د ټیګونو ارشیف : کابل

د ولسي جرګې غړی بیدار ځاځی ټپي شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲وږي، ۱۳۹۷ل): کابل ښار کې د ولسي جرګې غړي بیدار ځاځی د نامعلومه وسله‌والو تر برید لاندې راغلی دی. بیدار ځاځی چې راتلونکو ټاکنو ته هم نوماند دی، نن غرمه د اتمې حوزې اړوند سیمه کې پرې برید وشو. د هغه زوی اغاجان وايي پلار يې د معاملاتو لارښوونې یوه دوکان کې ناست و، چې موټر ...

نور ولوله »

کابل کې د غزني د استیناف محکمې رییس وژل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰وږي، ۱۳۹۷ل): طالب سرتېرو په کابل کې د غزني د استیناف محکمې رییس وژلی دی. طالبان وايي د دوی غلچکي برېدګرو قاضي فضل کریم عارف د کابل ښار پنځمې حوزې په مربوطاتو کې په نښه کړ. د طالبانو خبرپاڼې لیکلي، قاضي عارف يې تېر مازیګر د پنځمې حوزې په خواجه جم قبرستان سیمه کې وژلی ...

نور ولوله »

د کابل د «سوریه» کولو هڅې

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: د ټرمپ د جنګي ستراتیژي تر ناکامي وروسته د امریکایانو لخوا په افغانستان کې د قومي او مذهبي تاوتریخوالي او شخړو په راپیدا کولو سره هڅه کیږي چې دلته هم د سوريي په څیر مذهبي او فرقه يي جګړه پیل شي. د ښاغلي غني تر مشرۍ لاندې د ملي وحدت په نوم ګډوله حکومت چې ...

نور ولوله »

کابل: د مسعود پر پلویانو چاودنه وشوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸وږي، ۱۳۹۷ل): د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې د مسعود پر پلویانو چاودنه وشوه. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، چې چاودنه د یو تن موټر سایکل سپور بریدګر له خوا د سلیم کاروان او تاییمنې زړې پروژې تر منځ وشوه. هغه د تلفاتو په اړه بې خبري وښوده، خو د ...

نور ولوله »

عامې روغتيا وزارت: د «شهيد اوونۍ» لمانځونکو په ډزو ۱۳ تنه ټپيان شوي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸وږي، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د عامي روغتيا وزارت وايي چې د شهيد اوونۍ لمانځونکو په هوايي ډزو ۱۳ تنه ټپيان شوي دي. د وزرات وياند ډاکټر وحيدالله مجروح رسنيو ته ويلي دي چې تر دې دمه ۱۳ تنه ټپيان د کابل بيلابيلو روغتونونو ته راوړل شوي دي، چې دغه ټول نن ورځ د مسعود د پلويانو ...

نور ولوله »

نن کابل جان کې!/ فيض ځلاند

فيض ځلاند خاموشې ده نن کابل کې د سقاو زور دی د څو بې پتو بې ضمیره بې حیا شور دی د څو بې ننګو پردي پالو لا په سر شملې دي نن لنډغرو بیا لوټ کړی د افغان کور دی له هر تصویره یې سرې وینې د ابشارو څاڅي له دیمزنګه وینې څاڅي په باګرام اور دی وطن پردی ...

نور ولوله »

افغان دارالعلوم کې دوه ورځنی فقهي سيمينار ترسره شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸ وږی، ۱۳۹۷ل): د کابل په افغان دارالعلوم کې تيره ورځ د مجمع الفقه الاسلامي ترسرليک لاندې دوه ورځنی فقهي سيمينار ترسره شو چې په کې د هيواد د ۲۲ ولايتونو څخه ۷۰ تنه ديني عالمانو ګډون کړی و. ددې ترڅنګ په دغه سيمينار کې د دارالعلوم ديوبند د دارالافتاء مرستيال مفتي مولانا محمد نعيم او د ...

نور ولوله »

د کرېکټ نړیواله «ټرافي» به په دیسمبر میاشت کې افغانستان ته راوړل شي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷ وږی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان کرېکټ بورډ مشر شکر الله عاطف مشعل ویلي چې د ۲۰۱۹م کرېکټ نړیوال جام «ټرافي» به په دیسمبر میاشت کې افغانستان ته راوړل شي. عاطف مشعل رسنیو ته په مرکه کې زیاته کړه چې هغه ټولې خبرې بې بنیاده دي چې د کرېکټ نړیوالې شورا افغانستان ته د خراب امنیتي وضعیت ...

نور ولوله »

د امریکا دفاع وزیر په ناڅاپي سفر کابل ته راغی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۶وږي، ۱۳۹۷ل): د امريکا د دفاع وزير جيمز ماتيس نن له غرمې مخکې په يو ناڅاپي سفر د افغانستان پلازمينې کابل ته راورسېد. ټاکل شوې ده چې جيمز ماتيس به په افغانستان کې له ميشتو امريکايي عسکرو او ناټو ځواکونو عمومي قومندان او د ګډ حکومت له مشر محمد اشرف غني سره هم وګوري. تر دې ...

نور ولوله »

کابل يم/ فکرمل طالب

چاته مرګ چاته زندان یمه کابل يم چاته خوږ لکه خپل ځان یمه کابل يم دننګو شمله مې هسکه په جهان ده د غزا ګرم میدان یمه کابل يم د زقوم ترخه لُقمه یم نه تېرېږم هر غاصب لره تاوان یمه کابل يم روغ سرونه هیچانه دي رانه وړې غازي کور دميرويس خان یمه کابل يم لاهو کړی مې لښکرې ...

نور ولوله »