د ټیګونو ارشیف : کاپیسا

يوناما: میدان وردګو کې بمبارۍ د یوې کورنۍ ۱۲ غړي وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴تلې، ۱۳۹۷ل): په کاپیسا کې د بمبار له امله د ملکي تلفاتو تر تایید وروسته، یوناما په میدان وردګو کې هم د یوې کورنۍ د ۱۲ غړو وژل کېدل تایید کړل. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دې دفتر تېر ماښام په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، وژل شوي چې ماشومان او مېرمنې هم پکې شته، ...

نور ولوله »

هوايي قواوو کاپیسا کې یو ځل بیا څلور ماشومان ووژل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳تله، ۱۳۹۷ل): له دوه ورځنۍ دمې وروسته یو ځل بیا ملکي افغانان د هوايي ځواکونو له لوري په نښه شوي او په کاپیسا ولایت کې یې یو موټر بمبار کړی. د سیمې اوسیدونکي وايي، موټر له تګاب څخه سروبي ته روان و، په لار کې د برید هدف وګرځېد او ۴ سپاره ماشومان یې ووژل. ...

نور ولوله »

کاپیسا: امریکایانو هوايي برید کې اربکیان په نښه کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲تلې، ۱۳۹۷ل): د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې امریکايي هوايي برید پر اربکیانو برابر شوی او ۲۰ تنو ‏ته يې مرګ‌ژوبله اړولې ده‎. ‎ د تګاب ځايي اوسېدونکي وايي، پېښه د نوروزخېلو سیمه کې هغه وخت رامنځته شوه، چې امریکايي الوتکو د اربکیانو پوستې ‏په نښه کړې‎.‎ د دوی په قول تر اوسه يې ۱۲ ټپي ...

نور ولوله »

کاپیسا: په واده بمبار ۹ ملکیان وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲ تله، ۱۳۹۷ل): د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په بمبار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ تنه وژل شوي دي. ګډو ځواکونو تیره شپه لس بجې د تګاب ولسوالۍ په بدراب سیمه کې د واده په مراسمو بمبار وکړ او ولسي وګړي یې ووژل. له دې سربیره د بدراب ...

نور ولوله »

کاپیسا کې اربکی قومندان وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳زمري، ۱۳۹۷ل): د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې د اربکیانو قومندان غنم ګل د طالبانو په برید کې وژل شوی دی. د طالبانو د خبرپاڼې له مخې قومندان غنم ګل د تګاب په قلعه صالح سیمه کې د دوی د سرتېرو تر برید لاندې راغی. خبرپاڼه زیاتوي په برید کې د قومندان غنم ګل یو ساتونکی ...

نور ولوله »

کاپیسا: اربکي قومندان، اربکی قومندان وژلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د کاپيساي امنیتي مسؤلین وايي تګاب ولسوالۍ کې د اربکي قومندانانو تر منځ جګړه کې یو قومندان وژل شوی دی او دوه مېرمنې ټپي شوې دي. د امنیه قومندانۍ د امنیت امر محمد حکیم عظیمي وايي پېښه پرون د قومندان وسیق الله او سنګر تر منځ چې دواړه د اربکیانو ځايي قومندانان دي، رامنځته ...

نور ولوله »

بګرام کې د کاپيسا د استخباراتو مشر وژل شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۰۳کب، ۱۳۹۶ل):د پروان ولايت د بګرام ولسوالۍ په کوه توپ سيمه کې د کاپيسا ولايت داستخباراتو پر مشر وسله وال بريد شوی. د بګرام ولسوال قدوسي د پيښي د پخلي تر څنګ منلې چې د بريد له امله د پروان د ملي امنیت د رياست مدير ګلاجان او ورسره څلور تنه ساتونکي وژل شوي. د برید ...

نور ولوله »

کاپیسا: ملي ځواکونه د هاوان په مرمیو د خلکو کورونه په نښه کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): له تېرو څو ورځو راهیسې طالبانو د پلازمینې کابل په ګاونډي ولایت کاپیسا کې دوه ولسوالۍ تر بریدونو لاندې راوستلي او د سقوط له ګواښ سره مخ کړي دي. د طالب ځواکونو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د تګاب او اله سای ولسوالیو له ډیرو سیمو څخه یې دولتي ځواکونه شړلي دي او ...

نور ولوله »

کاپيسا: د تګاب ولسوالۍ بازار کې جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې طالبان د دې ولسوالۍ تر بازاره رسيدلي او امنیه قومندانۍ ته څېرمه يې جګړه پیل کړې ده. د تګاب اوسېدونکي وايي چې دم ګړۍ د ولسوالۍ بازار کې ګرمه جګړه روانه ده او نږدې ده چې وسله وال طالبان امنیه قومنداني ونیسي. طالبانو هم په تګاب ...

نور ولوله »

تګاب: د ملي اردو لخوا توغول شوي توغندي ۸ ملکي وګړي شهیدان کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۲۵مه، ۱۳۹۴ل): د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د ملي اردو لخوا توغول شوي توغندي ۸ ملکي وګړي شهیدان کړي او ۷ نور يې ټپيان کړي دي. د تګاب څخه ورکړل شوي راپورونه وايي چې په وژل شوو کسانو کې ۴ ماشومان، ۲ ښځې او ۲ نارینه شامل دي. راپور زیاتوي چې پېښه ...

نور ولوله »