د ټیګونو ارشیف : کابل

کرزي د افغاني سرتیري له لوري د بهرنیو عسکرو وژنه وغندل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمری ۱۴مه، ۱۳۹۳ل) : د افغانستان ولس مشر حامد کرزي د پلازمیني کابل مربوط په یوه روزنیز مرکز کې د افغاني سرتیري په ډزو د څلورو بهرنیو عسکرو وژنه په کلکه وغندل. او وې ويل چې د یو افغاني سرتیري له لوري په هغو بهرنیو روزونکو او جنرالانو ډزي چې دغه روزنیز مرکز ته د ...

نور ولوله »

حكمتيار صيب بيا نغاره وډنگوله

Imam-Ud-Din-Safi

لیکوال: الحاج امام الدین ساپی زه خپله ليكنه د ارواښاد الفت صيب په يوبيت اووينا پيل  كوم وايي. گورم جهان كې څوك كعبه ځني بوتان جوړوي. غلطه پوهه له سړي ځنيې شيطان جوړوي بيا وايي : په سياست كې وايه يو څه كوه بل څه . زمونږپه كلې كې به چې كله  په كومې كورنۍ كې هلك ځوانۍ ته ورسيدنوسمدلاسه ...

نور ولوله »

کابل: چاودنې د ملي اردو اتو عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اړولې ده

نن ټکی آسیا(دوشنبه، زمري ۱۳مه، ۱۳۹۳): د دفاع وزارت چارواکي وايي چې د کابل په جنوب کې د سړک د غاړې بمي چاودنې د ملي اردو څلور عسکر وژلي او څلور نور يې سخت ټپیان کړي دي. د دفاع وزارت په نننۍ خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دغه چاودنه د کابل په جنوب کې د موسهي ولسوالي په مربوطاتو ...

نور ولوله »

کابل: اور یو هوټل لولپه کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۱۱مه ۱۳۹۳): د اطفايې مسئولین وايي چې کابل ښار کې اور یو هوټل ته خورا زیان رسولی دی. د اطفايې رییس انجینر شرف الدین د پېښې د پخلي سره ویلي چې د کابل ښار په ۱۱مه حوزه کې د پروان په نوم هوټل اور اخېستی و. شرف الدین زیاته کړې چې اور د ګازي ډبې ...

نور ولوله »

سړى څه ووايي ؟

زما پر خوا راځي اشر دي سړى څه ووايي ؟ دګران غمونه مي لښكر دي سړى څه ووايي ؟ چي بيا به ووينو كنه حيران يم څه فرض كړم مسافرى مو د سنګر دي سړى څه ووايي ؟ سپوږى لوېدلې ده نارې وهي چي توره شپه ده بې شمېره ستوري يې پر سر دي سړى څه ووايي ؟ دي مسلمان ...

نور ولوله »

ترافيکي پېښه کې ۲۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمری ۲مه، ۱۳۹۳ل): د کابل جلال اباد پر لويه لار د سروبي ولسوالۍ نغلو سيمې سره د يوې خونړۍ ترافيکي پېښې له امله اته تنه مړه او ۲۱ ټپيان شول. عينې شاهدان وايي، چې نوموړې پېښه نن سهار وختي شاوخوا شپږ بجې نغلو سيمه کې د درې موټرو د ټکر له امله رامنځته شوه، چې نتيجه ...

نور ولوله »

کابل: په پنځمه حوزه کې دوه راکټه لګیدلي دي

نن ټکی آسیا(چهارشنبه، زمری ۱، ۱۳۹۳): تېره شپه شاوخوا لس بجې د کابل ښار په پنځمه حوزه کې دوه راکټه لګیدلي دي، چې د کورنیو چارو وزارت مسوولینو يې له تلفاتو ناخبري وښووده. د کورنیو چارو وزارت مرستیال جنرال ایوب سالنګی وايي چې تر اوسه يې د تلفاتو په اړه معلومات نه لري. د یادو راکټونو د توغولو مسوولیت چا ...

نور ولوله »

کابل ښار یو ځل بیا درنې چاودنې ولړزاوه

نن ټکی آسیا(سې شنبه،د چنګاښ۳۱مه،۱۳۹۳ل): نن سهار وختې د کابل ښار قصبه سېمه یوې درنې چاودنې ولړزوله. چاودنه په ځايي وخت د سهار په شپږ نېمو بجو را منځته شوې. د لومړنیو معلوماتو له مخې دا زوروره چاودنه د کابل هوایي ډګر ته څېرمه رامنځته شوه. د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال جنرال ایوب سالنګي پېښه تایید کړه او دا ...

نور ولوله »

د کابل هوايي ډګر تر ډله ېیز برید لاندې دی

نن ټکی آسیا(پنجشنبه،د چنګاښ۲۵مه،۱۳۹۳ل): همدا نن سهار وختې د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د درنو چاودنو او ډزو غږونه واورېدل شول. له سېمي نه ورکول شوی خبر کاږي، چې څو تنو په وسلو سمبالو کسانو د کابل هوايي ډګر ته څېرمه په یوه ودانۍ کې، چې تر رغونې لاندې ده مورچلې نیولې او پر کابل هوايي ډګر یې برید ...

نور ولوله »