د ټیګونو ارشیف : کرکټ

د کرکټ نړیوالې شورا دوه افغان لوبغاړو ته اخطار ورکړی

نن ټکی اسیا (سې شنبه، ۱۴ وری، ۱۳۹۶ل): د کرکټ نړیوالې شورا د افغان کرکټ ملي لوبډلې دوه مشهورو لوبغاړو ته اخطار ورکړی دی. آی سي سي د یوه خبر په خپرولو سره ویلي چې محمد نبي او دولت ځدران د آیرلینډ سره په ټیسټ لوبه کې د آی سي سي رفتاري اصول مات کړي دي. د خبر له مخې دولت ...

نور ولوله »

نبي او راشدخان له سن رایز حیدراباد سره یوځای شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۱۴مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دوه وتلي لوبغاړي محمد نبي او راشد خان د سن رایز حیدراباد لوبډلې سره یوځای شول. محمد نبي او راشد ارمان د هند غوره لیګ سیالیو یا آی پي ایل کې د سن رایز حیدراباد لوبډلې لخوا اخېستل شوي دي. سن ریز حیدراباد په خپلې رسمي ټويټر ...

نور ولوله »

کرکټ: افغانستان له پایلوبې پاتې شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲ وری، ۱۳۹۶ل): د افغانستان ملي الف لوبډله د اسیا ایمرجنګ کپ د لوبو له پایلوبې پاتې شوه. افغانستان نن د پاکستان سره سیالي درلودله خو په ستر توپير یې دغه سیالۍ پاکستان ته وبایلله. پچه نن افغانستان وګټله خو د لومړۍ توپ اچونې پریکړه یې وکړله. پاکستاني توپوهونکي وتوانېدل چې په ۵۰ اورونو کې  افغانستان ته ...

نور ولوله »

کرکټ: افغانستان او پاکستان نن نیمه پایلوبه کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۱ وری، ۱۳۹۶ل): د افغانستان ملي الف لوبډله نن د اسیا رادبره کېدونکو یا ایمرجنګ کپ سیالیو په نیمه پایلوبه کې پاکستان سره مخامخیږي. افغانستان تېره ورځ په دغو سیالیو کې قوي لوبډلې هند ته په دوو ویکټو ماتې ورکړه او وتوانېد چې نیمه پایلوبو ته ووځي. تر دې دمه افغان لوبډلې د ټولو درې لوبو له ...

نور ولوله »

ویسټ انډيز له افغانستان سره سیالیو مهالویش اعلان کړی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۱ وری، ۱۳۹۶ل): د ویسټ انډیز کرکټ بورډ تېره ورځ د افغانستان سره د درې یو ورځېنیو او درې شل اوریزو لوبو سیریز مهالویش اعلان کړ. تر دې وړاندې افغانستان او ویسټ انډیز کرکټ بورډونو په ۵ یو ورځېنیو او ۳ شل اوریزو لوبو په ترسره کولو موافقه کړې وه. دا لومړی ځل دی چې افغانستان ...

نور ولوله »

د کرکټ نړیوالې شورا مشر استعفا ورکړه

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، کب ۲۵، ۱۳۹۵ل): د کرکټ نړیوالې شورا رییس ششانک منوهر د یواځې اتو میاشتو کار کولو وروسته له خپلې دندې استعفا ورکړه. ۵۹ کلن منوهر تېر کال مۍ کې د دوه کلونو لپاره د آی سي سي مشر وټاکل شو. هغه دوه ځل د هند د کرکټ بورډ مشر هم پاتې شوی دی. منوهر د ...

نور ولوله »

آیرلینډ خلاف د بریاو لړۍ؛ افغانستان لومړنۍ یو ورځېنۍ لوبه وګټله

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، کب ۲۵، ۱۳۹۵ل): افغانستان د درې پرلپسې شل اوریزو سیالیو وروسته آيرلینډ ته د نړیوالو یو ورځېنۍ د ۵ سیالیو د لړۍ په لومړنۍ لوبه کې آیرلینډ ته په ماتې ورکړه. افغانستان په نننۍ سیالۍ کې پچه وګټله او د لومړۍ توپوهنې پریکړه يې وکړه. توپوهنه کې تر کپتان اصغر ستانکزي او ګلبدین نایب پرته ټولو ...

نور ولوله »

بنګالی توپوهونکي د بولډ سوځېدو ریویو اخېستې – ویډيو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۲۴، ۱۳۹۵ل): بنګالیان په کرکیټ کې تر هر بلې لوبډلې احساساتیان دي، دوی داسې فکر کوي لکه دا کرکټ چې یواځې د دوی زده وي، په بایلات اوښکې دوی تویوي، د لوبې تر ګټلو وړاندې بې وخته خوشالیانې دوی کوي او کله هم په نه خبره لانجې جوړوي. ډیر کله کله خو آن د دوی وار ...

نور ولوله »

شهزاد په توپوهنه کې ډيری نوموتي لوبغاړي تر شا کړي دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۲۴، ۱۳۹۵ل): د افغانستان کرکيټ لوبډلې وتلی توپوهونکي محمد شهزاد  په توپوهنه کې ډيری نړیوال لوبغاړي له ځانه تر شا کړي دي. افغانستان چې لا هم په کرکیټ کې دوهمه درجه لوبډله ده خو په شل اوریزو سیالیو کې د ۱۱ پرلپسې لوبو ګټلو ریکارډ لري او هم یې لوبغاړي په نړیوالو درجه بندیو ...

نور ولوله »

کرکیټ: افغانستان آیرلینډ ته په ماتې ورکولو یو بل نړیوال ریکارډ جوړ کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۲۰، ۱۳۹۵ل): د افغانستان کرکيټ لوبډلې نن آیرلینډ ته په ماتې ورکولو سره نړیوال ریکارډ جوړ کړ. افغانستان په نړۍ کې لومړنی هېواد شو چې ۱۰ پرلپسې نړیوالې شل اوریزې لوبې ګټي. افغان لوبډلې تېر کال ویسټ انډيز تر ماتې ورکولو وروسته پرلپسې ۱۰ نړیوال شل اوریزې سیالۍ وګټلې. افغان لوبډلې وکولای شول چې عمان، ...

نور ولوله »