د ټیګونو ارشیف : کابل

ارګ کې د کابل د خوندیتوب لپاره امنیتي ناسته وشوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸چنګاښ، ۱۳۹۷ل): نن په ارګ کې د محمد اشرف غني په مشرۍ د کابل له امنیتي مسؤلینو سره شریکه ناسته وشوه. د ارګ د خبرپاڼې له مخې په دې غونډه کې د کابل پر خوندیتوب بحث وشو او د کابل ښار ګارنیزیون ته امر وشو، چې «خپل ځانګړی ځای پیدا کړي.» تېره ورځ ملي شورا د ...

نور ولوله »

کابل: پنځمه امنیتي حوزه کې یو افسر وژل شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د کابل امنیتي مسؤلین وايي د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د ملي دفاع وزارت یو افسر وژل شوی دی. د امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزی وايي، پېښه نن سهار شاوخوا شپږ بجې د پنځمې حوزې اړوند کمپنۍ سیمه کې شوې ده. هغه وايي وژل شوی افسر معراج الدین نومېږي، چې ...

نور ولوله »

کابل: د پنځمې حوزې امر ټپي او د پغمان د کشف امر وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د کابل امنیتي مسؤلین وايي چې د ښار د پنځمې حوزې امر په یوه چاودنه کې ټپي شوی او د پغمان ولسوالۍ د کشف امر په مخامخ برید کې وژل شوی. د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزی وايي د عبدالغفور عزیزي موټر په بادام باغ سیمه کې د ښخ کړل شوي ...

نور ولوله »

کابل: خاکجبار کې نږدې ۳۰ تنه عسکر طالبانو ته ورغلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کې ۲۷ تنو عسکرو خپلې وسلې پر ځمکه ايښې او د طالبانو لیکو ته ورغلي دي. طالبانو د خبرپاڼې په خپرولو سره د دې خبر پخلی کړی او ويلي يې دي، دغه کسان د دوی د بلنیز کمیسیون له لارې وسلې ايښودو ته قانع شوي دي. هغوی په خپره ...

نور ولوله »

کابل کې د افغانستان او فلسطین ترمنځ دوستانه فوټبال سیالۍ کیږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۲ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): ټاکل شوې ده چې په پلازمینه کابل کې به راتلونکې اګست میاشت کې د افغانستان او فلسطین ترمنځ د فوټبال دوستانه سیالۍ ترسره کیږي. د افغانستان فوټبال فدراسیون تېره ورځ پخپله فیسبوکپاڼه د اګست میاشتې په ۱۹مه نېټه د فلسطین او افغانستان ترمنځ په کابل کې د نړیوالې دوستانه فوټبال سیالۍ اعلان کړی ...

نور ولوله »

د کابل – شمال لویه لاره سالنګ کې هم تړل شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۰چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د کابل – شمال لویه لاره د سالنګ په شمالي اړخ کې د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده. د لویې لارې مسافر وايي، چې د دوستم پلویانو په بغلان کې دغه لویه لاره تړلې ده، خو هغوی دا خبرونه ردوي. د بغلان د ولایتي شورا غړی اسدالله شهباز وايي دغه لویه لاره د ...

نور ولوله »

شنونکي: د امریکايي چارواکي سفر؛ د پردې تر شا د دسیسې ښکارندوی دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۹چنګاښ، ۱۳۹۷ل): تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په ناڅاپي سفر افغانستان ته راغی او د رسنیو په وړاندې يې هغه څه وویل چې شنونکي يې تکراري بولي. هغه له محمد اشرف غنی سره یو ځاي پر رسنیو را ښکاره شو او ويې ویل چې د افغان ځواکونو ملاتړ به کوي، ...

نور ولوله »

کويټ کابل کې خپل سفارت پرانېزي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي کويټ به ډېر ژر په افغانستان کې خپل سفارت پرانېزي. دا څرګندونې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي کړې دي. هغه چې کویټ ته په سفر تللی و، ویلي له کویټي چارواکو سره يې د اړیکو په پراختیا خبرې کړې. کرزي وویل، هغوی ورسره ...

نور ولوله »

کابل کې د کانکور ازموینه پیل شوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د لوړو زده کړو وزارت چارواکي وايي د کانکور د ازموینې په لړ کې د کابل حوزې د لومړي دور ازموینه نن پیل شوه. د لوړو زده کړو وزیر نجیب الله خواجه عمري وویل، په ازموینه کې د ټولو ګډونوالو شمېر ۵۷۹۲۹ تنه دي، چې په لومړي دور کې يې د ۵۰۴۴ نجونو په ...

نور ولوله »

میرویس میدان کې نیول شوې وسلې د چا دي؟

اکمل شینواری څه باندې دوه اونۍ وړاندې د کابل پولیسو د کابل ښار میرویس میدان سیمه کې څو کانتینره وسلې او چاودیدونکي مواد ونیول.دغه خبر ته هغه وخت ځکه رسنیو ډیر پام ونکړ چې له طالبانو سره اختریز اوربند اعلان شو او مطبوعاتي فضاء د اوربند خبرو پر سر واخیسته. اوس له پیښې ډیرې ورځې وروسته د کابل امنیه قومندان ...

نور ولوله »