د ټیګونو ارشیف : کابل

سياست ، انتخابات و پارلمان با چالش رشوت و معامله !

” عبدالبصير كاكړ “ بعد از سقوط رژيم نجيب ، در اكثريت از معاملات و تعاملات در امور سياست يك نوع شكل سمتى، زبانى و تبارى را بخود گرفت و بخصوص بعد از مجلس نخست بن و تشكيل حكومت مؤقت به رياست حامد كرزى و تقسيم بندى پست هاى حكومتى به شكل غير معيارى آن و به اساس يك تناسب ...

نور ولوله »

د کابل نوماندانو د ملي شورا ودانۍ دروازه تړلې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱غويی، ۱۳۹۸ل): ټاکل شوې وه نن د ولسي جرګې د اداري پلاوي لپاره ټاکنې وشي، خو د کابل ولایت ګڼو نوماندانو د ودانۍ مخې ته اعتراض وکړ او بریالي وکیلان يې ننوتلو پرې نه‌ښودل. د کابل ولایت د ولسي جرګې هغه نوماندان چې لومړني لیست کې بریالي، خو وروستي کې يې لا هم د بریا او ...

نور ولوله »

دوهم تعقيب: کابل کې له چاودنو وروسته لاهم جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸غويی، ۱۳۹۸ل): نن غرمه مهال د پلازمينې کابل د لسمې امنيتي حوزې اړوند د نوي ښار سيمه کې د لويې څارنوالۍ شاته د يوې بهرنۍ موسسې په يو دفتر بريد شوی دی چې جګړه لاهم روانه ده. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر پاڼه ليکلي دي چې د کاونټربارټ په نامه د امريکايانو ...

نور ولوله »

کابل؛ د ولسي جرګې ټاکنو اړوند د شکایتونو څېړنه پای ته رسېدلې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷غويی، ۱۳۹۸ل): د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون مسؤلین وايي، د کابل ولایت د ولسي جرګې د تېر کال ټاکنو اړوند شوي شکایتونه يې څېړلي او پرېکړه يې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته سپارلې ده. د دې کمیسیون منشي او کمیشنر محمد قاسم الیاسي نن رسنیو ته وویل، خپله وروستۍ پرېکړه يې پرون «دوشنبه» د ټاکنو کمیسیون ...

نور ولوله »

کابل؛ د تخار یو سناتور ټپي او مېرمن يې وژل شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵غويی، ۱۳۹۸ل): کابل کې امنیتي چارواکي وايي د تخار ولایت یو سناتور پخپل کور کې پر ډزو ټپي شوی او مېرمن يې وژل شوې ده. د کابل امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي چې سناتور محمد افضل شامل نن سهار د څلورمې حوزې مربوطاتو کې په خپل کور کې د ډزو له امله ټپي شوی، مېرمن ...

نور ولوله »

د مشورتي لویې جرګې په اړه د امریکايي ورځپاڼو تبصرې

newspaper

ورځني سیاسي نوټونه (۳۷۶) واحد فقيري د امریکا معتبر اخبار واشنګټن پوسټ د مې پر ۳ لیکي د افغان ۳۲۰۰ کسیزي جرګې د جمعې په ورځ پر طالبانو او افغان حکومت باندي د سمدستي اور بند ږغ وکړ،‌ او دغه راز يې د امریکايي قواوو د «منظم» او تدریجي وتلو تقاضا وکړه. د جرګې استازو وویل چي حکومت باید د ...

نور ولوله »

د مشورتي جرګه مارو قضاوت ارزوو

خالد افغان زوی د مشورتي جرګې په نوم هغه غونډه چې له تېرو پنځو ورځو په کابل کې پنډه وه نن دجمعې په ورځ پای ته ورسیده. دلته د جرګې له سیاسي، تبلیغاتي او نورو لاملونو او د څلور ورځني عجیب او غریب جریان له داستانه تیریږو او یوازې د وروستۍ ورځې جریان او پریکړه لیک ته یې کتنه کوو ...

نور ولوله »

قطر لومړی ځل د افغانستان لپاره خپل سفیر اعلان کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲غويی، ۱۳۹۸ل): قطر هېواد د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې سفارت پرانیزې او د سفیر معرفي کولو خبر يې ورکړی دی. د قطر د امیر د فرمان له مخې سعید مبارک الخیارین الهاجري يې د افغانستان لپاره سفیر ټاکل شوی دی. قطر په داسې حال کې افغانستان کې د سفیر معرفي کېدو خبر ورکوي، چې ...

نور ولوله »

کابل؛ د لويې جرګې د خوندیتوب په پلمه ښار تړل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹غويی، ۱۳۹۸ل): نن د مشورتي لویه جرګې لومړۍ ورځ ده، چې له امله يې ښار تړل شوی، د موټر په تګ راتګ بندیز دی او د ښار هوا کې هم کله کله چورلکې دورې وخوري. کابل ښاریان د جرګې له ساحې نه ان د لسو کیلومیټرو په فاصله د لارو د بندښت ګیله کوي او نږدې ...

نور ولوله »

ټاکنې؛ د کابل ولایت لومړنۍ پایلې لغوه شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸غويی، ۱۳۹۸ل): د ولسي جرګې له ټاکنو شاوخوا اته میاشتې تېرېږي، چې لا هم د پکتیا او کابل ولایتونو لومړنۍ پایلې نه دې اعلان شوې. تازه د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وايي، د کابل ولایت لومړنۍ پایلې يې هم لغوه اعلان کړې دي. د دې کمیسیون غړو وړمه ورځ جلسه کې پرېکړه کړې چې د کابل ولایت ...

نور ولوله »