې له مخې نازي ګل له پېښې ...

نور ولوله »

زړې ښځي به جنت ته نه ځي

مفتي حکیم الله صابر الحنفي حضرت أنس رضي الله عنه فرمايې : یو ځل یوې زړې مېرمنې له پیغمبر أکرم حضرت محمد صلی الله علیه وآله وسلم نه د دعاء کولو غوښتنه وکړل چي الله جل جلاله جنت ورته په برخه کړي ، حضرت محمد عربي صلی الله علیه وآله وسلم ورته وفرمائل : {لاٰ تَدْخُلُ الْجَنّةَ عَجُوزٌ}. “هیڅ یوه ...

نور ولوله »

د ښځی د نړيوالی ورځې په بانه

د،ب،هيښ کله چې دښځو دحقوقو خبرې کوو ،نو مراد دهغوئ ټولنیز،سیاسي ، فرهنګي او انساني اساسي حقونه دي. دا حقونه په مادیاتو ،تخصص،منصب ،مجردتوب ، متاهل توب او تولیدي مشغولتیا او عایداتو پورې هیڅ اړه نه لري. اساساً ماته د ښځو دحقوقوترنامه لاندې نارې وهل یوه تبعیضي موضوع ښکاري او دا مانا ورکوي چې ښځې دانسانیت دچوکاټ څخه بهر یوبل ...

نور ولوله »

ستره محکمه: له ښځو سره تاوتریخوالي کې د جنسي تېریو او ځانوژنې په ګډون زرګونه قضيې څېړل شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۷ل): ستره محکمه وايي په تېرو څلورو کلونو کې يې له ښځو سره د تاوتریخوالي په برخه کې د سلګونو جنسي تېریو او ځانوژنې قضیو په ګډون زرګونه هغو ته رسېدنه کړې ده. د سترې محکمې ویاند امان الله ایمان د «ښځو نړۍوالې ورځې» په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل، له ۱۳۹۴ل کال راهیسې ...

نور ولوله »

افغان ښځينه فعالانو ته د زلمي خلیلزاد مېرمنې «نصیحت» کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲کب، ۱۳۹۷ل): د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد مېرمن «شیرل بنارد» په افغانستان کې د ښځينه حقونو د لاسته راوړنې په برخه کې فعالو مېرمنو ته «نصیحت» کړی دی. هغې په نیشنل انټرسټ خپرونه کې خپره کړې مقاله کې د «فعالانو» په نوم پر افغان مېرمنو غږ ...

نور ولوله »

طالبان: د زده‌کړو او کار په برخه کې د ښځو حقونو ته ژمن یو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳سلواغې، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي په راتګ سره به يې ښځو ته د اسلام په رڼا کې د زده‌کړو او کار په حق کې ژمن پاتې شي. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډيو ته ويلي، د اسلامي او افغاني ارزښتونو په رڼا کې به د ښځو حقونه وپالي. شاهین ويلي: ...

نور ولوله »

د ښاغلي غني سیاسي جنون

نن ټکی اسيا سرليکنه تیره ورځ ښاغلي غني په کابل کې د ځوانانو په نوم یوې غونډې ته احساساتي وینا کوله . نوموړي د خپلې وینا ډیره برخه د سولې هغو خبرو ته ځانګړې کړې وه کومې چې د ده د حکومت په ناخبري کې د امریکايي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ په دوحه کې تر سره شوې. ښاغلي ...

نور ولوله »

کابل؛ یوولسو ناحیو ته ښځينه ښاروالانې ګمارل شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲مرغومي، ۱۳۹۷ل): په داسې حال کې چې د کابل ښاروالۍ د ګډ حکومت له پیله تر اوسه رسمۍ ښاروال نه دی لرلی او د سرپرستانو له لوري اداره کېده، خو تازه يې د یوولسو ناحیو لپاره ښځينه ښاروالانې چې د کابل ښار مرستیالانې هم یادېږي ګمارلې دي. د کابل ښاروالۍ له همدې امله جوړه شوې غونډه ...

نور ولوله »