د ټیګونو ارشیف : کراچۍ

له لوی کړکیچ وروسته بالاخره د ویسټ انډیز لوبډله اعلان شوه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۰ وری، ۱۳۹۷ل): د پاکستان او ویسټ انډیز ترمنځ د درې شل اوریزو لړۍ په پاکستان کې د یکشنبې په ورځ پېلیدونکې دي چې له لوی کړکیچ او لانجو وروسته نن جمعه ویسټ انډیز خپله لوبډله اعلان کړه. په پاکستان کې د ویسټ انډيز پر وړاندې د درې شل اوریزو سیالیو لړۍ په کراچۍ ښار کې ...

نور ولوله »

کراچۍ ښار کې نن د پي ایس ایل پایلوبه ترسره کیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ وری، ۱۳۹۶ل): د پاکستان سوپر لیګ درېیم پړاو سیالیو پایلوبه نن د پاکستان په کراچۍ ښار کې ترسره کیږي او د تېرو دوو پړاونو ګټونکي اسلام اباد یوناېټډ او پېښور زلمي به په دوهم ځل د ددغه جام د ګټلو هڅه کوي. د پاکستان سوپر لیګ لومړي پړاو کی اسلام آباد اتلولۍ ګټلې او دوهم ...

نور ولوله »

کراچۍ: د قونسلګرۍ ساتونکي یو افغان ديپلومات وژلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۱۸مه ۱۳۹۵ل): د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان د قونسلګرۍ یو ديپلومات د خپل ګارد لخوا پر ډزو وژل شوی دی. ډان نیوز د راپور له مخې په کراچۍ کې د افغانستان قونسلګرۍ درېیم ديپلومات محمد ذکي باندې ګارد راحت الله تر لفظي شخړې وروسته ډزې کړي او هغه یې وژلی. پولیسو ویلي ...

نور ولوله »

پاکستان: د بحري ځواکونو پنځه افسران په مرګ محکوم شول

نن ټکی اسیا )سه شنبه، غبرګولي ۴مه ۱۳۹۵ل): د پاکستان د بحري ځواکونو یوې محکمې د ۲۰۱۴ز کال د ستمبر د ۶مې د برید په قضیه کې د بحري ځواکونو پنځه افسران په مرګ محکوم کړل. د ۲۰۱۴ز کال د ستمبر په ۹مه القاعده ته منسوبو وسله‌والو په کراچۍ کې د ډاکیارډ په نوم د سمندري ځواکونو یوه مهمه پوځي ...

نور ولوله »

کراچي کي نامعلومه وسله والو ۳ پوځیان وژلي او یو بل یې ټپي کړی

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۲۹مه، ۱۳۹۴ ل): د پاکستان په تر ټولو لوی ښار کراچي کي د نامعلومه وسلوالو په ډزو سره د پوځ ۳ سرتیري وژل شوي او یو بل ټپي دی. په کراچي کي پاکستاني چارواکو رسنیو ته وویل چې د ښار په بلدیه اتحاد ټاون کې دوه موټرسایکل سپرو بریدکوونکو د پوځ پر هغه سرتیرو برید ...

نور ولوله »

پاکستان: کراچۍ کې جل ۸۵۰ کسان وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۴مه ۱۳۹۴ل): د پاکستان سند ایالت په کراچۍ ښار کې سختې ګرمۍ او د اوبو کمښت له کبله د وژل شوو کسانو شمېره ۸۳۰ ته لوړه شوه. پاکستاني رسنۍ وايي چې جناح ګریجویټ میډيکل سنټر کې ۲۹۵ کسان، عباس روغتون کې ۱۴۰، سول روغتون کې ۱۱۰، نیشنل روغتون کې ۵۸ کسان د جل وهلو له ...

نور ولوله »

کراچۍ کې د تودوخې له امله د مړو شمېر ۴۵۰ ته ورسېده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۲، ۱۳۹۴ل): د پاکستان سند ايالت کې د تودوخې له امله په تېرو درې ورځو کې د مړو شمېر ۴۵۰ تنو ته ورسېد او د سلګونو نورو کسانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی. د سند روغتيايي چارواکي وايي، چې د کراچۍ په درې لويو روغتونو کې لږ تر لږه درې سوه کسان مړه ...

نور ولوله »

کراچۍ: له یوې مدرسې ۹۰ زده کوونکي نیول شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي۲۴مه ۱۳۹۴ل): د پاکستان په کراچۍ ښار کې پولیسو په یوې مدرسې چاپه اچولې او ۹۰ زده کوونکي یې نیولي دي. د اهلسنت والجماعت د ګوند یو مشر اورنګزیب فاروقي ویلي چې دغه زده کوونکي د کراچۍ ښار د ګلشن معمار د یوې مدرسې څخه نیول شوي دي. هغه زیاته کړې چې پولیسو مولانا منګل د ...

نور ولوله »

کراچۍ کې د تېلو ټېلر او مسافر وړونکي بس ټکر ۶۰ تنه وژلي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، مرغومي ۲۱مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان سند ایالت کراچۍ ښار ته نږدې د مسافر وړونکي بس او د تيلو بار ټېلر تر منځ د ټکر له امله شپيته تنه وژل شوي او اووه نور ټپيان دي. د سند ايالت د چارواکو په وينا مسافر وړونکی بس له کراچۍ د سند شکارپور ښار ته روان و، چې له ...

نور ولوله »

له پاکستانه د افغان سوداګرو څو پر ځای ګيلې

ليکوال : فاروق غلجی افغان سوداګرو له پاکستانه څو ګيلې کړې او ګيلې يې هم پر ځای دي . د دې لپاره چې سوداګريز کاروبار زموږ د هېواد يو عام او غير سياسي فعاليت دی چې حکومت او نظام سره نه بلکې عام ولس او هېوادوالو پورې اړه لري ، ځکه مو وغوښتل چې ننګه يې وکړو او لږ تر ...

نور ولوله »