د ټیګونو ارشیف : کابل چاودنه

کابل: په تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله د مړو شمېر ۴۸ کسانو ته پورته شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۴زمري، ۱۳۹۷ل): د عامې روغتیا وزارت وايي چې د کابل په دشت برچي کې د ننۍ چاودنې د قربانیانو شمېر ۴۸ تنو ته پورته شو. چاودنه نن د کابل په وخت ۴ بجې د «مهدي موعود» په تعلیمي مرکز کې را منځته شوه چې له امله یې لږ تر لږه ۶۷ تنه نور ټپیان شوي هم ...

نور ولوله »

د کابل په چاودنه کې یو کس ټپي شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴غويي، ۱۳۹۷ل): نن د دوشنبې په ورځ د کابل په نهمه امنیتي حوزه کې د یوې چاودنې له امله یو کس ټپي شوی دی. د امنیتي چارواکو په وینا چاودنه د مکرویان ۳ په سیمه کې فردوسي پارک ته نیژدې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي چاودېدلي چې له امله یې یو کس ټپي شوی او ...

نور ولوله »

په کابل کې د غټې چاودنې غږ واوریدل شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ غويي، ۱۳۹۷ل): په پلازمینه کابل کې د یوې غټې چاودنې غږ واوریدل شو. تر اوسه د پيښې په اړه کره او وروستي معلومات نه دي په ډاګه شوي خو د پولیسو ځینو سرچینو ویلي چې چاودنه په نهمه امنیتي حوزه کې شوې. په دې اړه تر اوسه معلومات تازه دي، خو ځینو سرچینو ویلي چې ...

نور ولوله »

په کابل کې د ننیو بریدونو څخه د یوه مسؤولیت طالبانو په غاړه واخیست

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹غويي، ۱۳۹۷ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته د یوې خبرپاڼې په را لیږلو سره د کابل د چاودنو او جګړې مسؤولیت په غاړه اخیستی دی او ویلي يې دي چې د «الخندق» عملیاتو په لړ کې يې دغه بریدونه تر سره کړي دي. نوموړي ویلي چې نن د چهارشنبې په ورځ ...

نور ولوله »

بیړنی خبر: په کابل کې تر پر لپسې چاودنو وروسته جګړه پيل شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه ۱۹ غویی، ۱۳۹۷): په پلازمینه کابل کې دوه پر لپسې چاودنې شوي خو د تلفاتو په اړه یې تر اوسه معلومات نشته. چاودنې د ۱۳مې امنیتي حوزې په سیمه کې د اتصالاتو مخابراتي شبکې مرکزي دفتر او افغانستان نړیوال بانک ته مخامخ د حاجي یعقوب پر څلور لاري شوي. د چاودنو وروسته د پولسیو امنیتي حوزې ...

نور ولوله »

کابل: په ننۍ پيښه کې د ۸ خبریالانو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي، ۴۱ ټپيان دي/ انځورونه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ غويي، ۱۳۹۷ل): د کابل په شش درک سیمه کې نن دوه غبرګې چاودنې وشوې چې له امله د عامې روغتیا وزارت په وینا د ۸ تنو خبریالانو په ګډون ۱۸ تنه ووژل شول او د ۴۱ تنه نور ټپيان شول. په ټپيانو کې هم خبریالان شته چې اکثره یې د دوهمې چاودنې قربانیان دي. د ...

نور ولوله »

کابل: په غبرګو چاودنو کې د خبریال په ګډون ۸ تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ غويي، ۱۳۹۷ل): د کابل په شش درک سیمه کې د دوو پر لپسې چاودنو له امله تر اوسه د ۸ تنو د وژل کېدو او ۲۰ تنو نورو ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی. لومړۍ چاودنه د ملي امنیت ودانۍ ته نیژدې شوې، کله چې په سیمه کې امنیتي ځواکونه، ژورنالیستان او خلک را ټول ...

نور ولوله »

د کابل چاودنې مسؤولیت داعش په غاړه واخیست – انځورنه دوهمه برخه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ غويي، ۱۳۹۷ل): نن سهار د کابل په شپږمه امنیتي حوزه کې د دشت برچی په سیمه کې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې پر یوه مرکز چاودنه وشوه چې له امله یې تر اوسه د ۳۱ تنو وژل کېدو او ۵۴ تنو نورو ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی. ویل کیږي چې چاودنه د سرتیري ...

نور ولوله »

کابل: د چاودنې قربانیانو شمېر پورته شو – د پيښې وروسته انځورونه او ویډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ غويي، ۱۳۹۷ل): نن سهار د کابل په شپږمه امنیتي حوزه کې د دشت برچی په سیمه کې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې پر یوه مرکز چاودنه وشوه چې له امله یې تر اوسه د عامې روغتیا وزارت په وینا ۳۱ تنه وژل شوي او ۵۶ نور ټپیان شوي دي. ویل کیږي چې چاودنه د ...

نور ولوله »

د کابل په چاودنه کې تر اوسه نهه کسان وژل شوي تر پنځوس زیات ټپيان دي / ویډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ غويي، ۱۳۹۷ل): د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش رسنیو ته وویل چې د کابل په دشت برچي سیمه کې د چاودنې له امله ۹ تنه وژل شوي او ۵۶ تنه نور ټپیان شوي دي. نن شاوخوا لس بجې سهار د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې د دشتي برچي په سیمه کې چاودنه ...

نور ولوله »