د ټیګونو ارشیف : کابل

د پارلمان ودانۍ ته څېرمه درې توغندي لګېدلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲ تله، ۱۳۹۸ل): د کابل ښار لويديځ کې د پارلمان ودانۍ ته څېرمه درې توغندي لګېدلي دي. د سيمې خلکو رسنيو ته منلې، چې د پارلمان ودانۍ ته څېرمه توغنديز بریدونه شوي، خو تر اوسه په دې اړه نور جزئيات نه دي ترلاسه شوي. د کابل پوليسو او د پارلمان امنيتي مسؤولينو تر اوسه د پېښې ...

نور ولوله »

له ډاکټر نجیب سره څرنګه مخامخ سوم؟ «خوږه خاطره»

najib hanging

وحيدالله ژمن د میزان پر شپږمه چې کله طالبانو کابل فتحه کړ موږ د چهار اسیاب لخوا سهار پر لس بجې کابل ته داخل سو. دا چې د کابل فتحه ناببره وه او له هغې لارې وسوه چې موږ یې توقع نه درلوده نو ځکه موږ بیخي هک پک او حیران و . دومره هیجانی و چې هیڅ په ځان ...

نور ولوله »

طالبان: په کابل ښار او پروان کې مو سرتېرو بریدونو کې امنيتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې

ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ وږی، ۱۳۹۸ل): نن له غرمې وروسته د پروان ولايت په مرکز چاريکار او د کابل ښار نهمې  حوزې کې د دفاع وزارت پر پيژنتون رياست د دواړو سرتيرو بریدونو مسؤوليت طالبانو منلی دی. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، د کابل ښار نهمې حوزې ميکرويانو سيمه کې ...

نور ولوله »

کابل: طالبانو د کمانډويانو په قرار ګاه موټر بم بريد کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ وږی، ۱۳۹۸ل): څو شیبې وړاندې طالبانو کابل کې د کمانډو عسکرو په قرارګاه موټر بم برید کړی دی او کمانډويانو ته يې مرګ ژوبله ړولې ده. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د کابل په ريشخور سيمه کې يې د کمانډو عسکرو په قرارګاه موټر بم بريد کړی او په قرار ګاه کې ...

نور ولوله »

کابل کې د امريکا سفارت ته څېرمه چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۰ وږی، ۱۳۹۸ل): تېره شپه شاوخوا يوه بجې کابل ښار کې د امریکا سفارت ته څېرمه د درنې چاودنې غږ اورېدل شوی دی. چاودنه په داسې حال کې شوې، چې هلته د ۲۰۰۱ کال د ستمبر مياشتې د خونړۍ پېښې د اتلسمې کليزې نمانځغونډه په پيلېدو وه. په کابل کې د امريکا سفارت چارواکو د چاودنې ...

نور ولوله »

کابل ښار کې د مسعود پلويانو يو عسکر په ډزو وژلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸ وږی، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې چې نن د احمد شاه مسعود د مړينې تلين دی، پلويان يې د کابل ښار په بيلابيلو واټونو کې په موټرو کې ګرځي او ډزې کوي چې څو شيبې وړاندې يې يو تن عسکر په مخامخ ډزو کې وژلی دی. د دفاع وزارت وياند روح الله احمدزی وایي چې ...

نور ولوله »

ناټو د کابل په ننني سرتیري برید کې د دوه بهرنیو عسکرو وژنه تایید کړه

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۱۴ وږی، ۱۳۹۸ل): په افغانستان کې د ناټو پریکنده ماموریت وايي چې د کابل ښار په ننني سرتیري برید کې دوه تنه بهرني عسکر وژل شوي دي. د ناټو له خوا خپره شوې خبرپاڼه زیاتوي چې دغه دوه عسکر د امریکا او رومانیا هېوادونو دي. خبرپاڼې د ټپیانو او نورو تلفاتو په اړه جزییات نه دي ...

نور ولوله »

کورنيو چارو وزارت: په «ګرين ويليج» بريد کې ۱۳۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۱۲ وږی، ۱۳۹۸ل): طالبانو تيره شپه د کابل ښار نهمې امنيتي حوزې اړوند د ګرين ويليج په نامه د بهرنيو ځواکونو په استوګنځي بريد کړی دی او ۱۳۵ تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده. د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي چې دغه بريد په ټراکټور کې د ځای په ځای شويو چاودېدونکو ...

نور ولوله »

طالبان وايي په «ګرين ويلیج» بريد کې يې لسګونه بهرنيانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۱۲ وږی، ۱۳۹۸ل): تيره شپه لس بجې طالبانو د کابل نهمې امنيتي حوزې اړوند په خورا خوندي او حساسه سيمه کې د بهرنیو ځواکونو په يو مرکز ګرين ويليج موټر بم بريد وکړ او لسګونه بهرنيانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دغه بريد کې يې ...

نور ولوله »

کابل: د بهرنيو ځواکونو په مرکز له موټر بم بريد وروسته جګړه روانه ده

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۱ وږی، ۱۳۹۸ل):څو شيبې وړاندې د کابل ښار په نهمې امنیتي حوزې کې د بهرنيو ځواکونو په يو استوګنځي موټر بم برید شوې دی او له هغې وروسته ډزې روانې دي. د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي چې چاودنه د نهمې امنیتي حوزې اړوند ګرين ويليج کې شوې ده. يوې امنیتي سرچينې يک تلويزيون ...

نور ولوله »