د ټیګونو ارشیف : کرکټ

د کرکټ لوبه او امریکایي اعلانات

ځیږ افغان کرکټ لوبه چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې پیل شوې وه،په وروستیو لسیزو کې یې ډير پرمختګ کړی او له ځینو جانبي عوارضو سره سره د جنګ ځپلیو افغانانو لپاره یو خوښۍ بښونکې بوختیا بلل کیږي. چې یوه شیبه د غمجنو هیوادوالو ذهنونه له جګړه ایزو اندیښنو او غمونو په بله کړي او ...

نور ولوله »

کرکټ: د اصغر ستانکزي وروستۍ لس لوبې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر ستانکزی د زمبابوۍ سره د ۲ شل اوریزو او ۵ یو ورځېنیو لوبو سیریز له پیل څخه په ټولنیزو رسنیو کې تر توندو نېوکو لاندې دی. هغه نه یواځې په لوبو کې د ناسمو پریکړو له وجې بلکې په وروستیو لوبو کې پرلپسې ناکامیو او ...

نور ولوله »

کرېکټ: زمبابوې له افغانستان څخه سر په سر بدل واخیست

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د افغانستان او زمبابوې ترمنځ په دوهمه یو ورځینۍ لوبه کې افغانستان ته په ۱۵۴ منډو ماتې ورکړه. زمبابوې افغانستان ته د ۳۳۴ منډو هدف ټاکلی و، چې په ځواب کې افغان لوبډله په ۱۷۹ منډو وسوځېدله. همدغه ډول تېره لوبه کې افغانستان لومړی توپوهنه کړې وه چې زمبابوې ته یې ۳۳۴ منډې ...

نور ولوله »

کرکټ او اوسني ځوانان …

رحمت الله مومن یو هلک چې تازه يې د ځوانۍ په درشل پَل ایښې ؤ، د زړه له تله یې ژړل، ځکه…! هغې لوبډلې چې ده ورسره خواخوږي درلوده، لوبه بایللې وه، دومره يې ژړل، چې د خبریال توجه یې جلب کړه، ورغې چې د ژړا سبب ورڅخه وپوښتي، خو هغه له ډیرې ژړا څخه ځواب نه شوې ورکولې، خبرې ...

نور ولوله »

کرېکټ: افغانستان ۱۹کلن ځوانان د نیوزېلنډ خلاف لومړی توپوهنه کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو نړیوال جام په کواټرفاینل کې نن له نیوزېلنډ سره مخامخ کیږي. د نننۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او د لومړۍ توپوهنې پریکړه یې وکړه. افغانستان په نړیوال جام کې تر دې دمه دوې لوبې ګټلي او یوه یې د آیرلینډ خلاف بایللې ده. په نننۍ لوبه کې ...

نور ولوله »

پکتیکا ولایت کې د کرېکټ ملي لوبغالي جوړیدو چارې پیل شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د پکتیکا ولایت مرکز ښرنه کې د کرکټ ملي لوبغالي د جوړیدو چارې رسما پیل شوې. د یکشنبې په ورځ د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت او د کرکټ استازي حکمتیار زاهد پکتیاوال په لاس د کرکټ لوبغالي د بنسټ ډبره کیښودل شوه، او د جوړیدو چارې یې په رسمي توګه پیل شوې، ...

نور ولوله »

کرېکټ: سریلانکا هندوستان ته ستره ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د سریلانکا او هندوستان تر منځ په لومړی یو ورځینۍ لوبه کې د سريلانکا توپ اچونکو په وړاندې د هندوستان توپ وهونکي له سختې ماتې سره مخ کړل، او هند ته یې په ۷ ویکټو ستره ماتې ورکړه. د دواړو لوبډلو تر منځ یوه ورځینۍ لوبه د یکشنبې په ورځ د هند په ...

نور ولوله »

کرېکټ: آیرلینډ له افغانستان څخه یوه ورځینۍ لړۍ وګټله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د افغانستان او آیرلینډ تر منځ په درېیمه یو ورځینۍ لوبه کې افغانستان په پنځه ویکټو ماتې وخوړه. ننۍ لوبه کې افغانستان پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه وکړه، دوی د ۴۸-۲ اورونو په لوبولو سره ۱۷۷ منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي یې وسوځیدل، د افغانستان لخوا رحمت شاه ...

نور ولوله »

بي پي ایل: کریس ګیل د شپږیزو باران جوړ کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د بنګلدیش په غوره لیګ سیالیو کې د ویسټ انډیز چټک توپ وهونکي کریس ګیل د ۱۴ اسمان څکو شپږیزو په زور په ۵۱ توپونو ۱۲۶ منډې جوړې کړې. دا د بي پي ایل په روانو سیالیو کې لومړی سلیزه ده، چې په یاد لیګ کې تر دې دمه د یو لوبغاړي لپاره ...

نور ولوله »

بي بي ایل: محمد نبي په بیګ بیش لیګ سیالیو کې واخیستل شو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د استرالیا په بیګ بیش لیګ سیالیو کې د افغانستان محمد نبي او د ویسټ انډیز کرن پولارډ د میلبورن رینیګیډز Melbourne Renegades لخوا واخیستل شول. د استرالیا بیګ بیش سیالۍ به د روان ۲۰۱۷ کال په ۱۹ دیسمبر شروع او د راروان ۲۰۱۸ کال د فرورۍ میاشتې تر څلورمې دوام وکړي. په ...

نور ولوله »