د ټیګونو ارشیف : کاپيسا

کاپیسا کې ګډو ځواکونو دوولس تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې/انځورونه

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۳ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د کاپيسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې امریکایي ځواکونو د خپلو داخلي همسنګرو په ملتیا د ولسي وګړو په کورونو برید کړی او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې دوولس تنو ته مرګ ژوبله اړولې. له سیمې څخه په خپرو شویو راپورونو کې راغلي، چې ګډو ځواکونو تېره شپه د نجراب ...

نور ولوله »

د کاپيسا امنيه قومندان فريد مشعل د طالبانو په برید کې ټپي شوی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۸ل): د کاپيسا امنيه قومندان فريد مشعل له طالبانو سره د نښتې پر مهال ټپي شوی دی. د کاپيسا امنيتي چارواکو منلې، چې قومندان مشعل په نجراب ولسوالۍ کې ټپي شوی، خو د هغه د روغتيايي وضعيت په اړه نور جزئيات نه دي خپاره شوي. طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته ...

نور ولوله »

کاپيسا: د دولتي عسکرو هاوان بريد کې ۶ ملکي وګړي وژل شوي

kapesa-1-map

نن ټکی اسیا(چهارشنبه، ۱۰تله، ۱۳۹۸ل): د ملکی وګړو په کورونو د هوايي بريدونو او شپنيزو چاپو په دوام دا ځل بیا دولتي عسکرو په کاپيسا ولايت کې د يو ملکي وګړي په کور د هوان بريد کړی دی او د ښځو او ماشومانو په ګډون يې ۶ تنه ملکي وګړي وژلي او دوه نور ټپيان کړي دي. راپورونه وايي چې ...

نور ولوله »

د ولایتي شورا غړي زوی پر یوه ماشوم جنسي تیری کړی

JINSEE TERI

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د کاپيسا ولایت چارواکي وايي چې ددغه ولایت د ولایتي شورا د غړي زوی پر یوه ماشوم هلک جنسي تیری کړی دی او بیا تښتېدلی دی. د کاپيسا ولایت د پولیسو ویاند شایق شورش کوهستاني رسنیو ته ویلي چې پر ماشوم هلک جنسي تیری کوونکی مجرم تښتېدلی او دوی یې د نیولو په ...

نور ولوله »

کاپيسا: طالبانو نجراب کې ۴۵ پوستې سقوط کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ وری ۱۳۹۸ل): طالبانو د کاپيسا ولايت په نجراب ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو ۴۵ پوستې نيولي او ۳۱ عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده. د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کاپيسا ولايت نجراب ولسوالۍ په افغانيه، غَین او پچغان درو کې په دولتي پوستو بريدونه شوي دي چې ...

نور ولوله »

کاپيسا کې د امريکايي عسکرو چينوک چورلکه رانسکوره شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د کاپيسا ولایت تګاب ولسوالۍ په ناليانو سيمه کې د طالبانو په يو بريد کې د امريکايي عسکرو چينوک هليکوپتر رانسکوره شوې ده. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له لوري رسنيو ته په لېږلې خبر پاڼه کې راغلي چې دا چورلکه د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې هغه مهال وويشتل شوه کله ...

نور ولوله »

د څرخي پله اووه کاله؛ هغه افغان سرتېری چې ولس پرې وياړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶زمري، ۱۳۹۷ل): د څرخي پله زندان له جوړېدو تر دا مهاله ډېری وخت پخپله خوفناکه غېږ کې هغه څوک ساتلي چې د وخت حاکم پرې د غدر، خیانت او قانون ماتونې جرم ثابت کړی وي، خو د دې زندان د پنجرو شاته داسې څوک هم شته چې د وخت حاکم خپل سرتېری باله، خو یوې ...

نور ولوله »

د طالبانو سره په جګړه کې یو امریکايي عسکر وژل شوی بل ټپي دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱غويي، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو مطبوعاتي دفتر اعلان وکړ چې د افغانستان په ختیځه برخه کې ددوی یو امریکايي عسکر وژل شوی او بل ټپي شوی دی. د خبرپاڼې سره سم دغه پېښه تېره ورځ دوشنبه د افغانستان په ختیځ کې د عملیاتو پر مهال را منځته شوې، خو د پيښې ...

نور ولوله »

کاپیسا: ګډو ځواکونو د يوې کورنۍ شپږ غړي وژلي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د کاپیسا نجراب ولسوالۍ کې افغانیه سيمې کې ګډو ځواکونو د ولسي خلکو پر کور بريد کړی، د ماشومانو او ښځو په شمول یې شپږ کسان وژلي دي. د کاپيسا ولايت چارواکو هم په دغې پېښې کې د ولسي خلکو مړينه تاييد کړې، خو زياتوي، چې وژل شوي کسان د ملا عبدالمالک په ...

نور ولوله »

مجاهد په کاپیسا کې د طالبانو والي د وژل کېدو ادعا رد کړه

Kapisa1010

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ځايي چارواکو هغه ادعاوي رد کړې چې وايي په کاپيسا کې دطالبانو والي د لسو تنو جنګیالیو په شمول وژل شوی دی. د کاپيسا ځايي چارواکو نن د یکشنبې په ورځ ادعا وکړه چې د دولتي ځواکونو په هوايي برید کې د کاپيسا لپاره د طالبانو ...

نور ولوله »