د ټیګونو ارشیف : کابل

هند-پاکستان تر منځ تاوتریخوالي د کابل-ډهلي ټکټونه درې چنده لوړ کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳وری، ۱۳۹۸ل): د هند او پاکستان تر منځ تاوتریخوالي او د پاکستان د هوايي حریم تر بندیز وروسته د کابل-ډهلي تر منځ ټکټونو بیې درې چنده لوړې شوې دي. پاکستان نیږدې میاشت وړاندې لومړی خپل فضايي حریم د هر ډول الوتنو پر مخ بند کړ خو وروسته پاکستاني چارواکو له عبوري یا ټرانزیټ الوتنو پرته ...

نور ولوله »

کابل؛ د لويې څارنوالۍ د بودجې مدیر وژل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳وری، ۱۳۹۸ل): کابل کې د لویې څارنوالۍ په عسکري چارو کې د عمومي امریت د بودجې امر په ډزو وژل شوی دی. د کابل امنیتي چارواکي وايي، مدیر تمیم د غلام سرور زوی د ۱۳مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې تېره شپه وژل شوی دی. د سرچینې په وینا هغه لویه څارنوالۍ کې دنده درلوده، ...

نور ولوله »

«تېرو دریو کلونو کې څاڅکی اوبه هم نه دي ذخیره شوې»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲وری، ۱۳۹۸ل): سږنیو ورښتونو ته په پام په کښت او کرونده کې د نظر خاوندان وايي حکومت باید د اوبو ذخیره کولو ته جدي پام کړی وای. ګام‌نیوز د عبدالولي موحد په نوم د اوبو د ذخیره کولو یو متخصص په حواله لیکي چې له تېرو دریو کلونو راهیسې د افغانستان اوبه پر خپل سر بهېږي. ...

نور ولوله »

زاخېلوال: بین الافغاني مذاکراتو کې سوله تر بل هر وخت شونې ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱وری، ۱۳۹۸ل): په پاکستان د افغانستان مخکينی سفیر حضرت عمر زاخېلوال لیکي، د بین الافغاني مذاکرتو په پایله کې د بل هر وخت په پرتله اوس سوله ډېره شونې ده. هغه د حامد کرزي، عبدرب الرسول سیاف، عبدالله عبدالله، کریم خلیلي او سرور دانش د ګډې ناستې تصویر سره لیکلي، دا فرصت تل منتظر نه‌شي پاتې ...

نور ولوله »

عبدالله: د سولې لپاره یو واحد دریځ ته اړتیا ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱وری، ۱۳۹۸ل): اجراییه رییس عبدالله عبدالله وايي، د سولې په روانه پروسه کې د پاشلیو هڅو منسجمول پکار دی او باید له واحد دریځه خبره وشي. هغه نن کابل کې د توبرکلوز د ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، چې دوی هڅه کوي چې تر يوې رهبرۍ لاندې د سولې هڅې را ټولې کړې. ...

نور ولوله »

خوست؛ پر ډېورنډ اغزن سیم د کورنۍ غړي سره بېل کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰وری، ۱۳۹۸ل): د خوست اوسېدونکي وايي پر ډېورنډ فرضي کرښه د اغزني سیم تېرول تر دې ولایته رسېدلي او په ځينو سیمو کې يې ان د يوې کورنۍ غړي سره جلا کړي دي. طلوع‌نیوز د ځايي همکار له خولې وايي، د خوست له مرکز یوازې دېرش کیلومتره لرې، ګربزو ولسوالۍ په بادشاه خان کلی نیم پاکستان ...

نور ولوله »

«زلمی خلیلزاد کابل ته را روان دی»

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰وری، ۱۳۹۸ل): ځينې سرچینې وايي، د روانې جګړې د ختمولو لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن کابل ته رارسېږي. هغه چې د سولې پروسې په دوران کې پر یو بل سفر وتلی، لومړی برتانیا ته وخوځيد، نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه وروستیو څرګندونو کې ويلي، چې دې پروسه کې يې د ښځو د او ...

نور ولوله »

کابل؛ نهه کاله وروسته لومړۍ پنجشنبه، چې رخصتي يې نه درلوده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸وری، ۱۳۹۸ل): کابل کې پوره نهه کاله وړاندې حکومت د پنجشنبې ورځ رخصتي اعلان کړه او دولتي مامورین به دندو ته نه تلل. تېر کال د کب په نیمايي کې د وزیرانو شورا پرېکړه وکړه چې نور به دغه ورځ رخصتي نه وي او مامورین باید دندې پر مخ یوسي. په ۱۳۸۹ل کال کې د دې ...

نور ولوله »

قریشي: کابل ته د افغان سفیر بلل یوه «غیر عقلاني» پریکړه وه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ وری، ۱۳۹۸ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر «شاه محمود قریشي» وايي، د افغان حکومت له لوري له اسلام اباد څخه د خپل سفیر وربلل یوه غیر سنجیده او له حالاتو سره په ټکر کې پریکړه وه. قریشي چې تېره ورځ یې د همدې موضوع اړوند له رسنیو سره خبرې کولې وویل، افغان سفیر له ...

نور ولوله »

جان‌بس عمران خان ته: د کرکټ ځينې اصول ډيپلوماسي کې کار نه ورکوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۷وری، ۱۳۹۸ل): د پاکستان د لومړي وزیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې کابل کې د امریکا سفیر لیکلي، چې د کرکټ ځينې اصول ډیپلوماسۍ کې کار نه ورکوي. پاکستاني رسنیو وړمه ورځ «دوشنبه، ۵وری» د عمران خان په حواله وویل، چې افغانستان کې د روانې شخړې د حل لپاره مؤقته اداره سمه لار ده. کابل ...

نور ولوله »